په پرله پسې ټولنيز تعامل کې د ښکېلو کسانو ټولګه، ټولنه بلل کېږي يا یوه ستره ټولنيزه ټولګه ده چې په یوې ګډې سيمه ييزې يا ټولنيزې سيمې کې سره شريک وي او عادتاً د يوه سياسي واک او واکمنو کلتوري هیلو تابع وي. د ټولنو پېژندنه د هغو افرادو تر منځ د اړیکو (ټولنيزو اړيکو) د بېلګو پر بنسټ کېږي، د کومو تر منځ چې ځانګړی کلتور او منل شوي دودونه شريک وي. شونې ده چې يوه ټولنه د همدې ټولنې د دا ډول اړيکو د ټولګې له مخې وپېژندل شي. د ټولنيزو علومو له مخې، يوه ستره ټولنه په فرعي ډلو کې د ډلبنديو يا نفوذ د صفاتو ښودنه کوي. د ځانګړو کارونو يا مفاهيمو د منلو وړ یا نه منلو وړ په ګرځولو سره، ټولنې خپله تګلاره جوړوي. په یوه ځانګړې ټولنه کې د چلند دا ډولونه د ټولنيزو معيارونو (اخلاقو) په نامه پېژندل کېږي. ټولنې او د دوی معيارونه له تدریجي او دايمي بدلون سره مخامخ وي. له دې امله چې ټولنه د ګډې همکارۍ پر بنسټ ولاړه وي، یوه ټولنه کولای شي، خپل غړي په داسې لارې د ګټې تر لاسه کولو وړ وګرځوي، چې له دې پرته په بله لاره يا په انفرادي ډول به ستونزمن و. په همدې بنسټ د فردي او ټولنيزو (شريکو) ګټو تر منځ توپير کېدای شي، يا په ډېرو حالتونو کې دا ګټې يو په بل کې سره نغښتې دي. شونې ده چې، ټولنه د يو ډول ذهنيت لرونکو خلکو نه جوړه وي چې په یوه ستره واکمنه ټولنه کې د دوی د خپلو معيارونو او ارزښتونو له خوا اداره کېږي. کله ناکله دې ته فرعي کلتور ويل کېږي، دا هغه اصطلاح ده چې په پراخه کچه د جرم پېژندنې او د يوې پراخې ټولنې په ټاکلو فرعي برخو عملی کېږي.نور...
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
تانبه:ټولنه/غوره ليکنه/۱۰
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
غوره ليکنې...
تانبه:ټولنه/غوره ژوندليک/۱
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
غوره ژوندليک...
تانبه:ټولنه/غوره ليکنې
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
تانبه:ټولنه/غوره انځور/۲۶
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
غوره انځورونه...
تانبه:ټولنه/ښه وينا/۲۶
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
غوره ويناوې...
تانبه:ټولنه/پوهېږئ/۶
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
نور...
اړوند ټولنپوهنه انسانپوهنه سړی ښځه نوميالي ټولنيزې شبکې
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
سمول د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې
تاسې د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې هم دا موضوعگانې پلټلی شئ :
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول ]
د همدې مخ حافظه سپينول
This article uses material from the Wikipedia پښتو article تانبه:ټولنه , which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0") ; additional terms may apply (view authors ). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses. ®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.