ګوګل

ګوګل (په انګلیسي: Google LLC) یو امریکایي ټیکنالوژيکي کمپنۍ ده چې زیات تمرکز یې په مصنوعي ځیرکتیا، آنلاین اعلانات، د لټون ماشین ټیکنالوژي، کلاوډ کمپیټینګ، کمپیوټر سافټویر، کوانټم کمپیوټینګ او انلاین بانکداري باندې دي.

او په نړۍکې "ترټولو قوي کمپنۍ" په توګه پیژندل شوی دی د مصنوعی ځیرکتیا په برخه کې د معلوماتو په راټولولو او بازار کې د خپل حاکمیت په لرلو او ټیکنالوژیکي ګټو له له امله د نړۍ د ارزښتناکه برانډونو څخه شمیرل کیږي.

تاریخ

اصلي مقاله: د ګوګل تاریخچه


ګوګل 
لیري پیج او سرګي برن په 2003 کې

ګوګل یوه څېړنیزه پروژه وه چې د ۱۹۹۶ز کال په منځنیو کې د لیري پيج او سرګي برین چې د کلېفورنیا په سټنفورډ پوهنتون کې دوه پي ایچ ډي محصلین ول پیل شوه.

دوي د خپلې پروژې نوم "BackRub" کېښودو ځکه ددوي پلټونکی ماشین د نورو ویب سایټونو ملاتړي لینکونه ارزول او په همدې بنسټ به یې د هغوي اهمیت د پلټنو په پایله کې ټاکل. (چې وروسته د پاڼې رتبه ونومول شول)، چې په هماغه وخت کې یې یو بل ویب سایټ چې RankDex یې ونومولو په ورته توګه کار کولو. د دوي پلټونکی ماشین په لومړي وخت کې په دې ډول لیکل کېدو google.stanford.edu او ګټه ترې اخېستل کېده او د ډېسمبر په ۱۵مه، ۱۹۹۷ز کال د google.com نوم یې هم ثبت کړ او د ۱۹۹۸ز کال په ډېسمبر کې د ګوګل لومړنی دفتر پرانېستل شو او په دې توګه دا شرکت په رسمي توګه ثبت او پرانېستل شو. په حقیقت کې د ګوګل لومړی کاري دفتر د منلو پارک په سوزان وژکیکي کراج کې کار پیل کړ.

سرچینې

Tags:

انګلیسيمصنوعي ځيرکتیا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

مطالعهيږدروغمسواکښوونکیفردوسید لمانځه وختونهڅېړنهعبدالقديرد الازهر پوهنتونالحميارید ملګرو ملتونو امنيت شوراپټه خزانهایمان مجمللندند واده شپهکلا، ارغندابد برېښنا دستګاه يا سټېشنڅارنهانسانارگو ولسوالۍاسلامحفصه بنت عمر بن خطابرومانیاد روسيې جنګي جرمونهعبدالروف بېنواکابل پوهنتوند ښځو حقوقژبپوهنهافغان قاموسپورنوګرافيد انسان جنسي غوښتنېطبيعي پوهنېد المان هیواد آیالاتونهايمانمولانا جلال الدين محمد بلخيدرملگريCadmiumملارياامير امان الله خانپریزم۱۹ مرغومید لوی اختر مياشتافغانستانښځه په اسلام کېشاهزاده محمد اکبر خانبرهماکابل سيندسړه جګړهنومځری (زمیر)شکيله (اداکاره)سيد رسول رساذهنجکارتاکندهاردپښتو اصل او ريښهکرنه🡆 More