د بریتانیا سترواکي له بېلابېلو واکمنیو، مستعمراتو، تر ملاتړ لاندې هېوادونو، واکمنیو او یو شمېر نورو هغو هېوادونو څخه جوړه شوې وه، چې د بریتانیا او دغه راز د بریتانیا د مخکنیو دولتونو په وسیله اداره کېدل.
دا سترواکي د ۱۶ ز پېړۍ په وروستیو کلونو او د ۱۸مې ز پېړۍ په لومړیو کلونو کې د بریتانیا یا انګلستان هېواد په وسیله له دې هېواده د بهر شتمنو او سوداګریزو پوستونو په اساس پیل شوه. دا سترواکي د خپل عروج او اوج په وخت کې د تاریخ تر ټولو ستره او لویه سترواکي وه او له یوې پېړۍ څخه زیاته موده د نړۍ تر ټولو ستر ځواک بلل کېده. تر ۱۹۱۳ ز کاله پورې د بریتانیا سترواکي په ۴۱۲ میلیونه وګړو، یعنې په هغه وخت کې د نړۍ په ۲۳ سلنه نفوس باندې حاکمیت درلود او تر ۱۹۲۰ ز کاله پورې یې ۳۵،۵۰۰،۰۰۰ کیلومتره مربع (۱۳،۷۰۰،۰۰۰ مایل مربع) مساحت تر خپل پوښښ لاندې راوستی و، چې د ټولې ځمکې ۲۴ سلنه مساحت بلل کېږي. له همدې امله د بریتانیا سترواکۍ قانوني، حقوقي، ژبني او فرهنګي میراثونو شمېر ډېر زیات او ساحه یې پراخه ده. د بریتانیا سترواکي د خپل اوج په زمانه کې په داسې سترواکۍ ستایل شوې، چې «د بریتانیا سترواکي هومره پراخه وه، چې لمر به هېڅکله په دې سترواکۍ کې غروب نه کاوه» ځکه چې د ځمکې دومره پراخه برخه یې تر کنټرول لاندې وه، چې هرومرو به د دې سترواکۍ په یوه سیمه کې لمر ځلېده.
برېتانيا سترواکي | |
---|---|
بنسټ ايښودنه | ۱ی جنوري ۱۵۸۳ |
رسمي نښه | British Empire |
Participant in | Battle of the Lys |
Official language | انگليسي |
لويه وچه | افريقا، امريکا لويه وچه، آسيا، اروپا، اقيانوسيه |
هېواد | برېتانيا |
پلازمېنه | لندن |
کوارډينېټي موقعيت | |
Basic form of government | constitutional monarchy |
د وگړو شمېر | ۶۸۰٬۰۰۰٬۰۰۰ |
Currency | pound sterling |
Shares border with | روسي سترواکي |
واک ورپاته کيدنه له | English overseas possession |
Language used | انگليسي |
Dissolved, abolished or demolished date | ۱ی جنوري ۱۹۹۷ |
سيمه | ۳۷٬۲۰۰٬۰۰۰ کیلومتره مربع |
Flag | Union Jack |
Coat of arms | royal coat of arms of the United Kingdom |
Economy of topic | economy of the British Empire |
Demographics of topic | demographics of the British Empire |
د اکتشافاتو او نوښتونو دورې یعنې د ۱۵مې او ۱۶مې پېړۍ په لړ کې پرتګال او هسپانیا په نړۍ کې د اروپایي کشفیاتو مخکښان او سرلاري و او په دې بهیر کې یې له خپلو هېوادونو بهر لویې سترواکۍ رامنځته کړې. انګلستان، فرانسې او هالند د دې سترواکیو په وسیله د تولید شوې پراخه اندازه شتمنۍ په وړاندې حسادت او بخیلي وکړه، چې له همدې امله یې د آمریکا او آسیا په قاره کې د مستعمرو او سوداګریزو شبکو رامنځته کول پیل کړل. په ۱۷مه او ۱۸مه ز پېړیو کې له هالنډ او فرانسې سره یو شمېر جګړو د شمالي آمریکا په برخه کې انګلستان (بریتانیا؛ په ۱۷۰۷ ز کال کې له سکاتلند سره د اتحادیې تر قانون وروسته) په ځواکمن او غالب استعماري ځواک بدل کړ. بریتانیا د شرقي هند اړوند کمپنۍ په وسیله د پلاسي Plassey جګړې په لړ کې د بنګال مغول تر فتح کولو وروسته په ۱۷۵۷ ز کال د هند په نیمه وچه کې په ځواکمن قدرت بدل شو.
د امریکا د خپلواکۍ جګړه د دې لامل شوه، چې آمریکا د شمالي آمریکا په برخه کې خپل یو شمېر تر ټولو لرغوني او ډېر نفوس لرونکي مستعمرات په ۱۷۸۳ ز کال کې له لاسه ورکړي. تر دې وروسته د بریتانیا پام د افریقا او آرام سمندر لور ته واوښت. د ناپلئون په جګړو (۱۸۰۳ – ۱۸۱۵ ز کلونه) کې د فرانسې له ماتې وروسته، بریتانیا د ۱۹مې پېړۍ د اصلي سترواکۍ او سمندریز ځواک په توګه راڅرګنده شوه او د خپلې سترواکۍ اړوند برخې او شتمنۍ یې پراخې کړې. له ۱۸۱۵ څخه تر ۱۹۱۴ ز کلونو پورې د نسبي سولې دوره وه، چې په دې موده کې د بریتانیا سترواکي په نړیواله واکمني او نړیواله هژموني بدله شوه او وروسته بیا دا هژموني د «پاکس بریتانیکا Pax Britannica – د بریتانیا سوله» په توګه تشریح شوه. هغه رسمي کنترول چې بریتانیا په خپلو مستعمراتو درلود د هغه رسمي کنترول ترڅنګ، دې سترواکۍ د نړیوالې سوداګرۍ په لویه برخه هم واکمني درلوده او دا په دې معنی و، چې دې سترواکۍ په ډېره مؤثره او اغېزمنه توګه د ګڼ شمېر سیمو لکه د آسیا او لاتیني آمریکا اقتصاد یې هم په خپل کنټرول کې درلود. د سپین پوستو کډوالو مستعمرو ته یې د خپلواکۍ لوړې درجې ورکړل شوې، چې یو شمېر یې د ډومنیون یا واک لرونکو مستعمراتو په توګه ډلبندي شول.
آلمان او د امریکې متحده ایالتونو د شلمې پېړۍ په پیل کې د بریتانیا د افتصادي پرمختګ مخنیوي هڅې پیل کړې وې. د بریتانیا او آلمان ترمنځ نظامي او اقتصادي کړکیچونه د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل اصلي لاملونو له ډلې څخه و، چې د دې په لړ کې بریتانیا ډېره زیاته په خپلې سترواکۍ باوري او ډاډه وه. دې جګړې د بریتانیا په نظامي او مالي سرچینو او دغه راز انساني ځواک باندې ډېر زیات فشار راوست. که څه هم دې سترواکۍ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سمدلاسه د خپلې ځمکنۍ پراختیا تر ټولو لویې کچې ته لاسرسي پیدا کړ او بریتانیا تر دې وروسته د نړۍ ځواکمن صنعتي یا نظامي قدرت و. په دویمه نړیواله جګړه کې، د آسیا په شرقي برخه او دغه راز جنوب ختیځه آسیا کې د بریتانیا مستعمرې د جاپانیانو اړوند سترواکۍ په وسیله اشغال شوې. د بریتانیا او د هغو اړوندو متحدینو وروستۍ بریا سربېره د بریتانیا اعتبار او نوم ته رسیدلي زیان د یادې سترواکۍ اړوند اصولو په له منځه وړو کې مرسته وکړه. هند چې د بریتانیا د سترواکۍ تر ټولو ارزښتمنه او ډېر نفوس لرونکې شتمني وه، دې وخت کې یې د استعمار له منځه وړو د یو لوی خوځښت په توګه یې خپلواکي ترلاسه کړه، چې بریتانیا پکې د سترواکۍ زیاتره سیمو ته خپلواکي ورکړه. په ۱۹۵۶ ز کال کې د سویز ناورین د یو نړیوال قدرت په توګه د بریتانیا نړېدل تایید کړل او د ۱۹۹۷ ز کال د جولای میاشتې په ۱ نېټه چین ته د هانګانګ لېږدېدو د زیاتره هېوادونو لپاره د بریتانیا د سترواکۍ د ختمېدو زیری ورکړ. شاوخوا ۱۴ بهرنۍ سیمې د بریتانیا تر حاکمیت لاندې پاتې دي. له خپلواکۍ وروسته د بریتانیا سترواکۍ زیاتره مخکینۍ مستعمرې له مشترک المنافع ټولنې یعنې د خپلواکو هېوادونو آزادې ټولنې سره یوځای شول او د بریتانیا په شمول ۱۵ پاتې هېوادونه یې یوه مشترک او عام پاچا ساتي، چې دویمه ملکه الیزابت ده.
د بریتانیا د سترواکۍ سرچینه او اصل هغه وخت رامنځته شو، کله چې انګلستان او سکاټلند جلا پادشاهۍ وې. په ۱۴۹۶ ز کال کې د انګلستان پادشاه اووم هنري له هیواده بهر برخه کې د هسپانیا او پرتګال د بېلابېلو اکتشافاتو او بریالیتوبونو په لیدو سره، جان کابوت دېته وګوماره ترڅو د شمالي اتلانتیک له لارې آسیا ته شمال لویدیزه لاره کشف کړي. کابوت د کریستف کولمب له لومړي سفر څخه پنځه کاله وروسته ییعنې ۱۴۹۷ ز کال کې کیښتۍ واخیسته او د نیوفاندلند ساحل ته ورسېد، هغه فکر کاوه چې آسیا ته رسېدلی دی او د مستعمرې رامنځته کولو لپاره یې هیڅ کوښښ او هڅه و نه کړه. کابوت په بل کال بیا د امریکې قارې ته سفر وکړ؛ خو بیا هیڅکله له دې سفر څخه بېرته را و نه ګرځېد او هېڅ معلومه نه شوه چې په هغه او د هغه په کیښتیو باندې څه وشول.
د شهزادګۍ لومړۍ الیزابت د سلطنت تر وخته، یعنې د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د امریکا په قاره کې د انګلیسي مستعمرو رامنځته کولو لپاره هیڅ ډول بله هڅه ترسره نه شوه. په همدې توګه په ۱۵۳۳ ز کال کې د اتم هنري قانون یا اساسنامې د استیناف د بندیز په هکله داسې اعلان کړی و، چې «دا د انګلستان واکمني یوه سترواکي ده». د پروتستان اړوندو اصلاحاتو انګلستان او کاتولیکي هسپانیا د یو بل په سترو دښمنانو بدل کړل. لومړۍ الیزابت په ۱۵۶۲ ز کال کې جان هاوکینز او فرانسس درېک دېته وهڅول، ترڅو د لویدیځې افریقا په اړوندو سواحلو کې د هسپانوي او پرتګالي کیښتیو په وړاندې د برده دارۍ یا غلام لرلو اړوند بریدونو کې په اتلانتیک سمندر کې د غلام لرلو یا برده دارۍ اړوند سوداګرۍ د رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي. دا هلې ځلې رد شوې او وروسته بیا د انګلستان او هسپانیې د جګړو په زیاتېدو سره په اتلانتیک سمندر کې د عامو خلکو او غلامانو د پلورلو یا برده دارۍ اړوندې سوداګرۍ د رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي. دا هلې ځلې رد شوې او د انګلستان او هسپانیې د جګړو په زیاتېدو سره شهزادګۍ لومړۍ الیزابیت ځان د امریکا په قاره کې د موجوده هسپانیايي بندرونو باندې د لا ډېرو خصوصي حملاتو او دغه راز هغو کیښتیو لپاره چې د نوې نړۍ ګنج له آرام سمندر څخه د راګرځېدو په لړ کې و. په همدې ووخت کې یو شمېر اغېزمنو لیکوالانو لکه ریچارد هاکلوت او جان دي (چې لومړنی شخص و، چې د بریتانیا سترواکۍ اصطلاح یې وکاروله) دېته اقدام وکړ، ترڅو داسې فشارونه رامنځته کړي، چې خپله د انګلیسانو سترواکي رامنځته کړي. په دې وخت کې هسپانیا د امریکا په قاره کې په واکمن او قوي ځواک بدله شوې وه او د آرام سمندر د ارزونې او څېړنې په لټه کې وه، د افریقا او برازیل له سواحلو څخه تر چین پورې پرتګال یو شمېر پوستې او د نجارۍ اړوند کارخانې رامنځته کړې وې او فرانسې بیا وروسته په نوې فرانسې باندې د بدلېدو لپاره د سنت لارنس اړوند هستوګنیزه برخې ته اقدام کړی و.
په لومړیو کې بریتانیا که څه هم د خپلو بهرنیو مستعمرو په رامنځته کولو کې له پرتګال، هسپانیې او فرانسې هېوادونو څخه پیروي کوله؛ خو خپل لومړنی مدرن او عصري استعمال یې په ۱۶مه پېړۍ د ایرلند په اولستر کې د انګلیسي پروتستانیانو په هستوګن کولو سره ترسره کړ، چې د اولستر مزرعې په نامه یادېږي. په ۱۱۶۹ ز کال کې په ایرلند باندې د نورمنیانو تر یرغل وروسته، انګلستان یا بریتانیې د دې هېواد یوه برخه استعمار کړې وه. هغه څو تنو چې د اولستر اړوند مزرعو په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې وه، وروسته بیا هغوی د شمالي آمریکا په استعمار کې هم رول درلود، په تېره بیا هغه ډله چې د غربي هېواد اړونده نارینه وو په نامه پېژندل کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د بریتانیا سترواکي، امپراتوري, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.