درملتون یوه مغازه ده چه پکښې درملونه، غذایی مواد او روغتایی اړتیاوی پلورل کېږی.
درملتون کولای سی په روغتون یا د تجارت مرکز یا ښار کښې پروت واوسی.
انسانانو په پخوانۍ زمانه کې د درملونو جوړولو لپاره د نباتانو څخه کار واخیستل. لمړی متنونه چې د درملونو په باره کې ولې، په پخواني مصر کې او په سومر کې ولیکل شول. د خان سلطنت په دوره کې لمړی کتاب چې د درمل د آغېزو او د درمل جوړولو په هکله ول، ولیکل شول. په ۷۵۷ کال کې په بغداد کې لمړنی درملتون جوړ شو. ابو علي سينا یو مشهور کتاب چې نوم یې القانون فی الطب دی ولیکه. القانون فی الطب یو کتاب دی چې د رنځونو او درملو په باره کې دی. زین الدین اسماعیل جرجانی یو ایرانی وو چې د طب په باره کې یوه دایرة المعارف ولیکه او نوم یی زخیره خورزم شاهی دی. هغه کتاب لس حصې لری. زخیره خورزم شاهی او القانون فی الطب تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹ پیړۍ کې درمل جوړونکو د درمل شکلونو د جوړولو لپاره د ماشینونو استعمال باندی پیل وکړل. په اوس وخت کې درملونه په صنعت کښې جوړېږی او په درملتون کې یوازې ملهمونه، شاپونه، محلولونه او کپسولونه جوړېږی.
یو درملتون دی چه په روغتون کښې پروت دی. هغه درملتون د روغتون لپاره درملونه جوړوی او جمع کوی.
په خونديځ کې د درملتون اړونده دوتنې(انځورونه) موجودی دي. |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article درملتون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.