د وینې ګروپ د وینې داسې ډلبندي یا طبقهبندي ده چې د وینې د سرو کرویاتو په سطحه کې د انټي باډي او ارثي انټیجنیک موادو د موجودیت او نه موجودیت له مخې ترسره کېږي.
دا انټيجینونه د وینې د ګروپ سیستم ته په کتو سره ښايي پروټینونه، کاربوهایډرېټونه، ګلایکوپروټینونه، یا ګلایکولیپیډونه وي. ځینې دغه انټيجینونه د بېلابېلو نسجونو د حجرو د نورو ډولونو پر سطحه هم موجود دي. د وینې د سرو کرویاتو د سطحي یو شمېر دغه انټيجنونه ښايي له یوه الیل (یا د یوه جين له بدیلې بڼې) څخه سرچینه واخلي او په ټولیز ډول د وینې د ګروپ سیستم جوړ کړي.
د وینې ګروپونه ارثي دي او د یوه کس د مور او پلار دواړو ونډه یا مشارکت څرګندوي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې د وینې د ټرانسفیوژن یا انتقال د نړیوالې ټولنې لهخوا د انسان د وینې د ګروپ ټول ۴۳ سیستمونه پېژندل شوي دي. د وینې د ګروپ دوه مهم سیستمونه ABO او Rh دي؛ دا سیستمونه د وینې د انتقال د مناسبوالي لپاره د یوه کس د وینې ډول معلوموي (لکه A، B، AB او O، او + یا – یې د RhD حالت څرګندوي).
د وینې د ګروپ ABO سیستم دوه داسې انټيجینونه او دوې داسې انټي باډۍ لري چې د انسان په وینه کې موندل کېږي. دغه دوه انټيجینونهA انټيجین او B انټيجین دي؛ او دوې انټي باډۍ یې بیاA انټي باډي او B انټي باډي دي. انټيجینونه د وينې په سرو کرویاتو کې او انټي باډۍ بیا په سيروم (د وینې په مایع یا اوبلنه برخه) کې موجودې دي. د وینې د انټيجین خاصیت ته په کتو سره ټول انسانان په څلورو ګروپونو وېشلی شو. هغه چې انټيجین یې A دی (A ګروپ)، هغه چېB انټيجین لري (B ګروپ)، هغه چې دواړه یعنې A او B انټیجینونه لري (د AB ګروپ) او هغه کسان چې هېڅ انټيجین نه لري (د O ګروپ) دی. انټي باډۍ له انټيجینونو سره یوځای په لاندې ډول موندل کېږي:
د ورته یا مشابه انټيجین او انټي باډي تر منځ د نښلولو یا اګلوټينېشن غبرګون موجود دی (مثلاً؛A انټيجین A انټي باډي نښلوي اوB انټيجین بیاA انټي باډي نښلوي). په دې توګه، د وینې انتقال (ټرانسفیوژن) تر هغه پورې خوندي ګڼل کېدای شي چې د ترلاسه کوونکي سیروم د ورکوونکي د وینې د کرویاتو د انټيجینونو لپاره انټي باډي ونه لري.
د وینې د ګروپ ABO سیستم د انسان د وینې په انتقال کې د وینې د ګروپ تر ټولو مهم سیستم دی. دA ضد اوB ضد اړوندې انټي باډۍ معمولاً د امیونوګلوبولین M انټي باډۍ دي چې اختصار یې IgM دی. داسې انګېرل کېږي چې د ABO IgM انټي باډۍ د ژوند په لومړیو کلونو کې د خوړو، باکتریاوو او ویروسونو په څېر چاپېریالي موادو سره د حساسیت له لارې تولیدېږي، که څه هم د وینې د ګروپ د مطابقت قواعد د نویو زیږېدلو ماشومانو لپاره د یوې عملي مادې په توګه پلي کېږي. اصلي اصطلاحات چې کارل لینډسټینر په ۱۹۰۱ کال کې د طبقه بندۍ لپاره کارولي دي هغه A/B/C وو؛ په وروستیو نشریاتو کې "C"پر "O" بدله شوه. د O ګروپ ډېری وخت په نورو ژبو کې د 0 (صفر، یا بې اغېزې ګروپ) په نامه هم یادېږي.
د وینې د ګروپ Rh سیستم د انسان د وینې په انتقال کې د وینې د ګروپ دوهم خورا مهم سیستم دی چې اوس مهال ۵۰ انټيجینونه لري. تر ټولو مهم Rh انټيجین د D انټيجن دی، ځکه چې دا د پنځو اصلي Rh انټيجینونو د معافیت د سیستم عکس العمل تحریکوي. د Dمنفي اشخاصو لپاره دا معموله ده چې د D IgG یا IgM ضد انټي باډي ونه لري، ځکه چې د D ضد انټي باډي معمولاً د چاپېریالي موادو پر وړاندې د حساسیت له لارې نه تولیدېږي. D منفي اشخاص تر یوې حساسې پېښې وروسته د IgG ضد D انټي باډي تولیدولی شي: دا ښايي د امېندوارۍ په جریان کې له جنین څخه د جنین د وینې انتقال یا کله ناکله له D مثبت RBC سره د وینې په لېږد کې وي. په دغو مواردو کې د Rh ناروغۍ رامنځته کېدای شي. د Rh منفي وینې ګروپونه د اسیا په خلکو کې (۰.۳ سلنه) دي چې د اروپا د خلکو (۱۵ سلنه) په پرتله ډېر لږ معمول دي.
د Rh(D) انټيجین موجودیت یا نه موجودیت د + یا − نښان په مرسته مشخصېږي. د بېلګې په توګه،A− ګروپ د ABO د سیستم A ډول دی او د Rh (D) انټيجین نه لري.
د وینې ټرانسفیوژن د هېماټولوژۍ یوه تخصصي څانګه ده چې د وینې د ګروپونو له څېړنې سره تړاو لري. دا د وینې د بانک د کار تر څنګ د وینې د نورو محصولاتو لپاره د انتقال خدمات وړاندې کوي. په ټوله نړۍ کې د وینې محصولات باید د طبي ډاکتر (د جواز لرونکي ډاکتر یا جراح) لهخوا د درملو په څېر تجویز شي.
د وینې د بانک معمول کار د وینې د ورکوونکو او اخیستونکو د وینې معاینه کول دي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د وینې هر ترلاسه کوونکي ته د هغه له وینې سره مطابق او د امکان تر کچې خوندي وینه ورکول کېږي. که د وینې یو غیر مطابق واحد د وینې د ورکوونکي او اخیستونکي تر منځ انتقال شي، د هیمولیسس (د وینې د سرو کرویاتو تخریب) په ګډون د شدید هیمولایټیک غبرګون، د پښتورګو د کار پرېښودو، شاک او مړینې احتمال موجود دی.
د امېندوارې ښځې جنین ښايي د وینې داسې ډول ولري چې د هغې د وینې له ډول سره توپیر لري. عموماً دا یوه داسې موضوع ده چې که جنین له Rh- لرونکې مور او Rh+ لرونکي پلار څخه وي او جنین د پلار په څېر Rh+ وي، په دغو حالتونو کې مور د ایمیونوګلوبولین جي د وینې ګروپ انټي باډي جوړولی شي. دا هغه وخت پېښېږي چې د جنین د وینې ځینې حجرې د مور د وینې جریان ته ننوځي (مثلاً د زیږون پر مهال د جنین کوچنۍ خونرېزي) یا کله ناکله د درملنې په موخه وینه ترزیق شي. دا ښايي په اوسنیو یا راتلونکو امېندواریو کې د Rh ناروغۍ یا د نوي زیږېدلي ماشوم هیمولایټیک ناروغۍ نور ډولونه رامنځته کړي. کله ناکله دا د جنین لپاره وژونکي وي؛ په دغو حالاتو کې دې ته د جنین هایډروپس یا د جنین پړسوب ویل کېږي. که یوه امېندواره ښځه د D ضد انټي باډي ولري، د جنین د Rh وینې ډول د مور په پلازما کې د جنین د DNA د تحلیل په مرسته معاینه کېدای شي تر څو د Rh ناروغۍ جنین ته د خطر ارزونه وکړي. د شلمې پېړۍ د درملو یو لوی پرمختګ د دې ناروغۍ مخنیوی و چې د D منفي میندو لهخوا د Rho(D) معافیتي ګلوبولین په نامه له ترزیق کېدونو درملو سره یې دD ضد انټي باډۍ رامنځته کېدو مخه ونیوله. د وینې له ځینو ګروپونو سره تړلې انټي باډۍ د نوي زیږېدلي ماشوم د شدیدې هیمولایټیک ناروغۍ لامل کېدای شي، نور یوازې د نوي زیږېدلي ماشوم د متوسطې هیمولایټیک ناروغۍ لامل کېږي او ځينې نور هغه نه دي پېژندل شوي چې د نوي زیږېدلي ماشوم د هیمولایټیک ناروغۍ لامل کېږي.
د وینې د پلازما مطابقت د وینې د سرو کرویاتو د مطابقت برعکس دی. د AB پلازما ډول نه د A ضد او نه د B ضد انټي باډي لري او د وینې د هر ګروپ اشخاصو ته ورکول کېدای شي؛ خو د AB ډول ناروغان یوازې د AB پلازما ډول ترلاسه کولی شي. د O ډول دواړه انټي باډۍ لري، نو د O د وینې ګروپ خلک د وینې له هر ګروپ څخه پلازما ترلاسه کولی شي، خو د O پلازما یوازې د O ډول اخیستونکي کارولی شي.
د وینې ګروپونه د لومړي ځل لپاره اتریشي ډاکتر «کارل لینډسټینر» کشف کړل چې د ویانا پوهنتون (اوس د ویانا طبي پوهنتون) په پتالوژي - اناتومیک انستېتیوت کې یې کار کاوه. ده په ۱۹۰۰ کال کې ومونده چې د بېلابېلو خلکو وینې سیروم (د وینې مایع یا اوبلنه برخه) په ټېسټ ټیوبونو کې د مخلوط کېدو په صورت کې له یو بل سره سرېښېږي او نه یوازې دا بلکې د ځینو انسانانو وینه هم د څارویو له وینې سره سرېښېږي.
د ختیځې اسیا په هېوادونو کې (په ځانګړي ډول په جاپان او سوېلي کوریا) کې یو مشهور نیمه علمي باور موجود دی چې د یوه کس د وینې ABO ګروپ د هغه شخصیت، کرکټر او له نورو سره مطابقت اټکلوي. څېړونکي وايي چې د وینې ګروپ د شخصیت د طبقهبندۍ لپاره هېڅ علمي اساس نه لري. څېړنو د "شخصیت او د وینې د ګروپ" تر منځ کومه مهمه اړیکه نه ده موندلې، له همدې امله دا تیوري منسوخه ده او دا پایله په لاس راکوي چې شخصیت د وینې له ګروپ سره هېڅ کومه اړیکه نه لري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د وینې ګروپ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.