آنګ سان سو چي

آنګ سان سو چی یوه برمایي سیاستواله، دیپلوماته، لیکونکې او د ۱۹۹۱ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده چې د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې یې د میانمار د دولت د سالاکار (د لومړي وزیر سره برابر) او د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړه.

نوموړې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ډیموکراسۍ ملي لیګ (NLD) د  رییسې په توګه دنده ترسره کړې او له ۱۹۸۸ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د همدې ګوند د سر منشي په چوکۍ کې پاتې شوې ده. په ۲۰۱۰ کال کې هغې د میانمار له پوځي جنتا (پوځي حکومت) څخه نیمه ولسواکۍ ته په لېږد کې رغنده ونډه درلوده.

آنګ سان سو چي
آنګ سان سو چي
آنګ سان سو چي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ جون ۱۹۴۵
استوګنځای نوي دهلي (۱۹۶۰–۱۹۶۴)
نيويارک (۱۹۶۹–)
لندن
ميانمار   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ميانمار   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم يونيورسټۍ آف دِهلي   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
ليکوال
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه برمایي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) برمایي ژبه
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دندې ملگري ملتونه   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
د آزادۍ جایزه (۱۹۹۵)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
آنګ سان سو چي
آنګ سان سو چي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آنګ سان سو چي  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هغه چې د اوسني میانمار د بابا آنګ سان او خن چې تر ټولو ځوانه لور ده، د برېتانوي برما په رنګون کې زیږېدلې ده. نوموړې په ۱۹۶۴ کال کې د ډیلي له پوهنتون او په ۱۹۶۸ کال کې د اکسفورډ د سینټ هیګ کالج څخه له فراغت وروسته، درې کاله په ملګرو ملتونو کې کار وکړ. هغې په ۱۹۷۲ کال کې له مایکل اریس سره واده وکړ، چې په پایله کې یې دوه ماشومان درلودل.

آنګ سان سوچي د ۱۹۸۸ کال د اګست د اتمې په ۸۸۸۸ پاڅون کې شهرت ترلاسه کړ او د NLD سر منشي شوه، چې هغې د څو متقاعدو پوځي چارواکو پر مټ چې په پوځي جنتا یې نیوکې کولې، دا ګوند نوی را منځ ته کړی و. NLD د ۱۹۹۰ کال په ټولټاکنو کې په پارلمان کې ۸۱ سلنه چوکۍ ترلاسه کړې، خو پایلې یې لغوه شوې، ځکه چې پوځي حکومت (د سولې او پراختیا شورا یا SPDC) د واک له سپارلو څخه ډډه وکړه، چې نړیوال غبرګون یې په پایله کې را پورته شو. له ټاکنو مخکې نوموړې توقیف شوې وه او له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د ۲۱ کلونو له کورني بند څخه کابو ۱۵ کاله په کور کې نظربنده پاتې شوه، چې د نړۍ له مشهورو سیاسي بندیانو څخه وه. ټایمز مجلې هغې ته په ۱۹۹۹ کال کې د "ګاندي د اولادې" او د عدم تشدد د روحاني وارث نوم ورکړ. نوموړې په ۲۰۰۳ کال کې د ډیپاین د ډله ییزې وژنې د قتل په هڅه کې چې په کې د NLD اړوند نږدې ۷۰ کسان له منځه لاړل، ژوندۍ پاتې شوه.

د نوموړې ګوند د ۲۰۱۰ کال د ټاکنو له منلو څخه ډډه وکړه، چې په پایله کې د یووالي د پیوستون او پراختیا ګوند (USDP) د پوځ په ملاتړ پرېکنده بریا ترلاسه کړه. آنګ سان سوچي په داسې حال کې د پییتو هلتاو استازې شوه چې د هغې ګوند د ۲۰۱۲ کال په دویمه کچه ټاکنو کې له ۴۵ تشو چوکو څخه ۴۳ ترلاسه کړې. د هغې ګوند د ۲۰۱۵ کال په ټولټاکنو کې ستره بریا ترلاسه کړه، چې د اتحادیې په مجلس کې یې ۸۶ سلنه چوکۍ وګټلې – یعنې د ۷۶ سلنه څخه زیات اکثریت اړتیا درلوده ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د خوښې نوماندان د ولسمشرۍ په ټاکنیز کالج کې د ولسمشر او دویم مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شي. که څه هم نوموړې د اساسي قانون د یوې مادې له مخې د ولسمشر کېدو څخه پاتې شوه - یعنې د هغې خدای بخښلی مېړه او ماشومان بهرني اتباع وو - هغې د میانمار د دولت د سالاکارې په توګه نوې رامنځته شوې چوکۍ په غاړه واخیسته، چې دا چوکۍ د لومړي وزیر یا د حکومت د مشر چوکۍ ته ورته دنده وه.

کله چې هغه د دولت د سلاکار دفتر ته لاړه، نوموړې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا وګړو د نسل وژنې پروانډې د ګام نه پورته کوولو او د میانمار د پوځ له خوا د ډله ییزې وژنې څخه د انکار په غبرګون کې د یو شمېر هېوادونو، بنسټونو او څېرو تر نیوکو لاندې راغله.  د هغې تر مشرۍ لاندې، میانمار د خبریالانو د تعقیب له امله هم تر نیوکو لاندې راغی. په ۲۰۱۹ کال کې، آنګ سان سوچي د عدالت په نړیواله محکمه کې را څرګنده شوه چې په کې نوموړې د روهینګیا د نسل وژنې د تورونو په وړاندې د برما د پوځ دفاع وکړه.

سان سوچي، چې ګوند یې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې د میانمار ټول ټاکنې وګټلې، د ۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نېټه د یوې کودتا په ترڅ کې ونیول شوه چې تاتماداو (د میانمار وسله وال ځواکونه) یې قدرت ته راستانه کړل او په ټول هېواد کې یې لاریونونه راوپارول. څو تورونه د نوموړې په وړاندې ولګول شول او د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۶ نېټه، هغه د دوو تورونو پر بنسټ په څلورو کلونو بند محکومه شوه. وروسته، د ۲۰۲۲ کال د جنوري په ۱۰ نېټه، هغې ته د نورو تورونو له امله د څلورو نورو کالو سزا واورول شوه او د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۲۷ نېټه، نوموړې د فساد په تورونو کې په پنځه کاله بند محکومه شوه. ملګرو ملتونو، زیاتره اروپایی هېوادونو او متحده ایالاتو دا نیول، محاکمه او حکم د سیاسي انګېزو په توګه وغندل.

نوم

د نورو برمايي نومونو په څېر په آنګ سان سوچي کې تخلص نشته او یوازې یو شخصي نوم دی، خو د نوموړې په برخه کې، دا نوم د دریو خپلوانو له نومونو څخه اخیستل شوی: "آنګ سان" د هغې د پلار څخه، "سو" د هغې د پلارنۍ انا څخه، او "چي"  د هغې د مور، خن چي څخه.

په برما کې سوچي زیاتره د ډاو آنګ سان سوچي په نوم یادېږي. د ډاو، تحت الفظي معنی "ترور" ده. دا د هغې د نوم برخه نه ده، بلکې د هرې زړې او درنې مېرمنې لپاره د "آغلې" په څېر یو ویاړ دی. ځینې وختونه برمیان هغې ته د داو سو یا امې سو ("مور سو") نوم اخلي.

شخصي ژوند

آنګ سان سوچي د ۱۹۴۵ کال د جون په ۱۹ نېټه د برما په رنګون (اوسنۍ یانګون)، بریتانوي برما کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د پیټر پوفم په وینا، نوموړې د رنګون نه بهر په یوه کوچني کلي کې وزیږېده چې نوم یې همای سانګ دی. د هغې پلار، آنګ سان، د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د جاپانیانو سره یوځای شو. آنګ سان د برما عصري پوځ تاسیس کړ او په ۱۹۴۷ کال کې یې له بریتانیا څخه د برما د خپلواکۍ په اړه خبرې اترې وکړې. په همدې کال کې نوموړی د خپلو سیالانو له لوري ووژل شو. سوچي د تاکین تان تون ورېره ده چې د خن خین ګی، چې د هغې د مور خن کی د مشرې خور مېړه و.

نوموړې د خپلې مور خن کی او دوه وروڼو، آنګ سان لین او آنګ سان او سره په رنګون کې لویه شوه. آنګ سان لين د اته کلنۍ په عمر هغه وخت مړ شو چې د موزیم د ماڼۍ په برخه کې په بوټو ښایسته جهيل کې ډوب شو. د هغې مشر ورور د کالیفورنیا سان ډیاګو ته کډوال شو او د متحده ایالاتو تبعه شو. د آنګ سان لین له مړینې وروسته، کورنۍ یې د انیا جهيل په غاړه یو کور ته کډه شوه چې هلته آنګ سان سوچي د بېلابېلو شالیدونو، سیاسي لیدلورو او مذهبونو له وکړو سره آشنا شوه. هغې د خپل ماشومتوب ډېره برخه په برما کې د میتوډیسټ انګلیسي عالي ښوونځي کې (چې اوس د لومړنیو زده کړو نمبر ۱ عالي لیسې ډاګون په نوم یادېږي) زده کړې کړې، چې په دې ځای کې نوموړې د ژبې د زدکړې په برخه کې د وړتیا په درلودلو وپېژندل شوه. هغه په څلورو ژبو خبرې کوي: برمایي، انګلیسي، فرانسوي او جاپاني. هغه د ترووادا بودايي پلوه ده.

د آنګ سان سوچي مور، خن کی، د برما په نوي را منځ ته شوي حکومت کې د سیاسي څېرې په بڼه شهرت ترلاسه کړ. په ۱۹۶۰ کال هغه په هند او نیپال کې د برما سفیره وټاکل شوه او آنګ سان سوچي له هغې سره یو ځای وه. نوموړې په نوي ډیلي کې د عیسی او مریم د ټولنې په ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۴ کال کې د سیاست په برخه کې د لیډي شري رام کالج څخه، چې په نوي ډیلي کې د ډهلي پوهنتون یوه برخه ده، فارغه شوې وه. سوچي خپلې زده کړې د اکسفورډ په سینټ هیګ کالج کې پر مخ یوړې او په ۱۹۶۷ کال کې یې د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې یې د BA یا د ټولنیزو علومو لسانس سند ترلاسه کړ او په دریمه درجه فارغه شوه چې د دود له مخې په ۱۹۶۸ کال کې د ټولنیزو علومو ماسټري یا MA ورکړل شوه. نوموړې له فراغت وروسته په نیویارک ښار کې د کورنۍ له یو ملګري ما تان ای، چې یو وخت د برما نامتو پاپ سندرغاړی و، ژوند کاوه. هغې د دریو کلونو لپاره په ملګرو ملتونو کې کار وکړ، چې په ټوله کې یې د بودیجې په برخه کې هره ورځ خپل راتلونکي مېړه، ډاکټر مایکل اریس ته راپور ورکاوه. د ۱۹۷۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه آنګ سان سوچي او اریس، د تبت د دود او ادب پوه چې په بوتان کې اوسېده، واده وکړ. بل کال، هغې خپل لومړی زوی، الکساندر اریس، په لندن کې نړی ته راوړ. د دوی دوهم زوی، کیم، په ۱۹۷ کال وزیږېد. آنګ سان سوچي د ۱۹۸۵ او ۱۹۸۷ کلونو ترمنځ، د لندو په پوهنتون کې د ختیځ او افریقایي څېړنو په پوهنځي کې (SOAS) کې د څېړنې د زده کونکي په توګه د برمایي ادبیاتو په برخه کې د فلسفې د ماسټرۍ لپاره کار کاوه. په ۱۹۹۰ کال کې نوموړې د سینټ هیګز د وړیالې غړې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د دوو کلونو لپاره د هند په شیمله کې د هند د پرمختللو څېړنو د انسټیټیوټ غړې وه. هغې د برما د یووالي د حکومت لپاره هم کار کړی دی.

آنګ سان سوچي په ۱۹۸۸ کال کې، د خپلې ناروغې مور د درملنې لپاره برما ته راستنه شوه. د ۱۹۹۵ کال په کرسمس کې د اریس سره لیدنه د دوی وروستۍ لیدنه وه، ځکه چې نوموړې په ​​​​برما کې پاتې شوه او د برما دیکتاتوري نظام نور اریس ته د راتلو وېزې رد کړې. اریس په ۱۹۹۷ کال کې د پروستات په سرطان اخته شو چې وروسته بې درملنې ناروغې وښودل شوه. د متحده ایالاتو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوفي عنان او دوهم پاپ جان پاول په ګډون د مشهورو څېرو او بنسټونو له غوښتنو سربېره، د برما حکومت اریس ته ویزه وړاندې نکړه او په ډاګه یې کړه چې دوی د هغه د پاملرنې لپاره اسانتیاوې نه لري او پر ځای یې له انګ سان سوچي څخه وغوښتل چې له هغه سره د لیدنې لپاره له هېواده ووځي. په دې وخت کې نوموړې په لنډمهاله بڼه له کورني نظربند څخه آزاده وه، خو د وتلو لپاره یې زړه نه درلود. دې وېره درلوده چې د وتلو په صورت کې به د بیا راتګ اجازه ور نه کړل شي ځکه چې هغې د بېرته راستنېدو لپاره د پوځي جنتا په ډاډ باور نه درلود.

د ۱۹۹۹ کال د مارچ په ۲۷ نېټه اریس د ۵۳ کلنې کلیزې په ورځ مړ شو. له ۱۹۸۹ کال راهیسې یې له خپلې مېرمنې سره چې په لومړي ځل په کور کې نظر بنده شوه، یوازې پنځه ځلې لیدلي وو، چې وروستۍ یې په ۱۹۹۵ کې په کرسمس کې وه. دا هم له خپلو ماشومانو چې تر ۲۰۱۱ کال پورې په انګلستان کې ژوند کاوه، جلا شوې وه.

د ۲۰۰۸ کال د می په ۲ نېټه، وروسته له هغه چې نرګس بړبوکۍ برما تر برید لاندې راوسته، د آنګ سان سوچی د جهيل په غاړه ویجاړې شوې بنګلې خپل بام او بریښنا له لاسه ورکړل، په داسې حال کې چې دې بړبوکۍ د ایروادي سیند د دلتا ټول کلی لاندې ډوب کړل. د کور د بیاجوړونې او ترمیم پلانونه د ۲۰۰۹ کال په اګست میاشت کې اعلان شول. آنګ سان سوچي د ۲۰۱۰ کال د نوامبر په ۱۳ نېټه له کورني نظربند څخه خوشې شوه.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ورېځپوهنهملا مشک عالماوست اګدرلاسآیو (سپوږمۍ)چپرهار ولسوالۍبریدګرې نوعېکراچۍزړه پوهنهپېغلتوبد کېمبرېج پوهنتوند معيار نړيوال تنظيمسردار کهندل خاند انګلستان پاچا لومړی ریچاردب ام ود ايټالیا اتحاداندړفلسفهتصوففزیکدافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېسل سوالونهد افغانستان پېښليکالمیرا شریفی مقدملړمسیسیلیا پېن-ګاپوچکېنآی اېس او ۳۱۶۶سردار محمد نعيم خانرنه دیکارتالوتکه! (فلم)شمېرپوهنهچينایډېلغږیږي پردېپښتو واټساپافغان هوايي ځواکختيځه اسياپییر سیمون لاپلاسعبدالرحيم وردگزده کړهلوی مرجاني دېوالمیاشتنی عادتتوحيدپریزمفرېدرېک وېلهېلم نېتشينورزيګوګل مېپسعامه روغتیاکالیفرنیاعبدالحی حبيبيمصنوعي ځيرکتیاد افغانستان ولسوالۍجاپاند نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهجرمنيډياګو مارادوناد فزیک تاریخچهد جنازې لمونځد پاچا جیمز نسخهویلیام جکسون هوکرهوموفون ( ورته ږغ لرونکي )راشد خانلمونځ څه ته وايي؟الکساندر هميلټنآسيا🡆 More