باو (په انگرېزي کی: Syphilis, Lues) يوه جنسي لېږدنده ناروغي ده چې د سپايروکيت باکټريا ټرېپونيما پاليډوم د دغې ناروغۍ سبب گرځي.
د دغې ناروغۍ د لېږدېدو عمده لاره جنسي اړيکي دي، خو دا ناروغي د يوې ناروغې مور نه جنين ته د بلاربښت او د لنگون په وخت هم لېږدل کېږي. د لنگون په وخت د دغې ناروغۍ لېږدېدنې ته کانجنېټل سيفلس يا د لنگون باو وييل کېږي.
د باو د ناروغۍ نښې نښانې د دغې ناروغۍ د پرمختگ او د بېلابېلو پړاونو له مخې يو له بل نه توپير لري. د باو ناروغي بېلابېل پړاوونه لري چې په لومړني، دويم، پټ يا ناڅرگند او درېيم پړاوونو دغه ناروغي پېژندل کېږي. د باو د ناروغۍ د لومړني پړاو نښې په يو ډول جلدي ټپونو چې د کانکر په نامه يادېږي څرگندېږي، د دويم پړاو په نښو کې د ناروغ په بدن باندې سرې گرمکې خپرېږي، د پټ يا ناڅرگند پړاو نښې دا دي چې ناروغ کې دا ناروغي شتون لري خو په نښو نښانو ځان نه څرگندوي. د باو درېيم پړاو د يو ډول گوماگانو (جلدي ټپونو)، عصبي او قلبي نښو نښانو سره راڅرگندېږي. د دغې ناروغۍ پېژندنه د وينې د ازمېښتونو په مرسته ترسره کېږي. د دغې ناروغۍ سمه درملنه د انټيبايوټيکو، او په ځانگړي توگه په غوښه کې د پنسلين جي د ستنو په لگولو ترسره کېږي.
داسې وييل کېږي چې په ټوله نړۍ کې د باو په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ۱۲ ميليونو ته رسېږي چې په ۱۹۹۹ ز. کال کې د دغو ناروغانو د ۹۰٪ نه ډېره برخه په غريبو او مخ په وده هېوادونو کې موندل کېږي. د ۲۰۰۰ کال د شمار له مخې په دغې ناروغۍ د اخته کېدنې کچه په ډېرو هېوادونو کې لوړه شوې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article باو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.