امريکا لويه وچه: لويه وچه

امريکاګانې چې يو ځای ورته امريکا هم ويل کيږي، پراخه ځمکه ده چې ټوله شمالي او سويلي امريکا په کې رانغښتې ده.

امريکا د ځمکې په لویدیځه نيمه کره کې تر ټولو زياته ځمکه په غېږ کې نيسي او نوې نړۍ جوړوي.

سيمه42,549,000 km2
هېوادونه۳۵ هېوادونه
اړوندتيا۲۳ سيمې
د امريکايي هیوادونو او سيمو لړليک
ژبېهسپانوي, انگريزي, پرتگالي, فرانسوي,
کچوا, هايتي کريول, گواراني,
آيمارا, آلماني او نور ډير
وخت سيمېUTC-10 to UTC

امريکاګانو او له هغې سره نښتي ټاپوګان د ځمکې د سطحې اته سلنه برخه او د ټولې وچې ځمکې اته وېشت اعشاريه څلور سلنه برخه نیولې. د امريکاګانو پر جوړښت د امريکا «کورډيليريا» غرونه حاکم دي، کوم چې د غربي څنډو په اوږدو کې پراته دي. د امريکاګانو په اواره ختيځه برخه کې سترې سمندري کاسې دي، لکه امازون، سنت. لارنس سمندر-ستر جهيل ډنډ، ماسيپي او لا پلاټا. له دې امله چې، امريکا له شمال څخه د سويل پر لور څوارلس زره کيلو متره (اته زره  او اووه سوه ميله) غځېدلې ده، د کاناډا په شمال کې د شمال قطبي «تندرا»، ګرين لينډ او الاسکا څخه نیولې، په مرکزي او سويلي امريکا کې تر استوايي باراني ځنګلونو پورې يې اقليم او چاپېريال په پراخه کچه مختلف دی.

له ۴۲۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰ کاله مخکې، له آسيا څخه ځينې انسانان په امريکاګانو کې مېشت شول. له هغه وروسته، له آسيا څخه په «ناډينا» ژبه خبرې کوونکي خلک دويم ځل کډوال شول. له ميلاد ۳۵۰۰ کاله مخکې، نوې قطبي سيمې ته د «انويټ» وروستيو کوچ دا چاره بشپړه کړه او د همدوی کډوالۍ ته په عمومي توګه په امريکاګانو کې د اصلي خلکو د مېشتېدو په سترګه کتل کېږي.

په امريکاګانو کې لومړۍ پېژندل شوې اروپايي مېشتېدا د لوڅاوو «نورس ليف اريکسن» وه. بیا هم دا نيواک کله هم د تل لپاره نه شو او بيا خوشې کړای شو. له ۱۴۹۲ زڅخه تر ۱۵۰۴ز کال پورې، د هسپانوي کرستوفر کولمبس سفرونو، له اروپايي ځواکونو سره دايمي اړيکه رامنځ ته کړه (او ورپسې له نورې زړې نړۍ سره)، په پايله کې يې کولمبيايي راکړه ورکړه رامنځ ته شوه او په دې توګه د لوڅاوو نيولو او مستعمره ګرځولو يو پړاو پيل شو، چې اغېزې او پايلې يې تراوسه پورې روانې دي. په هغه ځای کې د هسپانيې شتون، د ډېرو امريکايي اصلي استوګنو له مريي کولو سره ملګری و.  

هغو ناروغيو چې له اروپا او لویديځې افريقا څخه هلته رسېدلې وې، ډېری اصلي استوګن له منځه يووړل او اورپايي ځواکونو امريکاګانې ونيولې. د قراردادي مزدورانو په ګډون، له اروپا څخه ډله یيزې کډوالۍ او د افريقايي مريانو واردولو، تر ډېره بريده د اصلي خلکو ځای ونيو.

په ۱۷۷۰ز کلونو کې د امريکايي اوښتون په پيل سره، له نیواک(اشغال) څخه د امريکاګانو خلاصون پيل شو او د ۱۸۹ز کلونو په پای کې د هسپانيې او امريکايانو تر منځ په جګړې سره پای ته ورسېد. اوسمهال نږدې د امريکاګانو ټول اوسېدونکي په خپلواکو هېوادونو کې ژوند کوي، بيا هم د نيواک او د اروپايانو د مېشتېدا مېراث دا دی چې، امريکاګانې ډېرې شريکې کلتوري ځانګړتياوې لري، تر ټولو مشهور يې مسيحيت او اندو-اروپايي ژبې دي: چې په سر کې يې هسپانوي، انګليسي، پرتګالي، فرانسوي او یو څه ( په لږ کچه) هالنډي ژبه ده. 

امريکاګانې د نږدې يو ميليارد اوسېدونکو کور دی، دوه په درې برخه يې په متحده ايالاتو، برازيل او مکسيکو کې ژوند کوي. اته ستر ښارونه لري (معنا دا چې ښاري سيمې چېرې چې لس ميليونه خلک يا له دې زيات په کې ژوند کوي) او هغه سيمې دا دي: نيويارک ښار (۲۳.۹ ميليونه)، د مکسيکو درې ښاري سيمه (۲۱.۲ ميليونه)، ساو پاولو (۲۱.۲ ميليونه)، لاس انجليس (۱۸.۸ ميليونه)، بوئنوس ايرس (۱۵.۶ ميليونه)، ريو ډي جينيرو (۱۳.۰ ميليونه)، بګوټا (۱۰.۴ ميلیونه) او ليما (۱۰.۱ ميليونه).

د نوم رېښه او نوم اېښودل

د امريکا نوم په لومړي ځل په ۱۵۰۷ز کې اورېدل شوی. د والډسيمولر له خوا د جوړه شوې دوه بعديزه کره د دې اصطلاح تر ټولو پخوانی ثبت شوی استعمال دی. دا نوم همدا راز (له اميريګن اړوندې اصطلاح سره يو ځای) د «کوسموګرافيا انټروډوکټيو» نومي کتاب کې هم کارول شوی و، چې اټکل کېږي، د «ماتياس رينګمن» له خوا ليکل شوی او هغه په دې نوم سره سويلي امريکا ته اشاره کړې ده. په ۱۵۳۸ز کال کې دا نوم جرادوس مرکاتور د شمالي او سويلي امريکا دواړو لپاره کارولی دی. د امريکا ټکی له (Americus) څخه مشتق شوی، دا ټکی د ايټالوي لوڅاوو « Amerigo Vespucci» د نوم د لومړۍ برخې لاتيني بڼه ده. د امريکا ښځينه نوم، د اسيا، افريقا او اروپا له ښځینه نوم سره برابر دی.

په اوسنۍ انګليسي ژبه کې په عمومي توګه شمالي او سويلي امريکا جلا لویې وچې بلل کېږی او که د دواړو يادونه کېږي، نو امريکاګانې ورته ويل کېږي يا ډېر کم وخت امريکا بلل کېږی. کله چې ورته د يوې لويې وچې په توګه نظر کېږي، نو په مفرد بڼه يعنې امريکا يادېږي. په دې توګه، د کومې څرګندې قرینې د نه شتون پر مهال، که يوازې امريکا ياده شي، نو موخه ترې د امريکا متحده ايالات وي.

په انګليسي ژبه غږېدونکې نړۍ کې له تاريخي اړخه د امريکا اصطلاح تر ۱۹۵۰ز کال پورې يوې لويې وچې ته کارېده (لکه د ون لون په جغرافيه کې ۱۹۳۷ ز): د تاريخ پوهانو هر يو کرن ويګن او مارټين ډبلو. لويس په وينا:

دا به هېښونکې وي( حیرانوونکې) چې معلومه شي، په ۱۹۳۷ز کال کې په متحده ايالاتو کې خپور شوي يوه کتاب کې شمالي او سويلي امريکا، لا هم د يوې لويې وچې په توګه يادېږي، خو بيا هم دا تصور تر دويمې نړيوالې جګړې ډېر عام و. دا ناڅاپي نه ده چې، دا نظر هغه مهال د امريکا د جيوپوليټيکل طرحو په خدمت کې و، چې هم يې د لویدیځې نيمې کرې د نيولو هڅه کوله او هم يې د پخوانۍ نړۍ له لويو وچو اروپا، اسيا او افريقا څخه د بېلتون هڅه کوله. په ۱۹۵۰ز کلونو کې نږدې ټولو جغرافيه پوهانو ټينګار کاوه چې، د کتو له نظره د شمالي او سويلي امريکا جلا جلا پراخې سيمې د دې وړ دي چې، په جلا جلا نومونو ونومول شي.

تاریخچه

له کولمبيايي پړاو مخکې

له کولمبيايي څخه مخکې پړاو، د امريکا د تاريخ او له تاريخ څخه مخکې ټولې هغه اړخيزې برخې رانغاړي، کومې چې د امریکاګانو په لويه وچه کې د اروپايي اغېزو له څرګندېدو مخکې دی، دا پړاونه په لرغوني لوړ ډبرين عصر کې د مېشتېدو څخه پيلېږي او په مډرن عصر کې د اروپا له خوا تر نېواک پورې رسېږي. له کولمبيايي څخه مخکې اصطلاح، په ځانګړي ډول د امريکا د اصلي سترو تمدنونو لپاره کارول کېږي، لکه د ميزوامريکا (اولمکيان، تولتکيان، تيوتي هواکانو، زاپوتيک، ميکسټيک، ازتيک او مايا) او همدا راز، لکه: انډيز (انکا، موچه، ميوسکا، کاناريس).

له کولمبيايي پړاو څخه مخکې ډېرو تمدنونو يو لړ ځانګړتياوې او نښې جوړې کړې دي چې په هغې کې تلپاتې هستوګنځايونه، کروندګري، مدني او د يادښت معمارۍ او پېچلي ټولنيز تسلسل شامل دي. له دې تمدنونو څخه ځينې يې په لومړي ځل د اروپايانو د دايمي رسېدو پر مهال (د پنځلسمې پېړۍ پای او شپاړسمې پيل) له منځه تللي وو او يوازې د لرغون پېژندنې څېړنو له لارې وپېژندل شول. ځينې تمدونونه بيا له دې پړاو سره يو ځای و او همدا راز د هغه وخت د تاريخي رواياتو له لارې هم پېژندل شوي دي. د «مايا» په څېر ډېر کم يې ليکلي معلومات لري. په هر حال، د هغه مهال ډېريو اروپايانو دې ليکنو ته د بت پرستۍ په سترګه کتل او ډېری يې د مسيحيانو په اورتونونو کې ويجاړ کړای شول. نن سبا ورڅخه يوازې يو څو پټ شوي سندونه د پاتې دي، کوم چې د اوس وخت تاريخ پوهانو ته د هغه مهال د کلتور او پوهې په اړه يو څو شېبې په لاس کې ورکوي.

مېشتېدنه

د امریکاګانو لومړي استوګن ځای، هلته له اسيا کوچېدلي وو. په الاسکا او يوکون کې له ۲۰۰۰۰  کاله څخه لرغوني هستوګن ځايونه پېژندل شوي دي چې اټکل کېږي، عمر به يې ۴۰۰۰۰ کاله وي. سربېره پر دې، امريکا ته او په امريکاګانو کې د پاليو-هنديانو (سور پوستو هنديانو) کوچېدلو ځانګړتياوې چې په هغې کې د سفر نېټې او لارې شاملې دي، د تل لپاره تر څېړنې او بحث لاندې دي. په امريکاګانو کې پراخه استوګنه، له زيات نه زيات کنګلونو په پای کې، له ۱۶۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ کلونو مخکې پورې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې


Tags:

امريکا لويه وچه د نوم رېښه او نوم اېښودلامريکا لويه وچه تاریخچهامريکا لويه وچه سرچینېامريکا لويه وچه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

رغاونهامير کروړ سوريمارچثانيهد اندازه کولو واحدڅېړنهچینایي ژبهآی اېس او ۳۱۶۶-۱مسيحيتآی اېس او ۳۱۶۶د امریکا متحده آیالاتونهد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندعربي ژبهجمعهد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېابن سينا بلخيکنګلنثرفزیکجرمنيلغمان ولايت2016نسل وژنهدوهمه ملکه الیزابتد ۱۸۴۸ز کال انقلابکندهاریانحضرت محمد ص ژوندروغتياالبرټ آينسټايننژاد (انساني ډل بندي)لمونځد هایټي انقلابد ښځې تناسلي آلهد بکارت پردهد بشري حقونو نړېواله اعلاميهعربي ليکدودد شمال ګډېدونکي هلکان29 فبروريالېکسانډر گراهام بېلحميد مومندګيدړپه هندوئېزم کې ښځېاتموسفیرميوند ولسوالۍامير شېر علي خاناېستونياناروغيپښتو ويکيپېډياجنسي اړيکېاډولف هټلرزده کړه (پوهه)د بشري منابعو مديريتهايډروجند انارشېزم تاریخاخلاقمورمانسک ولايتتوکمپوهنهباغ وحش کندهارد نړۍ اووه نوي عجايبپلان جوړونهساپوهنهاستقلابریاض🡆 More