عربو سمندر: سمندرګی

عرب سمندر (په عربۍ کې: بحر العرب) د شمالي هندوستان د سمندر اړوند سيمه ده، شمال لور ته يې پاکستان، ايران او د عمان خليج پروت دی، لویدیځ ته يې د عدن خليج، ګوردافوی کانال او عربي ټاپووزمه پرته ده، سويل لویدیځ ته يې لاکاډيوز سيند، سويل لویدیځ ته يې د سوماليې سمندر او ختيځ ته يې هندوستان موقعيت لري.

ټول مساحت يې ۳،۸۶۲،۰۰۰ کيلو متره (۱،۴۹۱،۰۰۰ ميل مربع) دی او تر ټولو زياته ژورتيا يې ۴،۶۵۲ ميتره (۱۵،۲۶۲ فوټه) ده. په لویدیځه برخه کې عربي سمندر د عدن د خليج په مټ د باب المندب تنګي له لارې له سور سمندرګي سره نښتی دی، د عمان خليج يې په شمال لویدیځ کې دی، چې د عربو سمندر د پارس له خليج سره نښلوي.

سيمه۱۴,۰۰۰,۰۰۰ km2 (۵,۴۰۰,۰۰۰ sq مایله)[۱]

جغرافيه

د عرب سمندر د اوبو د سر د سطحې اندازه ۳،۸۶۲،۰۰۰ کيلو متره (۱،۴۹۱،۱۳۰ ميل مربع) ده. د سمندر زيات تر زياته پراختيا ۲،۴۰۰ کيلو متره (۱،۴۹۰ ميله) ده او زيات تر زياته ژوروالی يې ۴،۶۵۲ ميتره (۱۵،۲۶۲ فوټه) دی. د سند سيند تر ټولو ستر سيند دی چې دې سمندر ته بهېږي.

عرب سمندر دوه مهمې څانګې لري – په سويل لویدیځ کې د عدن خليج چې د باب المندب له لارې له سور سمندرګي سره یو ځای کېږي؛ او د عمان خليج په شمال لویدیځ کې چې د پارس له خليج سره نښلي. په هندي ساحل کې د خمبهات او کوچ خليجونه هم شته. له زېږد مخکې په درېيمه يا دويمه زريزه کې ډېرې مهمې سمندري سوداګريزې لارې له عرب سمندر نه تیریدي. د کانډلا بندر، موندرا بندر، پيپاواو بندر، داهج بندر، حزيرا بندر، ممبي بندر، ناوا شوا بندر (ناوی ممبي، مورموګاو بندر (ګوا، نوی منګلور بندر او د هند کوچي بندر، د کراچۍ بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر په پاکستان کې، چابهار بندر په ايران کې او د عمان په صلالة کې صلالة بندر، د دې سمندر ستر بندرونه دي. د سوکوترا (يمن)، مسيره ټاپو (عمان)، لاکشادويپ (هند) او د اسټولا ټاپو (پاکستان) د عرب سمندر په سترو ټاپوګانو کې شامل دي. د عرب سمندر په ساحلي لیکو کې پراته هېوادونه دا دي: يمن، عمان، پاکستان، ايران، هند او مالديف.

حدود

نړيوال هيډروګرافي سازمان د عرب سمندر حدود په لاندې ډول راپېژني:

  • لویدیځ لور ته: د عدن خليج ختيځ حدود.
  • شمال ته: د رأس الحد لیکه، د عرب ټاپو په ختيځه نقطه کې (۲۲ درجې او ۳۲ دقيقې شمالي) او رأس جيوني (۶۱ درجې او ۴۳ دقيقې ختيځ) د پاکستان په ساحل کې يو له بل سره نښلوي.
  • په سويل کې: هغه ليکه چې په مالديف کې د «ادواتول» سويلي منتهی اليه څخه تر ختيځ منتهی اليه راس هافون (د افريقا تر ټولو وروستۍ ختيځه نقطه ۱۰ درجې او ۲۶ دقيقې شمالي) پورې غزیدلي دي.
  • په ختيځ کې: د لاکاډيو لویدیځ سمندر څنډه، هغه ليکه چې د هند په لویدیځ ساحل د ساداشيګاډ (۱۴ درجې او ۴۸ دقيقې ۷۴ درجې او ۰۷ دقيقې ختيځ)  څخه پيل، تر «کوراډيو» (۱۳ درجې او ۴۲ دقيقې او ۷۲ درجې او ۱۰ دقيقې ختيځ) پورې او بيا له هغه ځايه د «للاکاډيو» او مالديف د مجمع الجزاير لویدیځ لور ته په مالديف کې د «ادو اتول» وروستۍ جنوبي نقطې پورې رسېږي.  

پولې او د اوبه یيزو حوزو هيوادونه

پولې او د اوبه یيزو حوزو هيوادونه:

  1. هندوستان – ۲،۵۰۰ کيلو متره ساحلي ليکه
  2. پاکستان – ۱،۰۵۰ کيلو متره ساحل لیکه
  3. ايران
  4. مالديف
  5. عمان
  6. يمن
  7. صوماليا

انډوليز نومونه

عربي او اروپايي جغرافيه پوهانو او ګرځندويانو له تاریخي او جغرافيايي پلوه د عربو سمندر ته بېلا بېل نومونه کارولي دي، په دې نومونو کې اريتره سيند هندي سيند، عمان سيند، اريتره، د هندي فولکلور د سفر په ۳۴-۳۵ شمېره پاراګراف کې پارسي سمندر، همدا راز د دريا، سيندو ساګر او عرب سامودرا په نوم هم ياد شوی دی.

عرب جغرافيه پوهانو، ماڼوګانو او کوچيانو دې سيند ته جلا جلا نومونه کارولي دي، لکه اخضر (شين) سمندر، بحر فارس (د پارس سمندر)، اقيانوس سمندر، هندي سمندر، مکران سمندر او عمان سمندر، د دوی له جملې څخه ذکريا القزويني، مسعودي ابن حوقل او (حافظ ابرو) ليکلي دي: «شين سمندر، هندي سمندر او پارسي سمندر ټول يو سمندر دی او په دې سمندر کې عجيبه موجودات شته». په ايران او ترکيه کې خلک دې ته د عمان سمندر وايي. د سور سمندر په محيط او همدا راز په ځينو لرغونو نقشو کې د عرب سمندر په ګډون د هندي بحر ټولې شمال لویدیځې سيمې ته سور سمندر نوم کارول کېږي.

سوداګريزې يونلارې

احتمالاً له زېږد مخکې د درېيمې زريزې د پيل راهيسې د ساحلي بادي کښتيو له پېر راپدېخوا او په کره ډول له زېږد مخکې دويمې زريزې له وروستيو څخه تر هغه وخته چې د بېړيو د پړاو په نوم پېژندل کېږي، عرب سمندر د سمندري سوداګرۍ يو له مهمو يونلارو څخه و. د ژولیسو سزار تر واکمنۍ پورې، ګڼ ښه ثابت شوي ترکيبي ځمکنۍ-سمندري سوداګريزې يونلارې د دې سمندر په شمال کې د شاړو ټاپوګانو د ځمکو په ځانګړتياوو کې د اوبو په حمل او نقل متکي وې.

دا لارې عموماً په لرې ختيځ يا ښکته سمندر کې د هند له مدهيا پردېش څخه د تاريخي بهاروچ (بهاراکوچا) په نقل او حمل سره پېلېدل، د اوسني ايران له سختو بندرونو څخه تېرېدې او بیا د يمن د حضرموت په څنډو کې په دوه نهرونو وېشل کېدې، شمال لور ته د عدن په خليج کې او بيا له هغه ځايه شام ته، يا سويل پلو سکندريې ته د اکسوم په څېر د سره سمندر د بندرونو له لارې. په هرې سترې لارې کې د څارويو د کاروانونو د تړلو لپاره حمل او نقل، د سارايي هېوادونو څخه د سفر کولو او د لارې شکوونکو ګواښونه او د سيمه ايزو واکمنانو له خوا د شوکې ستونزې هم شاملې وې.

د عربي ټاپووزمې په سويل کې دا سويلي ساحلي لارې چې له سختو هېوادونو څخه تېرېدې خورا مهمې وې، همدا راز مصري فرعونانو د سوداګريزو خدماتو لپاره کمې ژورې ويالې جوړې کړې وې، له دې څخه يو يې کم او زیات د اوسني سويس کانال د اوږدوالي په مسير او بل يې له سور سمندر څخه نيل سمندر پورې وه، دواړه کم ژورې ويالې په لرغوني پړاو کې سترو شګلنو توپانونو ډکې او له منځه يوړې. وروسته په ايتوپيا کې د اکسوم پاچايي منځ ته راغله، تر څو په يوه سوداګريزه سترواکۍ واکمني وکړي چې د سکندريې له لارې يې په اروپا کې سوداګريزې رېښې درلودلې.

مهم بندرونه

په عربي سمندر کې د هند د جواهر لال نهرو بندر تر ټولو ستر بندر دی، همدا بندر په هند کې د کانتينرونو تر ټولو ستر بندر دی. په عربي سمندر کې ستر هندي بندرونه د مونډرا بندر، ناواشيوا، کوچي بندر، ممبي بندر او مورموګاو دي.

د کراچۍ بندر، د پاکستان تر ټولو ستر او مصروف سمندري ساحل دی چې د عرب سمندر په غاړه پروت دی. دا بندر د کراچۍ د کياماري او صدر ښارونو تر منځ پروت دی.

د پاکستان د ګوادر بندر د ګرمو اوبو، ژور سمندري بندر دی چې د بلوچستان په ګوادر کې د عرب سمندر په څوکه او د پارس خليج په ننوتځي کې د کراچۍ لویدیځ لور ته شا او خوا څلور سوه او شپیته کيلو متره، له ايران سره د پاکستان له پولې ختيځ لور ته نږدې پنځه اويا کيلو متره (۴۷ ميله) لرې موقعيت لري. دا بندر په ختيځ خليج کې يو طبيعي ټاپو ته ورته د چټک د سر په بڼه موقعيت لري چې له ساحلي ليکو څخه عرب سمندر ته بهر راوځي.

جغرافیه

څیړنې

وېش


عربو سمندر: جغرافيه, پولې او د اوبه یيزو حوزو هيوادونه, انډوليز نومونه 

عربو سمندر: جغرافيه, پولې او د اوبه یيزو حوزو هيوادونه, انډوليز نومونه 
مکران سمندرگی

سیمه

Tags:

عربو سمندر جغرافيهعربو سمندر پولې او د اوبه یيزو حوزو هيوادونهعربو سمندر انډوليز نومونهعربو سمندر سوداګريزې يونلارېعربو سمندر جغرافیهعربو سمندر څیړنېعربو سمندر وېشعربو سمندر سیمهعربو سمندر

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بست کلاد راتلونکي څېړنېجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)جودی لین اوکیفلړمچاريکارد وینې لوړ فشارکچالواپلاتوند افغانستان – تاجکستان پولهنړيوال غزېدلی جالساراتوفخالد بن ولیدډنمارکد نزول لاملونه(قرآن)امير دوست محمد خانiz3asد عیسوی کال میاشتېکازانویاناګرجستاند امریکا د آیالاتونو نوملړمحمد موسى شفيقاقتصادي ستونزهپکتيا ولايتاقلیم پېژندنهاوهایوحقوقمتلونهمحمدکتلهد واشنگټن څلیپښتو ټولنهکرواسیایي ژبهد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهد کابل کندهار لویه لارSiliconتوکمپالنه (ټولنيزعلم)حميد مومندد انټرنټ تاریختلويزوند هوا ککړتيامورد انځوریزې خبريالي تاریخدويمه نړېواله جګړهسردار سلطان محمد خانپيروصدیق الله رښتیند انګليستان اقتصادي تاريخقزاقستاناوتو فون بیسمارکzutsuمحمد عثمان نژندسولهد انسان بدنبیجنګامير حمزه شينواریلاتينه امريکاانټرنېټباچا خانلوګر ولایتهراتهندي هنرچندړعربي ژبهسره میاشتد لویې بریتانیا دویم جورجپېليپيند قسطنطنیې ايالت ( فتحه)د چين د خلکو جمهوريت ولسمشر🡆 More