کویډ–19

کرونا وایرس (کویډ–COVID-19, 19) یوه ناروغي ده چې د وایرس په واسطه رامینځته کیږي او د یوه شخص نه بل شخص ته انتقالیدی شي.

هغه وایرس چې د کویډ–19 لامل کیږي نوی کرونا وایرس دی چې په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی. د کویډ–19 علایم د خفیف (یا هیڅ علایم نه درلودل) نه نیولي تر شدید ناروغۍ پورې کیدی شي.

کویډ–19
د میکروبونو د خپریدو مخنیوی
کویډ–19
کرونا وایرس کویډ–19

تاسې د کویډ–19 لرونکي شخص سره د نږدې اړیکې (شاوخوا 6 فټ یا دوه لاسه فاصله) له امله پدې وایرس اخته کیدی شئ. کویډ–19 اساسآ د انسان نه انسان ته انتقالیږي. کله چې پدې وایرس اخته کس ،ټوخی پرنجی وکړي یا خبرې کوي نو د تنفسي څاڅکو څخه یې تاسې ورباندې اخته کیدی شئ. که چیرې تاسې کوم داسې سطحه یا شی لمس کړئ چې دا وایرس ورباندې موجود وي او بیا لاس خولې پزې یا سترګو ته ویسئ نو هم پدې وایرس اخته کیدی شئ.

اوسمهال د کویډ–19 پروړاندې د خوندیتوب هیڅ واکسین شتون نلري. د خپل ځان ساتنې ترټولو غوره لاره دا ده چې د کویډ–19 لامل کیدونکي وایرس سره مخ کیدو نه ځان وساتئ. د امکان تر حد پورې په کور کې پاتې شئ او د نورو خلکو سره د نږدې کیدو نه ډډه وکړئ. په عمومي ناستو کې د ټوټې ماسک نه کار واخلئ پدې توګه چې پزه او خوله مو پوښل شوې وي. لمس کیدونکې سطحې په مکرر ډول پاکې کړئ او د عفونیت ضد یې کړئ. خپل لاسونه ډیر ځلهلږترلږه 20 ثانیی په صابون او اوبو ومینځئ یا د الکولو لرونکي د الکولو لاس پاکونکي داسې موادو (سنیټایزر) سره خپل لاسونه پاک کړئ چې لږترلږه 60% الکول الکول.

کله چې ممکن وي د خوراکي توکو او درملو ،پیرود ډاکټر ته ورتګ او بانکي فعالیتونه آنلاین بشپړ کړئ. که اړ یې چې شخصآ ،ورشئ لږترلږه 6 فټ د نورو نه لیرې اوسئ او هغه شیان د عفونیت ضد کړئ چې باید لمس یې کړئ. شیان او خواړه کور ته وغواړئ او د امکان تر حد پورې شخصآ اړیکه محدود کړئ.

که ناروغ یې په کور کې پاتې ،شه په استثنا د طبي پاملرنې ترلاسه کول. د عامه ،ټرانسپورټ ګډ موټر یا ټیکسي د کارولو نه ډډه وکړئ. په خپل کور کې د نورو خلکو او ژویو (حیواناتو) نه ځان جلا کړئ . د کویډ–19 لپاره کومه ځانګړې درملنه شتون ،نلري مګر کولی شې د علایمو د له مینځه وړلو کې مرستې لپاره طبي پاملرنه وغواړې. که طبي توجه ته اړتیا ،لرې دمخه تلیفون وکړه.

هرڅوک په کویډ–19 اخته کیدو خطر سره مخ دی. د پاخه عمر لرونکي خلک او نورې جدي ناروغۍ لرونکي د هر عمر خلک د دې وایرس له امله د لاډیر شدید ناروغۍ لوړ خطر سره مخ دي.

اعراض او علايم

تبه د کوويډ-۱۹ ناروغي ترټولو عام عرض ده، مګر په شدت او راڅرګندېدلو کي ډېر توپير لري، په ځينو زړو، کمزوري معافيت لرونکو يا وخيمو ناروغانو کي تبه هیڅ موجوده نه وي. د يوې څېړني په اساس ۴۰٪ هغو ناروغانو چي روغتون ته يې مراجعه کړي وه تبه درلوده، په داسي حال کي چي ٪۸۹ ناروغانو د بستر پر مهال تبه سخته شوي وه. کمزوري تبه ددې دليل نه شي کېدای چي ناروغ په ويروس نه دی اخته.

نور عام اعراض يې ټوخی، د اشتها نشتوالی، سالنډي، بلغم، او د عضلاتو او بندونو درد دي. د زړه بدوالی، خواګرځېدل، او اسهال په مختلفو فيصديو شتون لري. لږ عام اعراض عبارت دي له پرنجی، د پوزي بهېدل، د ستوني درد، او د پوستکي اندفاعات. په چين کي په لومړيو کي ځيني پېښي يوازي د سينې له سختوالي او د زړه له ټکان سره راڅرګند شول.

د بوی د حس کموالی او په خوند کي اختلال شايد شتون ولري. د سويلي کوريا٪۳۰ تاييد شويو ناروغانو د بوی حس نه درلود. لکه څرنګه چي په نورو انتاني ناروغيو کي د اخته کیدو نه د اعراضو تر ظهور پوري يو څه وخت موجود وي چي د انتان د تفريح دوره ورته وايي، د کوويډ-۱۹ د تفريح دوره معمولا پنځه يا شپږ ورځي وي مګر له دوو تر څوارلسو ورځو تغير کولای شي. تقريباً لس فيصده پيښي له دې زيات وخت نيسي. د ناروغي د تشخيص لپاره لومړی څيز د ناروغي سرعت ده. ناروغي شايد د مختلفو اعراضو په واسطه ښکاره شي مګر کله کله سالنډي هم ورسره وي. سالنډي معمولاً له لومړيو اعراضو څو ورځي وروسته رامنځته کېږي. هغه سالنډي چي له تبي او ټوخي سره يوځای راڅرګندېږي زياتره د کوويډ-۱۹ څخه د تشویش له امله وي.

د ناروغي ډېري وخيمي ورځي هغه دي چي سالنډي په کي رامنځته شي. په کمه کچه پېښي د پام وړ اعراض نه ښکاره کوي. دغه غير عرضي ناروغان نه معاينه کېږي او د ناروغي په انتقال کي ددوئ رول پوره څرګند نه دی.

لومړني شواهد ښيي چي دوی شايد د ناروغي په انتقال کي برخه واخلي. د [[۱]] په جون کي دWHO وياندي وويل چي د غير عرضي ناروغانو څخه د ناروغي انتقال ډېر نادر دی. په بله ورځ WHO څرګنده کړه چي دوی د غير عرضي لپاره تنګ تعريف کړی کوم چي مخکي له عرضه او د کمزورو اعراضو ناروغان نه په کي رانغاړي.

ناروغي٪۴۱ د غير عرضي ناروغانو لخوا انتقالېږي. يعني د اعراضو له راڅرګندېدو بغير ناروغي انتقالېږي.

انتقال

کوويډ-۱۹ ناروغي د خلکو تر منځ د نژدې تماس له لاري انتقالېږي. روغ شخص د اخته شخص لخوا د ټوخي، پرنجي، خبرو يا سندرو پر مهال تولید شوي کوچني څاڅکي تنفس کړي. نړيوال روغتيايي سازمان WHO د خلکو ترمنځ يو متر او د متحده ايالاتو CDC د دوو مترو فاصلې د ساتلو توصیه کوي.

اعراض لرونکي ناروغان په چټکۍ ويروس خپروي مګر د اعراضو له پيل څخه دوه ورځي مخکي هم ناروغي خپرولای شي. دوی په متوسطو پېښو کي تقريباً دوولس ورځي او په شديدو پېښو کي دوه اونئ منتن پاته کېږي.

کله چي منتن څاڅکي په غولي يا سطحه ولوېږي دوی معمولاً لږ انتان خپرونکي دي چي خلک د منتنو سطحو له تماس وروسته له خپلي خولې، پزي يا سترګو سره نامينځل شوي لاسونه ولګوي. په سطحه باندي د فعالو ويروسونو اندازه د وخت په تېرېدو سره کمېږي تر دې چي نور د ناروغي رامنځته کولو وړتيا له لاسه ورکړي. سطحه د ويروس د خپرولو يوازينئ لار نه ده.

دا لاتراوسه نه ده څرګنده شوي چي په سطحه څومره ويروسونو ته اړتيا ده تر څو ناروغي رامنځته کړي، مګر دا معلومه شوي ده چي په مس درۍ ساعته، په مقوا کاغذ تر يوې ورځي، او په پلاستيک(پولي پرو پيلين) او زنګ ضد فولادو(AISI 304) تر دريو ورځو پاته کېدای شي. سطحي د کورنیو انتان ضد توکو په واسطه په اسانئ سره غير منتني کېږي کوم چي د بدن څخه بهر ويروس وژني.

د انتان ضد توکو استعمال د کوويډ-۱۹ لپاره علاج نه دی که په صحيح ډول استعمال نه شي د روغتيايي ستونزو لامل کېدای شي، د بېلګي په توګه که د انسان د بدن په داخل کي استعمال شي. بلغم او ناړي په زياته پيمانه ويروسونه لري. که څه هم کوويډ-۱۹ د جنسي اړيکو له لاري نه انتقالېږي خو د ښکلولو، نژدې تماس او د مقعد-خولې لارو څخه انتقالېږي. ځيني طبي پروسيجرونه په هوا کي د ذراتو شيندونکي خواص لري د ويروس انتقال ته زمينه برابروي.

کوويډ-۱۹ يوه نوي ناروغي ده د خپرېدو په هکله يې زياتره معلومات تر څېړنو لاندي دي. له انفلونزا نه په اسانۍ خو له شري نه سخته خپرېږي. هغه کسان چي له يوه اخته کس څخه ويروس اخلي(R0) شمېر يې متفاوت دی. WHO په پيل کيR0 اندازه [[۲]] اټکل کړي وه. که څه هم اوسنۍ څېړني ښيي که کنترول نه شي دR0 اندازه په متوسطه توګه ۲.۷۹ کېدای شي.ويروس شايد د مور په شيدو کي وموندل شي مګر دا لاتراوسه نه ده څرګنده چي د ماشوم ته د انتقال وړ ده يا نه.

ویرولوژي

(SARS-CoV-2) ويروس يو نوی ويروس ده چي د لومړي ځل لپاره په هغو دريو تنو کي تشخيص شو چي په اوهان ښار کي له خپري شوي حادي تنفسي ناروغئ سره يې تړاو درلود.

نوی کورونا ويروس د مخکينيو کرونا ويروسونو په شان ځانګړتياوي لري. د انسان له بدن څخه بهر ويروس د کورنيو انتان ضد توکو په واسطه وژل کېږي، کوم چي د ويروس ساتونکی پوښ له منځه وړي.

سارس کوويډ-۲ ويروس له اصليSARS-CoV سره ډېر ورته دی. داسي فکر کيږي چي دغه ويروس حيواني منشأ لري. جينيتيکي څېړني ښيي چي نوی کورونا ويروس د بيتا کورونا ويروس په جنس، او د اسمان څکالي نه اخيستل شوو دوو نورو نوعو سره يوځای د ساربيکو ويروس په سب جنس پورې اړه لري.د آسمان څکالي له نورو کورونا ويروسونو له نمونو سره٪۹۶ ورته والی لري. د [[۳]]ز په فبروري کي چينايي څېړونکو وموندله چي دpangolin او انسان د کورونا ويروس ترمنځ دS پروټين په ډومين کي يوازي د يوه امينو اسيد توپير شتون لري.

که څه هم د مکمل جينوم له څېړني وروسته معلومه شوه چي د پنګليون  pangolin د کورونا ويروس او دSARS-CoV-2 ترمنځ له٪۹۲ زيات جينيتيکي مواد يو ډول دي. کوم چي ددې ادعا د ثبوت لپاره کافي نه دي چي پنګليون د يو بين البيني کوربه وي.

اختلاطات

اختلاطاتو کي شايد سينه بغل، حاد تنفسي عدم کفايې سنډروم(ARDS)، څو-غړييز عدم کفايه، سپټيک شاک او مړينه شامل دي. قلبي وعايي اختلاطاتو کي د زړه سکته، اريتميا، د زړه التهاب او د ويني علقه کېدنه شامل دي.

تقريباً له٪۲۰-٪۳۰ هغه ناروغان چي د کوويډ-۱۹ ناروغي لري د ځګر د انزايمونو زياتوالی يې درلود چي د ځګر په ناروغي دلالت کوي. عصبي اختلاطات يې عبارت دي له عصبي حمله، سکته، اينسپاليټيس، اوGuillain–Barré syndrome څخه.

د انتان په تعقيب ماشومانو کي شايد د ماشومانو څو سستميز التهابی سنډروم رامنځته شي، کوم چي Kawasaki disease ته ورته اعراض لري، چي مرګوني کیدای شي.

سرچینې

Tags:

کویډ–19 اعراض او علايمکویډ–19 انتقالکویډ–19 ویرولوژيکویډ–19 اختلاطاتکویډ–19 سرچینېکویډ–19

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ويټامينپه افغانستان کې د اپينو توليداسلامي دولت – خراسان ولایتد افغانستان سيندونهلوګیريزيند احد غزااکدي سارګوند وارسا تړوندخاورې تخريب دمخنيوي لپاره دتراسونو نو اهميتانور ساداتاوتو فون بیسمارکډونالډ ټرامپفرانسهد یونانيانو نسل وژنهډیورنډ کرښه رسمي نه دهد افغانستان ژبېسړه جګړهمنرالونهجنتويکيمېډيا بنسټپه قران کریم کې د ښځو یادونهد حماس اسلامي غورځنگلونګۍد امریکا متحده آیالاتونهتجويدخوست ولايتويکيپېډياپرانيستې سرچينې استخباراتد ویتنام جګړهشپږ کتابونهپښتو /ی/ ګانيدپارکونو ډولونهستورپوهنهمايکروسافټ وېنډوزابو حنيفه (امام اعظم)هولينیو مکسیکوطبيعتکمپیوټر ساینسمولانا بجلی ګهرد وېلس برججوارخلافتمولانا جلال الدين محمد بلخيسنن ابن ماجههېوادملګري ملتونهپه افغانستان کې د آی اس آی فعالیتونهمائو تسه تونګبغلان ولايتسپين غرختيځه اروپایوزنېټماډيولاختصاصي مجازي شبکهسمبالښتمېلټون فرايډمېنسل سوالونهسترگهروسي ژبهعرضهپلان جوړونهپولينډي ژبهنيويارکسردار محمد يوسف خانمعلوماتستالینېزم🡆 More