له راولپنډی څخه 22 میله لرې، شمال لویدځ اړخ ته یو لرغونی ښار ودان دی، چې د ټېکسلا په نامه یادېږي.
په 326 ق م کې مقدوني سکندر په دې ښار خپله ولکه ټینگه کړه او تر پینځو ورځو پورې همدلته پاتې شو. د همدې ځای راجا امبهي د سکندر اطاعت ومنلو. له دې وروسته سکندر له راجا پورس سره د جگړې لپاره جهلم په اړخ وخوځېد. د باختر یوناني واکمنو دیمریس په ۱۹۰ مخزېږد کې د گندهارا سیمه ونیوله او ټېکسلا یې خپله پلازمېنه وټاکله. د موریه کورنۍ واکمن ستر اشوک د واکمنۍ پر مهال هم دا ښار د وخت له مشهورو سیمو څخه گڼل کېدو، چې د بودیزم د ښوونو ستر مرکز هم و.
په اوومه عیسوي پېړۍ کې چینایي گرځندوی هیون سانگ دې ځای ته ورغلو. گرځندوی په خپل یونلیک کې ددې ځای د عظمت او لوړتیا یادونه کړې ده. په دې سیمه کې د گوتهک بڼه یو موزیم جوړ دی چې له عیسوي زوکړې پینځه پېړۍ مخکې د گندهارا هنر نمونې، لس زره سېکې چې ځینې یې یوناني پېر اړوندې دي، د سېلانیانو د لید لپاره اېښودل شوي دي.
دا ښار په ۱۹۸۰ز کا د ملگرو ملتونو د یونېسکو ادارې له خوا د یونېسکو نړیوال میراث لړلیک کې شامل کړ.
په ټېکسلې ښار کې د لرغونو توکو لپاره یو موزیم هم جوړ شوی چې د ټېکسلې موزیم په نامه یادېږي. په دې موزیم کې د بودیم او هندوییزم اړوند لرغوني توکي لکه سکې، د چونې او گچو بتان، گاڼه او داسې نور اشیاء د لیدونکو لپاره اېښودل شوي.
کينډۍ:پاکستان کې د یونېسکو نړیوال میراث |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ټېکسلا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.