د اقتصاد علم

د اقتصاد علم یا وټیزه پوهه (انګلیسي: Economics)- د ټولنيزې علومو یوه څانګه ده چې د توکو د توليد، توزیع، مصرف او پر توکو باندي د تحلیل او همدارنګه د خدماتوڅخه بحث کوي.

د اقتصاد علم

نوم

اقتصاد چې په انګلیسي کې ورته economy ویل کیږی، اصلا دا کلمه د لرغوني یوناني ژبي د ( οἰκονομία -ايکانومیا ) څخه اخېستل شوي دی چې د دو کلمو څخه جوړ شوي دی چې οἶκος (اُیکُس د کورنۍ په معنا) او νόμος (نُمُس د طریقې یا قانون په معنا) ده. په لرغوني یونان کې یوازې د کورنۍ دنظم ورکولو بحثونه و د ارسطو په اثاروکې د Economicus کلمه دهغې پانګې (ثروت ) او شتمنۍ په مفهوم کارول شوې ده چې له سودا ګریزو هڅو څخه به لاسته راوړل کیدې اقتصادي مسالې د ارسطو په نظریاتو کې د دولت او ټولنې په هکله دهغه د عمومي فلسفې سره ګډې اویوځای دي اقتصاد ټولنیزه پوهه ده چې د نورو تولنیزو علومو یا پوهنو له څانګو لکه تاریخ ، سیاسي علوم ، ټولنپیژندنې سره نږدې اړیکې لري .

د اقتصاد د علم مخېنه

داقتصاد دعلم بنسټ په واقعي توګه د ( اقتصاد د علم پلار ) ادام سمیت ( 1723 ـــ 1790) کال د ( ملتونو د پانګې ) دکتاب په خپریدو سره کیښودل شو ، ددې اثر په خپریدو سره د اقتصاد علم له سیاست او فلسفې څخه بیل او خپلواک شو تر دې دمخه د اقتصاد علم د فلسفې او سیاست دیوې برخې په توګه مطالعه کیده . دملتونو دپانګې د کتاب له خپریدوڅخه نږدې 150 کاله وروسته په 1936م کال کې جان مینارد کنز ( 1946م ) ( د اشغال عمومي تیوري ) کتاب په خپرولو سره د اقتصاد علم ته وده او پراختیا ورکړه ، ددې کلونو په ترڅ کې د کارل مارکس ( 1818ـــ 1924م ) کتاب د ( کاپیټال ) په نوم ، چې د پانګوالۍ د نظام پر ضدیې انتقادي بڼه درلوده ، خپور شو چې د اقتصاد علم یې له پخوانه ډیر بډای او ځواکمن کړ.

د اقتصاد د علم څانګي

  • رسنيز اقتصاد
  • سیاسي اقتصاد
  • نړيوال اقتصاد
  • مالیه
  • کرنيز اقتصاد
  • صنعتي اقتصاد
  • عمومي اقتصاد
  • طبعي منابعو اقتصاد
  • چاپیريال اقتصاد
  • اقتصادسنجونه
  • د انرژي اقتصاد
  • اقتصادي فلسفه
  • اقتصاد توسعه
  • اقتصاد شهری
  • منطقوي اقتصاد
  • د مديريت اقتصاد
  • کوچني اقتصاد
  • لوي اقتصاد
  • د ریاضي اقتصاد
  • د انجينري اقتصاد
  • نظري اقتصاد
  • د اقتصادي عقایدو تاریخ
  • اقتصادي نظامونه
  • د ښووني او روزني اقتصاد
  • د روغتيا اقتصاد
  • د سپورټ اقتصاد
  • د ځنګلاتو اقتصاد


وټیزه تگلاره

په وټیز ډگر کې د حکومت لخوا تیار کړی شویو کړنو ته نغوته ده. چې وټیزه تگلاره د گټو د بیو ټاکل د حکومت بودجه او همداشانې د کار د بازار، ملي شتمنیو او دې ته ورته د حکومت لخوا د نورو وټیزو ډگرونو د غونډال، امستونې په خپل لمن کې رانغاړي.

سرچينې

Tags:

د اقتصاد علم نومد اقتصاد علم د اقتصاد د علم مخېنهد اقتصاد علم د اقتصاد د علم څانګيد اقتصاد علم وټیزه تگلارهد اقتصاد علم سرچينېد اقتصاد علمتوليدتوکيټولنيزې پوهنې

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ويکيپېډياډاکټر محمد نعیم وردګپسرلیتورړۍسېسټمد پښتو ژبې گرامرونهلياقت علي خانمايتوکاندرياریشي سوناکزحل۲۲ سلواغهښاري سیمهمحمد عثمان نژندصليبي جگړېعبدالرحمان باباسورة سبألومړنۍ مرستيد اس وې ډې دراگونوف ټوپکسورکوکچه سیندحیضد برېښنا فوق العاده لېږدانارسيلدينافيلټولنيزې رسنۍبېکينيميدان وردگ ولايتسره میاشتهلمند ولايتد مورنیو ونو نیالولکاربونانسولينالفبالغمان ولايت3 فبروريرنځپوهنهمالیهسولگرمنيفلسفهمحمد گل خان مومندمغولستاناحمدزيپير محمد کاکړانساني هډوانهد نړېوال سازمانونه په اړه معلوماتپولنډیووالیاستوریايي ژبهلمرلاوو ژبهپلان جوړونهخوست ولايتد افغانستان نښاناينهلقمان حکيماحمد شاه درانیدرې نۍغوره ويناوېبېټ نيکهاسد الله غضنفرمحمد زبير شفيقيطبیبجنسي بیا توليداسټرالیازده کړه (پوهه)سینټ پیټرزبورګوړانديز (وټپوهنه)فيض آباد ولسوالۍلوبغاړیجرم🡆 More