بورکینا فاسو Burkina Faso) په لویدیځې افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی.
پلازنینه یې آواګادوګو او مساحت یې ۰۰۰'۲۷۴ کیلومتره مربع دی، د یاد هیواد رسمي ژبه فرانسوي ده او ۲۲۸'۲۲۸'۱۳ میلیونه وګړي لري.د بورکینافاسو د پیسو واحد د یاد هیواد فرانک (XOF) دی، په ۱۹۶۰ د اګست په ۵ یې له فرانسه نه خپله خپلواکي ترلاسه کړې.
| |||||
نخشه موقعيت Location of بورکينافاسو (په شین رنګ کې د نړۍ پرمخ د بورکینا فاسو هیواد موقیعت) | |||||
نخشه | |||||
حکومت | |||||
---|---|---|---|---|---|
- | ولسمشر | روچ مارک کریستیان کبور | |||
- | لومړی وزیر | کریستوف جوزف ماري دابیر | |||
Legislature | ملي جرګه | ||||
جوړښت | |||||
- | له فرانسې | ۵ اوت ۱۹۶۰ | |||
ارتوالی | |||||
- | ټولټال | ۲۷۴٬۲۰۰ کيلومتر2 (۷۴ام) ۱۰۵٬۸۶۹ sq mi | |||
- | اوبه (%) | ۰٫۱۴۶٪ | |||
د وګړو شمېر | |||||
- | ۲۰۱۷ estimate | ۲۰٬۱۰۷٬۵۰۹ (۶۱ام) | |||
- | ۲۰۰۶ census | ۱۴٬۰۱۷٬۲۶۲ | |||
- | ګڼه ګونه | ۶۴/km2 (۱۳۷ام) ۱۶۳٬۶۳/sq mi | |||
نا خالص داخلي تولید (PPP) | ۲۰۲۰ اټکل | ||||
- | ټولټال | $۴۵٫۳۳۹ بیلیونه | |||
- | پر کس | $۲٬۲۰۷ | |||
GDP (nominal) | ۲۰۲۰ اټکل | ||||
- | ټولټال | $۱۶٫۲۲۶ بیلیونه | |||
- | پر کس | $۷۹۲ | |||
Gini (۲۰۰۷) | ۳۹٫۵ | ||||
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) | ۰٫۴۳۴ (۱۸۲ام) | ||||
د وخت سيمه | (UTC ) | ||||
د موټر چلولو لوری | ښوی | ||||
ISO 3166 کوډ | BF | ||||
د انټرنټ مخکښ شپول | .bf | ||||
پيل ګڼ | +۲۲۶ |
بروکينا فاسو (انګليستان: /bɜːrˌkiːnə ˈfæsoʊ/، متحده ايالتونه: /- ˈfɑːsoʊ ، فرانسوي: [buʁkina faso]) د ۲۷۴۲۰۰ کېلومتر مربع (۱۰۵۹۰۰ ميل مربع) پراخوالي په لرلو سره د لويديځې افريقا په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې شمال لويديځ ته له مالي، شمال ختیځ ته له نايجير، سويل ختيځ ته له بينين، سوېل ته له ټوګو او غانا او سويل لويديځ ته له (Ivory) ساحل سره پوله لري. نفوس يې (۲۰۳۲۱۳۷۸) تنه دی. پخوا (۱۹۸۴۰۱۹۵۸) ورته د پورته ولټا جمهوريت (Republic of Upper Volta) ويل کېدل، چې د ولسمشر توماس سنکارا (Thomas Sankara) له لورې بورکينا فاسو ونومول شو. اتباع يې د “Burkinabe” (/bɜːrˈkiːnəbeɪ/ bur-KEE-nə-bay) په نوم يادېږي او پلازمېنه او لوی ښار يې واګاډوګو (Ouagadougou) دی.
په بورکينا فاسو کې تر ټولو لويه توکمي ډله د Mossi خلک دي، چې په ۱۱ او ۱۳ پېړۍ کې په ياده سيمه کې استوګن شول. دوی لکه د Ouagadougou, Tenkodogo او Yatenga په شان پياوړې پاچاهۍ رامنځته کړې. دا هېواد په ۱۸۹۶ ز کال کې د فرانسې د لويديځې افريقا د برخې په توګه د فرانسې له لورې مستعمره شو، چې په ۱۹۵۸ز کال کې (Upper Volta) په فرانسوي ټولنه کې خپلواکه مستعمره شوه. په ۱۹۶۰ ز کال کې يې د ولسمشر “Maurice Yameogo” په مرسته بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. په لومړيو کالونو کې د بې ثباتۍ، وچکاليو، قحطۍ او فساد ښکار وه. په ۱۹۶۶، ۱۹۸۰، ۱۹۸۲، ۱۹۸۳، ۱۹۸۷ ز کلونو کې په کې بېلابېلې کودتاګانې پېښې او په ۱۹۸۹، ۲۰۱۵ او ۲۰۲۲ زکلونو کې په کې د کودتا هڅې وشوې. توماس سنکارا (Thomas Sankara) پر هېواد باندې له ۱۹۸۲ څخه د ۱۹۸۷ز کال کودتا کې د وژل کېدلو تر وخته پورې واکمني وکړه. د يادې کودتا مشري (Blaise Compaore) کوله، چې له بريا وروسته ولسمشر شو او د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر پر ۳۱ نېټه له واک څخه تر لرې کېدلو پورې يې پر هېواد حکومت وکړ. سنکارا د لوړې هيلې يوه ټولنيزه اقتصادي خپرونه پيل کړه، چې د لوست يا سواد يوه ملي مبارزه، بزګرانو ته د ځمکو بيا وېش، د اورګاډي د پټلۍ او سړک جوړښت او د ښځينه جنسي الې د پرېکولو، د زور ودونو او په يوه وخت کې له يو څخه زياتو مېړونو سره د واده له قانون څخه سرغړونه يې راونغاړله.
بورکينا فاسو د ۲۰۱۰ ز لسيزې راهيسې په Sahel کې د اسلام پال ترور له راپورته کېدنې څخه په سخت ډول اغېزمن شوی دی. بېلابېلې ملېشې چې يو څه يې له اسلامي دولت (Islamic State “IS”) يا القاعده سره متحدې دي، له مالي او نايجير سره د هېواد په پولو کې فعاليت کوي. د هېواد د ۲۱ ميليونه اوسېدونکو له ډلې له يو ميليون څخه زيات يې د هېواد دننه بې ځايه شوي وګړي دي. د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري پر ۲۴ پوځ او «د خونديتوب او بيارغونې لپاره د هېوادپالنې خوځښت» يې په ګډه ځان واکمن اعلان کړ. پوځ وار له مخه د ولسمشر روک مارک کابوري (Roch Marc Kabore) پر وړاندې کودتا کړې وه. د جنوري پر ۳۱ د پوځ دولتي شورا اساسي قانون بيا نوی (تمديد) کړ او “Paul-Henri Sandaogo Damiba” يې د انتقالي ولسمشر په توګه وټاکه.
ياد هېواد د ۱۶۲۶۶ بېليون امريکايي ډالر ناخالص کورني محصول په درلودلو سره يو وروسته پاتې هېواد دی. ٪۶۳ وګړي يې د اسلام او ٪۲۲ يې د عيسويت پيروي کوي. د فرانسوي استعمار له امله د هېواد د حکومت رسمي ژبه او سوداګري فرانسوي ده. ۵۹ هېوادنۍ يا اصلي ژبې په کې ويل کېږي، چې تر ټولو عامه ژبه په کې “Moore” ده چې نږدې ٪۵۰ اوسېدونکي پرې خبرې کوي. بورکينا فاسو د اجرائيه، مقننه او قضايه قوو په درلودلو سره د يو نيمه [مشروطه] ولسمشريز جمهوريت په توګه اداره کېږي. د ملګرو ملتونو، La Francophonie او د اسلامي مرستو سازمان غړيتوب لري. اوسمهال يې له “ECOWAS” او افريقايي ټولنې څخه غړيتوب ځنډول شوی دی.
ياد هېواد چې وار له مخه د “Upper Volta” جمهوريت و، د ۱۹۸۴ ز کال د اګسټ پر ۴ نېټه د وخت ولسمشر “Thomas Sankara” له لورې بورکينا فاسو (Burkina Faso) ونومول شو. د “Burkina” او “Faso” وییکی په هېواد کې له بېلابېلو ويونکو ژبو څخه سرچينه اخلي: “Burkina” له “Mossi” ژبې څخه اخيستل شوې، چې د «سم، نېغ يا عمود» معنا لري او پر خپل سپېڅلتوب يا رښتينولۍ باندې د خلکو د وياړ کولو څرنګوالی څرګندوي. د “Faso” ويی له “Dioula” ژبې څخه اخېستل شوی دی، چې په انکو کې د ( ߝߊ߬ߛߏ߫ faso) په ډول ليکل کېږي او د «پلارنۍ ځمکې يا د لغت له مخې د پلار کور» معنا لري. د “Burkina” له ويي سره د “-be” وروستاړي يو ځای کېږي، چې د “Burkinabe” ترکيب جوړوي. “Burkinabe” په خپل وار د “Fula” ژبې ويی دی، چې د «ښځو يا سړیو» معنا لري. د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره (CIA) د هېواد ايتمولوژي «د رښتينو (فساد نه منونکو) خلکو خاوره» په توګه لنډيز کوي.
د “Upper Volta” فرانسوي مستعمره د Volta سيند (تور، سور او سپين اولټا) پر پورتنيو برخو باندې د درک له امله [Upper Volta] ونومول شوه.
د اوسني بورکينا فاسو شمال لويديځه برخه کې له ميلاد څخه مخکې (۵۰۰۰-۱۴۰۰۰) کلونو کې ښکاري، راټولېدونکي مېښت شول. د کيندنې الې، ترښځ او د غښو د څوکو په ګډون توکي يې د لرغون پېژندنې د کيندنو له لارې په ۱۹۷۳ ز کال کې وموندل شول. کرنيزې استوګنې په کې له ميلاد څخه مخکې د ۳۶۰۰ او ۲۶۰۰ کالونو تر منځ رامنځته شوې. د “Bura” په نوم کلتور د اوسپنې دورې يو تمدن و، چې مرکز يې د اوسني نايجير په سوېل لويديځه برخه او د معاصرې بورکينا فاسو په سوېل ختيځه برخه کې و. د توکو او ټوپکونو لپاره په وېلې کولو او پښ ګرۍ کې د اوسپنې صنعت له ميلاد څخه مخکې ۱۲۰۰ کال پورې په نيمه سهارايي افريقا کې پرمختګ کړی و. تر اوسه پورې د اوسپنې وېلي کوونې ثبوت چې په بورکينا فاسو کې موندل شوی دی، له ميلاد څخه مخکې (۷۰۰-۸۰۰) نېټه څرګندوي او د لرغوني فيروس فلزي دورې نړيواله ميراثي سيمه (Ancient Ferrous Metallurgy World Heritage Site) جوړوي. له درېيمې څخه تر ۱۳ ميلادي پېړۍ پورې د اوسپنې دورې د بورا کلتور د ننني سوېل ختيځ بورکينا فاسو او سوېل لويديځ نايجير په سيمو کې شتون درلود. د اوسني بورکينا فاسو بېلابېلې توکميزې ډلې، لکه “Mossi”، “Fula” او “Dioula” د اتمې او ۱۵ پېړيو تر منځ په پرله پسې څپو کې راورسېدلې. له ۱۱ پېړۍ څخه د Mossi [توکم] خلکو راز راز بېلې پاچهۍ رامنځته کړې.
سيمې ته د بورکينا فاسو د زياتو توکميزو ډلو د راتګ د کره نېټو په اړه د نظر اختلاف دی. د “Proto-Mossi” توکم د اتمې او ۱۱ پېړيو تر منځ د ننني بورکينا فاسو لرې ختيځې برخې ته ورسېدل. “Samo” توکم ۱۵ پېړۍ ته نږدې وختونو کې سيمې ته ورسېدل، “Dogon” توکم د هېواد په شمالي او شمال لويديځو سيمو کې د ۱۵ او ۱۶ پېړيو تر يو څه وخته پورې ژوند وکړ او د هېواد د نفوس جوړښتي نورې توکميزې دلې د همدې وخت پر مهال سيمې ته ورسېدلې.
د منځنيو پېړيو پر مهال “Mossi” توکم د “Tenkodogo”، “Yatenga”، “Zandoma” او “Ouagadougou” د پاچاهيو په ګډون څو بېلابېلې پاچهۍ رامنځته کړې. د ۱۳۲۸ او ۱۳۳۸ تر منځ یو څه موده کې موسي جنګياليو پر “Timbuktu” باندې يرغل وکړ، مګر په ۱۴۸۳ ز کال مالي کې يې د “Kobi” په جګړه کې “Songhai” د سني علي (Sonni Ali) له لورې ماته وخوړه.
د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې “Songhai” پر ننني بورکينا فاسو باندې د غلامۍ زيات بريدونه وکړل. د ۱۸ پېړۍ پر مهال په “Bobo Dioulasso” کې د ګوېرېکو سترواکي (Gwiriko Empire) رامنځته شوه او توکمي ډلې لکه “Dyan”، “Lobi” او “Birifor” د تور ولټا (Black Volta) په اوږدو کې هستوګن شوې.
د بورکینا فاسو هیواد د ولایتونو نوملړ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بورکينافاسو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.