د واکمنۍ پير(273۔۔۔232 م ز) د سویلی بهار-بهارت (مکدھ واکمنۍ راجاچندر گپت لمسی اشوک تک چې ددې کورنۍ درېیم راجا وو، په ۲۷۲مخزېږد کال د واکمنۍ په گدۍ کېناست.
دې له چندر گپت څخه هم زیات مشهور شو. دې په تاریخ کې د ستر اشوک په نامه مشهور شو، ځکه چط دې د خپل پیر له سترو او غښتلو راجاگانو څخه و. په ځوانۍ کې د جگړې ښه زړور و.
ده داسې پتییلې وه چې د اړیسه (کلېنگ) سیمه به نیسم او په خپله واکمنۍ کې به یې راولم. پدې جگړه کې یې درې کاله ولگول، اړیسه ونیول شوه. په زرگونه ککرۍ وشیندل شوې. ددې زرگونه وژنو په اشوک واکمن بده اغیزه وکړه، په زړه کې یې رحم پیدا شو، او یو په یو یې طبیعت بدل شو. د هندوییزم په ځای یې بودیزم غوره کړ، نور یې د بودیزم پر بنسټونو د تگ هوډ وکړ، او له هېچا سره یې هم د جگړې نه کولو هوکړه وکړه. بودیزم یې د خپلې واکمنۍ رسمی دین ومانه، خپل نوم یې پریاد رشي یا د څښتن حبیب خوښ کړ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اشوک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.