شونډکيز چرگ

شونډکيز چرگ (په انگرېزي: Turkey) د مېلياگريس مرغانو خېل پورې اړه لري .

همدا مېلياگريس گېلوپاو ته په عمومي توگه د شډل يا ځنگلي شونډکيز چرگ په مانا کتل شوي . دغه ډول ېې تر ډېره د سوېلي امريکا په ځنگلونو کې موندل شوي دي . همدا رنگه نورو د دغه شونډکيز چرگانو ډولونو ته ميلياگريس اوسيلاټا او يا هم اوسيلېټد چرگ وايي . ددې ډېر زيات ډولونه دي چې د اټکل له مخې ېې لرغونتوب ۲۳ ميلیونه کلونو ته رسېږي . دغه مرغان د هگۍ اچوونکو ژؤو په کورنۍ کې شمېرل کېږي . د کورني شونډکيز چرگانو آر له شډلو يا ځنگلي شونډکيز چرگانو څخه اخيستل شوی . دا چرگ لکه د هرمارغه د توکم او خېل په څېر په خپل لړلیک کې وېشل شوی د چرگانو په کورنۍ پورې اړه مومي . د شونډکيز چرگ د مښوکې پر سر له پوزې راځوړنده غوښه ددې لامل شوې چې د ځوړندې شونډې په مانا وگڼل شي او د همدې له کبله ورته شونډکیز ويل کېږي . د شونډکيز چرگ وزرې چې گز شوي نو ۱.۵ تر ۱.۸ مترو پورې يادېږي . تر اوسه پورې د ځنگلونو په پراخ چاپېريال کې استوگنه لري او ددغه چرگ ښځينه چرگه ېې له نارينه چرگ څخه په بڼه وړوکې او وزن ېې هم لږ او له نارينه شونډکيز چرگ څخه ېې د بڼکو رنگونه لږ وي . د ځينې څېړونکي په دې اند دي چې اروپا ته په لومړي ځل شونډکيز چرگان د ترکيې له لارې ورغلي دي ځکه ورته په انگرېزي کې (Turkey) ټرکي وايي .

شونډکيز چرگ
شونډکيز چرگ
شونډکيز چرگ
Meleagris gallopavo

د شونډکيز چرگ ځانتياوې

کله چې شونډکيز چرگ شوقمن شي نو ېې د پوستکي رنگ سور واوړي او بڼکې ېې هم خپل رنگونه بدلوي رابدلوي . همدارنگه خپل ځان ببر کړي بڼکې خپرې او د شا دخوا ېې بڼکې پورته خواته کتار ودرېږي .

د شونډکيز چرگ ډولونه او الوتنه

شونډکيز چرگان لکه د نورو ژوؤ په څېر په نارينه او ښځينه ؤ وېشل شوي دي . همدا رنگه د دوی ځينې ډولونه د وزن له مخې غټ او واړه او له رنگونو بېل موندل شوي . شونډکيز چرگان چې کله له هگيو راووځي نو دوو وونيو کې په پښو گرځي . ځينې د مرغانو څېړونکي وايی چې دغه چرگان د اسيا څخه اروپا او بیا امريکا ته رسېدلي دي . دا هم ويل کېږي چې شونډکيزه چرگه په کال کې۷۰ هگۍ اچوي . ځینې له شونډکيز چرگانو څخه بیخي نشي الوتلای او ځينې چې بیا الوتلای شي نو ډېر لږ الوزي ددوی د الوتنې کچ تر شاوخوا ۱ او يا هم ۲ مترو پورې مېچ شوی .

Tags:

انگرېزي ژبهچرگ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د عیسوی کال میاشتېپېښورپير روښانپاکستاني طالبانځمکهخټکجنسي ځورونهد انګليستان اقتصادي تاريخد فلم تاريخد انګستان درېیم ویلیامتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟اکسيجند امریکا د آیالاتونو نوملړد افغانستان لنډ تاريخد ډيورنډ کرښهجلغوزه5 نومبرسل سوالونهد افغانستان اقتصادنړيوال غزېدلی جالاورګاسمصليبي جگړېخيميرانزنکپښتوماري انتوانېتد امپراطوریو هدیرهد خاورې ککړتياشاتو مچیپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړوند راتلونکي څېړنېحميرا بېگمنور محمد ترکیکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)خرقه شريفهخصوصي کولمشاهدهمحمد رياض تسنيمعامه روغتیااسټرالیاانوشکا شيټيد افغانستان سيندونهد پښتو ژبدوداقتصادي نظامباچا خانامام بخاريد شهیدانو چوکد واشنگټن څلیښيښهښوونځییوهانس ورمیرد ښځې تناسلي آلهاحمد شاه درانیسینټ پیټرزبورګد پښتو ژبې ليکنښېسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟مايکروسافټ وېنډوزد کمپيوټر امنيتمړینهد سوداګرۍ اتحادیهپښتو نومځري او د هغو کارونهد حضرت عمر فاروق رض عدالتقزاقستانسره میاشتمحمدښځهسیډنيلعل پاچا ازموند افغانستان وزارتونهمعلوماتي ټیکنالوژي🡆 More