سیریل رامافوسا

سیریل رامافوسا په انګلیسي Cyril Ramaphosa) زوکړه ۱۷ نوامبر ۱۹۵۲م کال) د سویلي افریقا هیواد ولسمشر دی.

سیریل رامافوسا
(فیندیه: Matamela Cyril Ramaphosa د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیریل رامافوسا
سیریل رامافوسا

د سویلي افریقا پنځم ولسمشر
د واکمنۍ دوران
۱۵ فبروري ۲۰۱۸
Acting: ۱۴ فبروري ۲۰۱۸–۱۵ فبروري ۲۰۱۸
سیریل رامافوسا جیکوب زوما
  سیریل رامافوسا
President of the د سویلي افریقا ولسي جرګه
د واکمنۍ دوران
۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷
مرستیال داوید مابوزا
سیریل رامافوسا جیکوب زوما
  سیریل رامافوسا
مرستیال ولسمشر
د واکمنۍ دوران
۲۶ مې ۲۰۱۴ – ۱۵ فبروري ۲۰۱۸
ولسمشر جیکوب زوما
سیریل رامافوسا ګالیما موتلانته
TBD سیریل رامافوسا
مرستیال ولسمشر د سویلي افریقا ولسي جرګه
د واکمنۍ دوران
۱۸ ډسمبر ۲۰۱۲ – ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷
ولسمشر جیکوب زوما
سیریل رامافوسا ګالیما موتلانته
داوید مابوزا سیریل رامافوسا
د سویلي افریقا ولسي جرګهې د ګارډ مشر
د واکمنۍ دوران
۱ مارچ ۱۹۹۱ – ۱۸ ډسمبر ۱۹۹۷
ولسمشر نلسون مانډیلا
سیریل رامافوسا الفریډ باپتکسولو نزو
ګالیما موتلانته سیریل رامافوسا
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ نومبر ۱۹۵۲(1952-11-17) ‏(عمر: ۷۱ کاله)
سووتو
تابعیت سویلي افریقا
ګوند د سویلي افریقا ولسي جرګه
طبی کیفیت کویډ–19   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ۴
عملي ژوند
تعلیم لیمپپو پوهنتون
د سویلي افریقا پوهنتون
کار/مسلک سياستوال
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
زولو
خوسایي ژبه
شمالي سوتویي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماتامیلا سیریل رامافوسا (د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۱۷مه زېږېدلی) د سویلي افریقا یو سوداګر او سیاستوال دی، چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د سویلي افریقا پینځم ډیموکراټیک ولسمشر دی او د ۲۰۱۷ز کال راهیسې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) د رئیس په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده. رامافوسا مخکې د اپارټایډ ضد فعال او د سوداګرۍ د اتحادیې مشر او سوداګر و، چې وروسته د ANC د ولسمشر نیلسن منډیلا سکرټر، د افریقا د ملي کانګرس رئیس، د جیکوب زوما مرستیال ولسمشر او له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د ملي پلان جوړونې د کمیسیون رئیس هم پاتې شوی دی.

هغه ته یو تکړه مذاکره کوونکی او سټراټیژیست ویل کېږي، چې د سویلي افریقا د ډیموکراسۍ د لېږد پرمهال یې د ANC د ستر مذاکره کوونکي په توګه کار کاوه. رامافوسا په هېواد کې د کانونو د کارګرانو د اتحادیې (NUM) په نامه ډېره پیاوړې اتحادیه جوړه کړه. هغه د مذاکراتو په لړ کې د اپارټایډ د پای ته رسولو او په ۱۹۹۴ز کال کې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د بشپړو ډیموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه یې له ملي ګوند نه له رولف مایر سره مهمه ونډه لرله. رامافوسا د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره د نیلسن منډیلا انتخاب و. رامافوسا د یوه سوداګر په توګه پېژندل کېږي او خالصه شتمني یې په ۲۰۱۸ز کال کې تر ۶.۴ میلیارد (۴۵۰ میلیون ډالر) نه ډېره وه او ۳۱ ملکیتونه لري. مخکې یې د سویلي افریقا په مک ډونالدز شرکت کې کار کاوه او د MTN د بورډ رئیس او د لونمین بورډ غړي په توګه پاتې شوی دی.

رامافوسا له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د سویلي افریقا مرستیال ولسمشر و. هغه وروسته د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر کې د ANC په ملي کنفرانس کې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) مشر وټاکل شو. رامافوسا د ملي پلان جوړونې کمیسیون پخوانی غړی دی، چې د هېواد د راتلونکي لپاره د سټراټیژیک پلان جوړولو مسئولیت لري. رامافوسا په ۲۰۱۸ز کال کې د جیکوب زوما له استعفا وروسته پرته له ټولټاکنو د سویلي افریقا ولسمشر شو. رامافوسا د سویلي افریقا په ټولټاکنو کې د ANC له بریا وروسته د ۲۰۱۹ز کال په می کې د خپلې لومړۍ بشپړې دورې لپاره د ملي شورا له خوا یو ځل بیا ولسمشر وټاکل شو. رامافوسا له ۲۰۲۰ز کال نه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د افریقا د اتحادیې رئیس و.

سره له دې چې هغه هېواد ته د ډیموکراسۍ د راتګ پلوی و، خو د خپلو سوداګریزو ګټو له امله پرې نیوکه شوې ده، که څه هم په هېڅ ناقانونه فعالیت نه دی تورن شوی. له ګلینکور سره یې جنجالي سوداګریزې معاملې او د ډبرو سکرو له معاملې نه په ناقانونه ډول د ګټې اخیستنې له امله تورن شوی، چې هغه په کلکه دا تورونه رد کړل. ګلینکور په منځني ختیځ کې له توني بلیر شرکت سره د سوداګریزو فعالیتونو له امله د خلکو پام ځانته را واړاوه. زوی یې اندیل رامافوسا هم منلې، چې تر ۲ میلیونه ډېرې روپۍ یې له بوساسا امنیتي شرکت نه ترلاسه کړې، چې دغه شرکت په فساد کې ښکېل و. رامافوسا د ۲۰۱۲ز کال د اګسټ په ۱۵مه د ماریکانا کان کیندونکو د اعتصاب پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه او هغه یې «وحشیانه او جنایتکاره» چلند وباله، چې «ګډ اقدام» ته اړتیا لري. هغه وروسته پر خپلې کړنې پښېمان و او ویې ویل، چې که د کارګرانو له اعتصاب نه مخکې بېړني پلانونه جوړ شوي وای، نو مخه یې نیولای شوای.

د ژوند لومړي کلونه

رامافوسا د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۱۷مه د جوهانسبورګ په سویتو کې له ونډایي مور و پلار نه زېږېدلی. هغه د ایرډموټ او متقاعد پولیس سمویل رامافوسا له دریوو اولادونو نه دویم دی. رامافوسا د سویتو Tshilidzi ابتدایي ښوونځي کې او بیا په Sekano Ntoane عالي ښوونځي کې شامل شو. هغه په ۱۹۷۱ز کال کې په وینډا کې د سیباسا له مفافولي عالي لیسې نه فارغ شو او هلته د زده کړیالانو د مسیحي خوځښت مشر وټاکل شو. هغه وروسته په ۱۹۷۲ز کال کې د لیمپوپو ولایت په شمال پوهنتون (Turfloop) کې د حقوقي زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه.

رامافوسا په پوهنتون کې په سیاست کې ښکېل شو او د سویلي افریقا د زده کوونکو له سازمان  (SASO) او د تورپوستو وګړو له کنوانسیون سره یوځای شو. دا د دې لامل شو، چې په ۱۹۷۴ز کال کې د ۱۹۶۷ز کال د ټروریزم قانون د ۶مې مادې پر بنسټ د یوولسو میاشتو لپاره پر انفرادي بند محکوم شي، دا محکومېدل یې د فریلیمو د لاریونونو د تنظیمولو له امله و. په ۱۹۷۶ز کال کې د سویتو له ګډوډیو وروسته یو ځل بیا ونیول شو، چې د ټروریزم د قانون له مخې په جان ورسټر سیمه کې د شپږو میاشتو لپاره بندي و. له ازادېدو وروسته په جوهانسبورګ کې د څارنوالانو د شرکت حقوقي منشي شو او د سویلي افریقا له پوهنتون (UNISA) سره یې د مکاتبې له لارې خپلو حقوقي زده کړو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۸۱ز کال کې یې خپل تحصيلي سند ترلاسه کړ.

ولسمشري (۲۰۱۸ز کال  نه – تر اوسه)

رامافوسا د ۲۰۱۸ز کال په فبرورۍ کې د جیکوب زوما له استعفا وروسته، د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه له مخالفت پرته د سویلي افریقا د ملي شورا له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. رامافوسا د ولسمشرۍ په توینهیوس مېلمستون کې د لوی څارنوال موګوینګ موګوینګ له خوا لوړه وکړه.

کله چې رامافوسا ولسمشر شو؛ نو یوه ورځ وروسته په بازارونو کې سهام زیات شول، تر ۲۰۱۵ز کال پورې راند (د سویلي افریقا پولي واحد) لوړو پوړیو ته ورسېد او دولتي سهام هم ورسره لوړ شول.

رامافوسا د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ په ۱۶مه خپله لومړۍ وینا وکړه او دا لومړۍ ځل و، چې په ډیموکراټیکه سویلي افریقا کې یو ولسمشر پرته له مرستیاله د هېواد د حالت په اړه وینا کوي. رامافوسا د سویلي افریقا د اقتصادي ودې پر اړتیا، پر ګرځندویۍ، د ځوانانو پر کارموندنې او د کابینې پر راکمولو ټینګار وکړ. هغه د منډیلا د میراث د ژوندي ساتلو پر ارزښت هم تمرکز وکړ.

رامافوسا د ۲۰۲۰ز کال د AU په غونډه کې په افریقا کې له ازادې سوداګرۍ نه ملاتړ وکړ او دا یې د صنعتي کېدلو او په نړیوالو بازارونو کې د سویلي افریقا د ادغام لپاره لوی لامل وښود. رامافوسا د ۲۰۲۰ز کال د AU په غونډه کې دا هم وویل، چې جنیستي تشې باید له مینځه لاړې شي او جنسیتي نابرابرۍ ته دې د پای ټکی کېښودل شي.

سیاسي بشردوستي

رامافوسا د ۲۰۱۸ز کال د می په ۲۴مه په ښکاره اعلان وکړ، چې هغه به د خپل معاش نیمایي برخه (۳.۶ میلیون رانډ په کال کې) د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا په درناوي خیراتوي. هغه وویل، چې هدف یې د شتمنو وګړو هڅول دي، چې د خپل معاش یوه برخه د ملت جوړونې لپاره ځانګړې کړي. دا مالي مرسته د نیلسن منډیلا د بنسټ (NMF) له خوا مدیریت کېده.

شخصي ژوند

رامافوسا ډېر محرم شخص دی او د ژوند په اړه یې ډېر معلومات نشته. هغه مخکې له هوپ رامافوسا (۱۹۷۸ز- ۱۹۸۹ز) سره واده کړی و، چې یو زوی یې ترې درلود او بیا یې له سوداګرې نومازیزي متشوتشیسا سره واده وکړ (۱۹۹۱ز- ۱۹۹۳ز کلونه)، چې وروسته یې ترې طلاق واخیست. رامافوسا په ۱۹۹۶ز کال کې له ډاکټرې تشیپو موتسیپ سره واده وکړ، چې دا د سویلي افریقا د کان کیندنې د میلیاردر پاټریک موتسیپ خور وه. رامافوسا پینځه پېژندل شوي بچیان لري.

رامافوسا په سویلي افریقا کې تر ټولو بډایه کس دی، چې خالصه شتمني یې له ۴۵۰ میلیونه ډالرو نه اوړي او د افریقا فوربس او بلومبرګ مالي مجلو کې راڅرګند شوی دی.

رامافوسا د سیریل رامافوسا بنسټ، بنسټ اېښودونکی دی.

سیاست

شخصیت

سرچینې

Tags:

سیریل رامافوسا د ژوند لومړي کلونهسیریل رامافوسا ولسمشري (۲۰۱۸ز کال  نه – تر اوسه)سیریل رامافوسا سیاسي بشردوستيسیریل رامافوسا شخصي ژوندسیریل رامافوسا سیاستسیریل رامافوسا شخصیتسیریل رامافوسا سرچینېسیریل رامافوساانګلیسيسویلي افریقا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د داود جمهوري افغانستانکونړ ولايتمعلوماتکابل ولايتتاي ژبهپښتو اوسنى شعرعامه افکار څه ته وايي؟بانکنوټسوېلي امريکاحیاتي کیمیازده کړهکندهاراهل سنت او جماعتشاتو مچید نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهاسد الله غضنفرکورګانسینټ پیټرزبورګعددسل سوالونهنسيم حجازيامام الدين جمعه دينتکبرد راتلونکي څېړنېدويمه نړېواله جګړهلایوش کشوتښوونکیاقتصادي ستونزهد افغانستان باندنۍ اړيکېپاچا گل وفادارد انګلستان دویم جېمزد افغانستان ولايتونهد ښکلا کاریال راښکته کولد هیوادونو نوملړتقاعددرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)عبدالله بختانی خدمتگارکاناډاانځور خبرياليد چین لوی دیوالطبيعتکابلبانکتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟رېږدلهکرنهu9ly0د افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)د پښتو ژبې ليکنښېزمریمالېزياامیر حمزه خان شینواری- پښتو غزل بابا- مرثیهژوندچندړمصنوعي ځيرکتیامتلونهد افغانستان سيندونهد تسبيح لمونځد انټرنټ تاریخوچکۍ تبه (محرقه)بست کلاد ښځو نړیواله ورځاوتو فون بیسمارکهډوکیاختصاصي مجازي شبکهآنتونیو د الیویرا سالازارميدان وردگ ولايتمعلوماتي ټیکنالوژيانا بورکوسکابوټپوهنه🡆 More