د سوزاک یا د تشو متیازو په نالۍ کې د سوزش پیدا کېدل یوه تکلیفوونکې ناروغي ده، چې د نارینهو په نسبت په ښځينهو کې زیاته وي.
د نویو څېړنو له مخې د دغې ناروغۍ اسانه علاج د زیاتو اوبو څښاک کې دی.
په امريکا کې د یوې نوې تر سره شوې څېړنې له مخې ، سوزاک د متیازو نالۍ کې ځېنې باکتریاو د راپیدا کېدلو له امله رامنځ ته کېږی، چې د مخنیوي له پاره يې تر ټولو اسانه لار د یو لېټر زیاتو اوبو څښل دي.
څېړنه کې راغلي چې د غه ناروغي په مثانه کې د ځینو باکتریاوو د راپیدا کېدو له امله رامنځ ته کېږي چې وروسته د متیازو نالۍ ته سرایت کوي. دغه باکتریا باید له مثانې څخه ژر تر ژره ووېستل شي. زیاتې اوبه د دې سبب کېږي چې دغه باکتیریاوې په متیازو کې له ځان سره خارجې کړي.
پر دې سربېره د زیاتو اوبه څښل د ګردې له ګڼو ناروغیو څخه د ځان خوندي ساتلو کې هم مهم رول لوبوي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سوزاک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.