د وارسا تړون (Warsaw Pact) یا د وارسا هوکړه چې په رسمي توګه د دوستۍ، همکارۍ او متقابلې مرستې د تړون په نوم پېژندل کېږي د ټولیزې دفاع هغه هوکړه وه چې د پولنډ په وارسا ښار کې د شوروي اتحاد او په مرکزي او ختیځه اروپا کې ختیځ بلاک ته د اړوندو اوو نورو سوسیالیستي هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوه.
د «وارسا تړون» اصطلاح هم دغې هوکړې او هم د دغې هوکړې په پایله کې رامنځته شوي دفاعي اتحاد یا د وارسا هوکړې سازمان (Warsaw Treaty Organization) ته اشاره کوي. د وارسا تړون په مرکزي او ختیځه اروپا کې د سوسیالیستي هېوادونو د سیمه یئزو اقتصادي همکاریو د شورا پوځي جوړښت رامنځته کړ. دغه تړون په ۱۹۵۴ زکال کې د لندن او پاریس د غونډو پر بنسټ په ۱۹۵۵ زکال کې له شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) سره د لویدیځ جرمني د یوځای کېدو په غبرګون کې رامنځته شو.
د وارسا تړون چې شوروي اتحاد یې په سر کې ځای درلود د ناټو پر وړاندې د پوځي قدرت د توازن ساتنې په موخه رامنځته شو. له دې سره چې د دغه دوه سازمانونو ترمنځ هېڅ مستقیمې پوځي نښتې شتون نه درلود، خو دواړه په ایډیالوژیک بنسټ باندې په نیابتي جګړو کې ښکېل و. ناټو او وراسا دواړه د پوځي ځواکونو د پراختیا او په دواړو تړونونو کې د زیاتو هېوادونو د ورګډ کېدو لامل وګرځېدل. د دغه تړون د غړو هېوادونو له خوا تر ټولو لوی پوځي اقدام د ۱۹۶۸ زکال په اګست میاشت کې په چکسلواکیا باندې برید و چې له البانیا او رومانیا پرته د دغه تړون د ټولو غړو هېوادونو ځواکونو په کې ونډه لرله؛ همدغه چاره لامل وګرځېده څو له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې البانیا له دغه تړون وویستل شي. دغه تړون په ختیځ بلاک هېوادونو کې د ۱۹۸۹ زکال د انقلابونو له پراختیا را وروسته په پولنډ کې د یو موټي توب غوښتونکي خوځښت، د ۱۹۸۹ زکال په جون میاشت کې دپولنډ د قانون جوړونې د ټاکنو له بریا او د ۱۹۸۹ زکال په اګست میاشت کې د پان اروپايي روغې جوړې پر بنسټ له پاشل کېدو سره مخ شو.
ختیځ جرمني په ۱۹۹۰ زکال کې د جرمني له اتحاد وروسته له دغه تړون ووت. دغه تړون د ۱۹۹۱ زکال د فبروري په ۲۵ مه د پاتې شپږو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ناسته کې چې په هنګري کې جوړه شوې وه له منځه ولاړ. خپله شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ زکال په ډسمبر میاشت کې وپاشل شو، په داسې حال کې چې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ډېر ژر د ټولیز امنیت د هوکړې سازمان رامنځته کړ. په راتلونکو شلو کلونو کې د وارسا تړون غړي هېوادونه یوازې د شوري اتحاد له جمهوریتونو پرته (ختیځ جرمني له لویدیځ جرمني سره د اتحاد پر بنسټ او د چک او سلواک جمهوریتونه د جلا هېوادونو په توګه) او سربېره پردې بالتیک هېوادونه چې د شوري اتحاد برخه و له ناټو سازمان سره یوځای شول.
د دغه تړون په لاسلیک کوونکو بنسټ اېښودونکو کې لاندې کمونیستي دولتونه شامل و:
منګولیا: د ۱۹۶۳ زکال په جولای میاشت کې د منګولیا د خلکو جمهوریت د وارسا تړون د ۹مې مادې پر بنسټ په دغه تړون کې د شاملېدو غوښته وکړه. د چین او شوروي اتحاد ترمنځ د درز د شتون له امله منګولیا د ناظر هېواد په توګه پاتې شو. دا لومړی ځل و چې د شوروي اتحاد د عمل ابتکار د وارسا تړون د یو غیر شوروي غړي له خوا رد شو، رومانیا له وارسا تړون سره د منګولیا د یوځای کېدو څخه مخه ونیوله. شوروي دولت په ۱۹۶۶ زکال کې هوکړه وکړه په منګولیا کې پوځي ځواک ځای پر ځای کړي.
په پیل کې چین، شمالي کوریا او ویتنام هم د ناظرینو په توګه و، خو د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د چین او شوروي ترمنځ د درز رامنځته کېدو له امله چین د ناظر په توګه له خپل ځایګي لاس واخیست.
د وارسا تړون سازمان دوه اړخه لرل: سیاسي مشورتي کمېټې سیاسي چارې مخته وکړې، بل پلو د دغه سازمان د وسله والو ترکیبي ځواکونو قوماندانۍ بیا څو ملیتي ځواکونه کنټرول کول چې مرکز یې د پولنډ په وارسا کې و.
په داسې حال کې چې وارسا تړون د ناټو په څېر د جمعي امنیت اتحاد ته ورته و، خو له هغو سره یې اساسي توپیرونه لرل. د دغې تړون اته غړي هېوادونه ژمن و چې که چېرې په یو غړي هېواد برید وشي ټول به یې ځواب ته وردانګي؛ همدارنګه د غړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د یو بل په کورنیو چارو کې د متقابلې لاس وهنې څخه د ډډه کولو، د یوبل ملي حاکمیت ته د درناوي او سیاسي خپلواکۍ پر بنسټ وې.
ورته مهال په عملي توګه دغه تړون د شوروي سترواکۍ د اصطلاح په اډانه کې په ختیځ بلاک هېوادونو باندې د شوروي اتحاد د مستقیمې واکمنۍ څرګندويي کوله چې په لویدیځ بلاک باندې د متحده ایالاتو له اغېز سره د پرتلې وړ نه و. د وراسا تړون ټول قوماندان باید هم مهاله د شوروي اتحاد مخکښ چارواکي وای چې د نامعلومې مودې له پاره ټاکل کېدل؛ ورته مهال د وارسا تړون د ټولو غړو هېوادونو د ګډو ځواکونو اعلي قوماندان چې ټول دغه ځواکونه یې په واک کې و د شوروي اتحاد د دفاع وزیر لومړی مرستیال او همدارنګه د دغو ځواکونو لوی درستیز د شوروي اتحاد د ځواکونو د لوی درستیز لومړی مرستیال و. برخلاف د ناټو د عمومي منشي او د پوځي کمېټې د مشر د څوکیو لپاره کسان د ټاکلي مهال لپاره ګمارل کېږي او د ټولو غړو هېوادونو د چارواکو په هوکړه ټاکل کېږي.
په ناټو باندې د امریکا د واکمنۍ (تر ډېره په پوځي او اقتصادي ډګر کې) سربېره د شمالي اتلانتیک د اتحاد ټولې پرېکړې د شمالي اتلانتیک شورا د غړو هېوادونو په ټولیزه هوکړه وي؛ په دغه اتحاد کې د هېوادونو د غړیتوب اړوند پرېکړه هم د امریکا په واک کې نه ده بلکې یو طبیعي دیموکراتیک بهیر لري. په وارسا تړون کې ټولې پرېکړې د شوروي اتحاد له خوا په یوازې توګه کېدلې. د وارسا تړون غړو هېوادونو په دغه سازمان کې د غړیتوب اړوند د مذاکرې او پرېکړې کولو په برخو کې مساوي حقونه نه لرل.
د وارسا تړون د جوړېدو موخه دا وه چې شوري اتحاد غوښتل د دې مخه ونیسي څو مرکزي اروپا او ختیځه اروپا د شوروي اتحاد د مخالفینو پر مرکز وانه وړي. دغې پالیسۍ له ایډیالوژیکو او جیوستراتیژیکو لاملونو څخه سرچینه اخیسته. له ایډیالوژیک پلوه شوروي اتحاد د سوسیالیستي نړیوال خوځښت د رهبر په توګه د سوسیالېزم او کمونېزم د تعریف حق خپل باله. له همدې امله دغې چارې په هغه صورت کې د مداخلې اړتیا پېښوله چې څرګنده به شوه سوسیالیستي اصلي نظریات هماغه ډول چې د برژنف په دوکتورینو کې واضح شوي، نقض کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د وارسا تړون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.