د انګلستان کليسا

د انګستان کليسا (C of E) په انګلستان کې جوړه شوې کليسا او د نړيوالې انجليکي ټولنې مور کليسا ده.

د دې کليسا تاريخ تر مسيحي کليساپورې رسېږي چې تر درېیمې پېړۍ پورې د برتانيې په رومي ايالت کې موجوده وه، همدا راز «کينټ» ته د کينټربري د «اګسټاين» په مشرۍ د شپږمې پېړۍ تر «ګريګورين» ماموريت پورې پورې يې شتون درلود.

انګريزي کليسا په ۱۵۳۴ز کال کې د پاپ واکونه هغه مهال له نظره وغورځول، کله چې «هنري» اتم د «اراګون» له «کاترين» سره د پاپ له خوا د خپل واده د لغوه کولو په تر لاسه کولو کې ناکام شو.د ملکې «ميري» لومړۍ او باچا «فلپ» د واکمنۍ پر مهال د يوې لنډې مودې لپاره د پاپ د واکونو د بېرته پر ځای کولو څخه مخکې،د شپږم ايډوارډ د نائب السلطنتۍ پر مهال په انګريزي اصلاحاتو کې تيزي راغله. د ۱۵۵۸ز کال د لوړواکۍ قانون همدا مخالفت تازه کړ او «اليزابتي» جوړجاړي داسې جريان جوړ کړ چې انګريزي کليسا يې وړ ګرځوله، څو خپل ځان هم د سمونپالې او هم د کاتولیکې په توګه تعريف کړي. د انګليسي سمون په لومړي پړاو کې، هم د رومي کاتولیک شهيدان او هم د سخت دريځي پروټسټان شهيدان موجود وو. په وروستیو پړاونو کې ولیدل شول چې د جزا قوانين رومي کاتولیک او غېر موافق پروټسټانټ ته سزا ورکوي. په اولسمه پېړۍ کې، «پيوريټان» او «پريسبيټيريان» څانګو د کليسا د مشرۍ ننګولو ته دوام ورکړ، کومو چې د «سټوارټانو» تر مشرۍ لاندې د «اليزابيتي» جوړجاړي د زيات کاتوليک تعريف لور ته مخه کړه، په ځانګړي ډول د ستر اسقف «لاود» او د رومي کاتولیکيزم او سخت دريځ پروټسټانټيزم تر منځ د منځنۍ لارې په توګه د انجليکيزم د تصور د راڅرګندېدو پر مهال. د پارلمانيانو تر بريا وروسته، د دعا کتاب له منځه يوړل شو او پريسبيټرينيان او خپلواک اړخونه غالب شول. په ۱۶۴۶ز کال کې د پادريانو ټولنه له منځه يوړل شوه، خو بيا رغولو د انګلستان کليسا، د پادريانوټولنه او د دعا کتاب بيا خپل حال ته ستانه کړل. په ۱۷۶۶ز کال کې د پاپ له خوا د جورج درېیم منلو زيات مذهبي زغم ته لاره هواره کړه.

له انګليسي سمون راوروسته څخه، د انګلستان کليسا په عبادت کې انګليسي ژبه کارولې ده. کليسا ګڼ نظرياتي معيارونه لري، درې مرکزي يې د انګلو-کاتوليک، انجليکي او ليبرال په نوم پېژندل کېږي. د مذهبي محافظه کارانو او پرمختګپالو تر منځ د مېرمنو او همجنسپرستۍ په اړوند بحثونو کې تاوتريخوالی زیات لېدل کېږي.

برتانوي پاچا (اوسنۍ اليزابت دويمه) لوړواکې مديره او د کانتربري اسقف اعظم (چې اوس جسټن ويلبي دی) تر ټولو مشر راهب دی. د کليسا د مديريت جوړښت پر څانګو د کليسا پر وېشلو ولاړ دی، د هرې يوې مشري يو اسقف کوي. په هره څانګه کې سيمه ييزې څانګې دي. د انګلستان د کليسا عمومي جلسه د کليسا لپاره قانون جوړونکې هسته ده چې له راهباانو، نورو مذهبي مشرانو او غېرروحانيونو عامو خلکو څخه جوړه ده. اقدامات يې بايد د انګلستان د پارلمان له خوا تايد شي.

تاريخ

منځنۍ پېړۍ

د درېيمې پېړۍ په رومي برتانيه کې د مسيحيت شواهد شته. د رومي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، انګلستان انګلو-ساکسون ونيو، کوم چې بې دينه (کافر) و او سيلټک کليسا تر کارنوال او ويلز پورې محدوده پاتې شوه. په ۵۹۷ کې، پاپ ګريګوري اول انګلستان ته مبلغين واستول، څو انګلو-ساکسونان مسيحيان کړي. د دې ماموريت مشري اګوسټاين کوله، څوک چې د کانټربري لومړی مشر راهب وګرځېد. د انګلستان کليسا ۵۹۷ کال د خپل رسمي تاريخ پيل بولي.

په نارتمبريا کې، سيلټک مبلغينو له خپلو رومي سيالانو سره سيالي وکړه. سيلټک او رومي کليساوو د سپيڅلي اختر د تاريخ، د تعميد د غسل د دود او ادابو او د راهبانو له خوا د سرونو د کلولو په طريقه سره اختلاف درلود.د نارتمبريا پاچا «اوسويو» په ۶۶۴ کال کې د «وټبي» مجلس راجلب کړ. پاچا پرېکړه کړې وه چې نارتمبريا به د رومي دود پيروي کوي، ځکه چې «سينټ پيټر» او د هغه ځای ناستو، د روم راهب، د اسمان د پاچايۍ کليګانې له ځانه سره درلودې.

د منځنيو پېړيو تر پايه، کاتوليزم د انګلريزانو د ژوند او کلتور يوه مهمه برخه وه. د ۹۰۰۰ کليساګانو، چې ټول انګلستان يې پوښلی و، څارنه په ترتيب سره د مذهبي مشرانو، کليساوو د مسئولينو، د اسقفانو په مشرۍ مذهبي ځايونو کوله، او په پايله کې دا څارنه د پاپ له خوا کېده چې له روم څخه يې د کاتولیکې کليسا مشري په غاړه درلوده. د کاتوليک مذهب تعلیم دا و چې پښېمانه شخص د ښه کار په کولو سره د خپل ځان د ژغورلو لپاره له خدای سره مرسته کولای شي. د خدای رحمت د اوو مقدساتو په مټ ورکول کېدو. په سپېڅلو مراسمو کې، يو پادري خوراک او شراب سپېڅلي ګرځول، څو د بدلون له لارې د عيسی مسيح جسم او وينه وګرځي. د کليسا تعلیم دا و چې د عبادت په موخه د راټولېدو تر نوم لاندې، پادري خدای ته پر صليب د مسيح هماغه قرباني وړاندې کړه، کوم څه چې د انسانيت د ګناهونو کفاره وکړه. سپېڅلي مراسم هم د لمانځه يو وړانديز و، د کوم په واسطه چې د ژونديو روحونو په پاکولو کې مرسته کېدای شوه. کله چې توبې له ګناه سره تړلی جرم له منځه يوړ، د کاتوليزم مذهب تعلیم دا و چې اوس هم يوه سزا پاتې ده. باور دا و چې ډېر خلک به له دې سزاګانو څخه د ډاډ نه تر لاسه کولو له امله خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي او دوی به خپل وخت په پاکوالي کې تېر کړي. شونې ده چې په برزخ کې وخت مړو شويو ته په بښنې غوښتلو او دعاوو سره کم شي، کومه چې د وليانو په راټولېدو سره ممکنه شوه.

سمون (اصلاح)

په ۱۵۲۷ز کال کې، هينري اتم د يو نارينه وارث په لټون کې و او له پاپ يې وغوښتل چې د اراګون له کاترين سره د هغه واده لغوه کړي. کله چې پاپ د هغه غوښتنه رد کړه، هينري د انګلستان پر کليسا د خپل شاهي واک د اعمال لپاره له پارلمان څخه کار واخيست. په ۱۵۳۳ز کال کې، پارلمان د استئناف د محدوديت قانون تصويب کړ او له انګلستان څخه دباندې د حقوقي قضيو د دايرلو مخه يې ونيوله. دې قانون د کانټربري مشر پادري سره مرسته وکړه چې روم ته له مراجعې پرته دا واده لغوه کړي. د ۱۵۳۴ز کال د نومبر په مياشت کې، د لوړواکۍ قانون په رسمي ډول د پاپ واک له منځه يوړ او هينري يې د انګلستان د کليسا تر ټولو پیاوړی مشر اعلان کړ.

د هينري مذهبي باورونه د هغه د ټولې واکمنۍ په اوږدو کې له دوديز کاتوليکيزم سره په سمون کې پاتې شول. په هر حال، په دې موخه چې پر کليسا شاهي واکمني دوامداره کړي، هينري له پروټسټانټ سره خپل ځان متحد کړ، له کومو سره چې تر دې وخت د بدعتيانو په توګه چلند کېدو. د پروټسټانټ د سمون بنسټيزه نظريه د ښو کارونو پر ځای يواځې د عقيدې په مټ توجيه کول و. د دې باور منطقي پايله دا ده چې د مذهبي مشرانو مجلس، مقدسات، د خېر ښېګڼې کارونه، پادريانو ته دعاوې، د مړو لپاره دعاوې، زيارتونه او د سپېڅلو ځايونو درناوی کول د الهي احسان تر منځ منځګړيتوب نه شي کولای. دا باور کول چې دا تر ټولو غوره وهم پرستي او تر ټولو بده بت پرستي کېدای شي.

د ۱۵۳۶ او ۱۵۴۰ کلونو تر منځ، هينري د عبادتځايونو په له منځه وړلو کې مصروف و، کومو چې د شتمنې ځمکه ډېره برخه په واک کې درلوده. هغه مذهبي کورونه له منځه يوړل، د هغوی عايد يې په لاس کې واخيست، د دوی شتمنۍ يې ختمې کړې او پخوانيو استوګنو ته يې تقاعد ورکړ. دا شتمنۍ وپلورل شوې څو د جګړې لګښتونه تاديه کړي. تاريخ پوه «جارج ډبليو. برنارډ په لاندې ډول استدلال کړی:

د ۱۵۳۰ز لسيزې په وروستيو کې د صومعو منحل کول د انګلستان د تاريخ يوه له تر ټولو انقلابي پېښو څخه وه. په انګلستان کې شا اوخوا ۹۰۰ مذهبي کورونه موجود و، شا اوخوا ۲۶۰ په صومعه کې د مېشتو راهبانو لپاره، ۳۰۰ د منظمو عبادتځايونو لپاره، ۱۴۲ د ښځينه راهبانو لپاره او ۱۸۳ د نارينه راهبانو لپاره؛ په ټوليز ډول شا اوخوا ۱۲۰۰۰ کسان وو، ۴۰۰۰ راهبان، ۳۰۰۰ پادريان، ۳۰۰۰ نارينه راهبان او ۲۰۰۰ ښځينه راهبانې....په پنځوسو بالغانو نارينه وو کې يو تن په مذهبي ترتيب کې موجود و.

سرچينې

Tags:

د انګلستان کليسا تاريخد انګلستان کليسا سرچينېد انګلستان کليسا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بهسود ولسوالۍ (ننگرهار)گل پاچا الفتپکتيا ولايتاسلامي دولت – خراسان ولایتهراتکندهاربانکعبدالحميد محتاطموټرپښتو ټولنهمحاسبهد نزول لاملونه(قرآن)مالیهکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)خرقه شريفهمخابراتد الله 99 نومونهکلا، ارغندابڅارنهمصرهندي هنرکازانn9fhiسره میاشتویاناد غواگانو روزنهويکيپېډياNihoniumوچکۍ تبه (محرقه)ګاري کاسپاروفسولهقانون څه ته وايي؟عامه روغتیاد انسان جنسي غوښتنېد ګنډلو ماشینسود ( ربا )کفنخالص صادراتوزهسردار محمد يحيا خانکیم جونګ اونغازي محمد جان خان وردگرسمي ژبهميوند بانکتقواشراب د اسلام له نظرهښځهمیلانسوريiz3asمنرالجگړهتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟طبيعتانګلیسيد افغانستان جمهوريتغني خاناروپايي ټولنهاردو ژبهامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )په پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهنورستان ولايتجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)برېښناکاناډا🡆 More