د شوروي اتحاد ړنګېدل

د شوروي اتحاد ړنګېدل د شوروي اتحاد د دننۍ تجزيې بهير و، چې په پايله کې يې د يو خپلواک دولت په توګه د هېواد او د هغه د فدرالي حکومت شتون پای ته ورسېده، چې په دې ډول د ۱۹۹۱ زکال د ډسمبر په ۲۶ اساسي جمهوريتونو بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه.

دې ړنګېدلو د سرمنشي ميخايل ګوربجوف (چې وروسته ولسمشر هم و) هغه هڅه پای ته ورسوله، چې د سياسي کړکېچ او اقتصادي شاتګ په موخه يې د شوروي د سياسي او اقتصادي نظام د سمون لپاره کوله. شوروي اتحاد کورنی ولاړ حالت (رکود) او توکميزه بېلتون پالنه زغملې وه. د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد يا “USSR” که څه هم يو خورا متمرکز دولت و، له ۱۵ جمهوريتونو څخه جوړ شوی و، چې د بېلابېلو توکميزو ډلو لپاره يې د ټاټوبو په توګه ونډه ولوبوله. د ۱۹۹۱ز کال په وروستيو کې د ګواښونکي سياسي کړکېچ په منځ کې چې بېلابېل جمهوريتونه په کې وار له مخه له اتحاد څخه د بېلېدلو او متمرکز ځواک د پای ته رسولو په حال کې وو، د اتحاد د جمهوريتونو له ډلې د درې بنسټګرو جمهوريتونو مشرانو اعلان وکړ، چې شوروي اتحاد نور شتون نه لري. اته نور جمهوريتونه له ياد اعلان څخه لږه موده وروسته ورسره يو ځای شول. ګوربچوف د ۱۹۹۱ ز کال ډسمبر کې له دندې لاس واخېست او د شوروي د پارلمان پاتې حق يې د خپلې دورې د پای ته رسولو په موخه وکاروه. په ختيځ بلاک کې د ۱۹۸۹ ز کال اوښتونونه او د شوروي اتحاد ړنګېدلو دواړو په ۱۹۹۱ ز کال کې د سړې جګړې پای په نښه کړ.

د ړنګېدلو بهير د اتحاد په بېلابېلو تشکيلونکو ملي جمهوريتونو کې د ګډوډۍ په راپورته کېدلو سره پيل شو او د دوی او مرکزي حکومت تر منځ يې پرله پسې سياسي او مقننه شخړې ته وده وکړه. استونيا لومړنی شوروي جمهوريت و، چې د ۱۹۸۸ زکال د نومبر په ۱۶ نېټه يې د اتحاد دننه د دولت خپلواکي اعلان کړه. لتوانيا لومړنی جمهوريت و چې د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ د ۱۱ نېټې د قانون له مخې يې د خپلو بالتيک ګاونډيانو سره يو ځای له شوروي اتحاد څخه بشپړه خپلواکي اعلان کړه او د جورجيا د سويلي قفقاز جمهوريت ورسره په دوه مياشتنۍ دوره کې يو ځای شو.

د ۱۹۹۱ ز کال اګست کې کمونيستي سخت دريځو او پوځي اشرافو د يوې بې پايلې کودتا له مخې هڅه وکړه، چې ګربجوف راوپرځوي او د بې پايلې سمونونو مخه ونيسي. ګډوډي د دې لامل شوه، چې حکومت په مسکو کې خپل ډېری نفوذ له لاسه ورکړ او زياتره جمهوريتونو په راتلونکو ورځو او مياشتو کې خپلواکي اعلان کړه. د بالتيک دولتونو بېلتون د ۱۹۹۱ ز کال سپټمبر کې په رسميت وپېژندل شو. د بيلووېژ “Belovezh” تړونونه د روسيې د ولسمشر بوريس يلتسين، د اکراين د ولسمشر ګرافچوک او د بېلاروس د مشر شوشکيويچ له لورې د ډسمبر په ۸ نېټه لاسليک شوي وو، چې له مخې يې د هر يو خپلواکي په رسميت پېژندل کېدله او د شوروي اتحاد پر ځای يې د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو دولت “Commonwealth of Independent States (CIS)” رامنځته کړ. قزاقستان د اتحاد پرېښودلو له مخې وروستی هېواد و او د ډسمبر په ۱۶ نېټه يې خپلواکي اعلان کړه. د شوروي ټول پخواني جمهوريتونه له ګرجستان اون بالتيک دولتونو څخه پرته د ډسمبر په ۲۱ له “CIS” سره يو ځای شول او د الما-اټا تړون “Alma-Ata Protocol” يې لاسليک کړ. ګربچوف د ډسمبر په ۲۵ استعفا ورکړه او د اتومي وسلو د پيل خپرونو د واک په ګډون يې خپل ولسمشريز واکونه يلتسين ته ولېږدول، چې اوس د روسي فدراسيون لومړنی ولسمشر و. په همغه ماښام د روسيې بېرغ له کرملين څخه ښکته او پر ځای يې د روسيې درې رنګه بېرغ پورته کړای شو. په بله ورځ د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد د پورتنۍ جرګې ستر شوروي “Supreme Soviet of the USSR” يانې د جمهوريتونو شوروي “Soviet of the Republics” په رسمي ډول اتحاد له منځه وېوړ.

د سړې جګړې په پايله کې د شوروي بېلابېلو پخوانيو جمهوريتونو له روسيې سره نږدې اړيکې ساتلي او د اقتصادي او پوځي مرستې په موخه يې د “CIS”، د ډله ييز امنيت د تړون سازمان “Collective Security Treaty Organization (CSTO)”، د يوروشيا اقتصادي اتحاد “Eurasian Economic Union (EAEU)” او د متحد دولت “Union State” په څېر ګڼ اړخيز سازمانونه جوړ کړي دي. له بله پلوه بالتيک دولتونه او د وارسا د تړون زياتره پخواني دولتونه د اروپايي ټولنې برخه شول او ناټو سره يو ځای شول، په داسې حال کې چې د اکراين، ګرجستان او مالديف په څير د شوروي ځيني نور پخواني جمهوريتونه په عمومي ډول له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې له ورته تګلارې سره لېوالتيا څرګندوي.

شاليد

۱۹۸۵ز کال: د ګربچوف ټاکل

ميخايل ګربچوف د مخکيني عمومي منشي کونستانتين چيرنينکو “Konstantin Chernenko” په ۷۳ کلنۍ کې له مړينې څخه يوازې څلور ساعته وروسته د ۱۹۸۵ زکال د مارچ په ۱۱ د سياسي بيورو “Politburo” له لورې عمومي منشي وټاکل شو. ۵۴ کلن ګربچوف د سياسي ادارې تر ټولو ځوان غړی و. د سرمنشي په توګه يې لومړنۍ موخه د شوروي د ولاړ اقتصاد بيا ژوندي کول وه او نوموړی وپوهېده، چې د دې چارې تر سره کول به د بنسټيزو سياسي او ټولنيزو جوړښتونو سمون ته اړتيا ولري. سمونونه د بريژنيف د دورې د هغو لوړ پوړو چارواکو په بدلونونو سره پيل شول، چې د نوموړي په اند ښايي د اقتصادي بدلون مخه يې نيوله. د ۱۹۸۵ زکال د اپرېل په ۲۳ ګربچوف د يګور ليګاچيف او نيکولای راېژګوف په نومونو دوه تر لاس لاندې اشخاص د بشپړو غړو په توګه سياسي ادارې يا بيورو ته راوړل. نوموړي د واک وزارتونه له نوماندۍ څخه بشپړ غړيتوب ته د کی جي بي د مشر ويکتور چيبرېکوف د پورته کولو او د سياسي ادارې د نوماند په توګه د دفاع وزير سرګي سوکولوف د ګومارلو له مخې غوره وساتل.

په هر حال دې ازادي غوښتنې په شوروي اتحاد کې ملتپالو خوځښتونو او توکميزو شخړو ته وده ورکړه. همدا راز په نامستقيم ډول د ۱۹۸۹ز کال د اوښتونونو لامل شوه، چې د شوروي له لورې د وارسا د تړون تپل شوي سوسياليست نظامونه په کې په سوله ييز ډول له رومانيا څخه پرته ړنګ شول، چې دې حالت په خپل وار ګربچوف باندې فشار زيات کړ، چې د شوروي اتحاد د جوړونکو جمهوريتونو لپاره ستره ديموکراسي او خپلواکي ورکړي. د شوروي اتحاد کمونيست ګوند په ۱۹۸۹ ز کال کې د ګربچوف تر مشرۍ لاندې د ولسي استازو کانګرس “Congress of People’s Deputies” په نوم نوې مرکزي قوې ته د سيالۍ ټاکلې (محدودې) ټاکنې وړاندې کړې؛ که څه هم پر نورو سياسي ګوندونو باندې بنديز لا تر ۱۹۹۰ زکال پورې نه و لرې شوی.

د ۱۹۸۵ز کال د جولای په ۱ ګربچوف له سياسي بيورو څخه د ګريګوري رومانوف په لرې کولو سره خپل اصلي سيال ګوښه کړ او بوريس يلتسين يې د مرکزي کمېټې سکرتريت ته راوست. ګربچوف د ۱۹۸۵ز کال د ډسمبر په ۲۳ نېټه يلتسين د وېکتور ګرېشين پر ځای د مسکو د کمونيست ګوند د لومړي منشي په توګه وګوماره.

۱۹۸۶ز

ګربچوف د يو څه زياتې ازادي غوښتنې لپاره فشار ته دوام ورکړ. د ۱۹۸۶ز کال د ډسمبر په ۲۳ د شوروي تر ټولو نامتو مخالف اندري ساخاروف “Andrei Sakharov” د ګربچوف له لورې له شخصي تيليفوني اړيکې څخه لږه موده وروسته بېرته مسکو ته راستون شو؛ ګربچوف ورته په تيليفون وويل چې د چارواکو د سرغړونې له امله له نږدې اوه کالونو څخه وروسته يې کورنی تبعيد پای ته رسېدلی و.

۱۹۸۷: يو ګوندي ديموکراسي

د ۱۹۸۷ زکال د جنوري له ۲۸-۳۰ پورې د مرکزي کمېټې غونډه کې ګربچوف په ټوله شوروي ټولنه کې د ديموکراسۍ نوې تګلاره وړانديز کړه. نوموړي وړانديز وکړ، چې د کمونيست ګوند راتلونکې ټاکنې بايد د ګڼو نوماندانو تر منځ غوراوی وړاندې کړي، چې د پټو رايو په واسطه ټاکل کېږي. که څه هم غونډه کې د ګوند استازو د ګربچوف وړانديز ونه مانه او کمونيست ګوند کې ديموکراتيک غوراوی هيڅکله د پام وړ عملي نه شو.

ګربچوف په بنسټيز ډول د “glasnost” په نوم د «څرګندوالي او روڼتيا» کړنلارې د عمل ساحه هم پراخه کړه او ويې ويل، چې هيڅ موضوع په رسنيو کې د ازاد بحث لپاره بريدونه (محدوديتونه) نه لري.

سرچينې

Tags:

د شوروي اتحاد ړنګېدل شاليدد شوروي اتحاد ړنګېدل سرچينېد شوروي اتحاد ړنګېدل

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سوريننګرهار ولایتاوبړۍخصوصي کولد هیوادونو نوملړلړمژباړهد افغانستان – تاجکستان پولهفرانسهناروغيپيروعبدالرحمان باباخرقه شريفهمينهاورګاسمامير امان الله خانانا بورکوسکااستقلابانزايمتاج بېګ ماڼۍاقتصادي نظامکندهارسیرت النبی سوال او ځوابسپوږميز لېږديز کالهندارهقرآن کریمککړتیاچغرزید خلق ډموکراتيک ګوندازاد شعرپاچا گل وفادارتوکمپالنه (ټولنيزعلم)خالد بن ولیدکفننسيم حجازيله مذهبي ټولنې څخه شړلميوند بانکزکاتد انځوریزې خبريالي تاریخجنسي ځورونهچاريکارخاورهمحمد موسى شفيقچيلياموي خلافتد افغانستان اقتصادبيولوژيفدرالي قبايلي سيمېد حضرت عمر فاروق رض عدالتکونړ ولايتالفرېډ نوبلد ښځو نړیواله ورځCaliforniumلومړنۍ نړېواله جگړهژويرحيم شاهويکيسفرنور محمد ترکیتورېزم په افغانستان کېبانکښيښهخټکzutsuمنرالونهامیر حمزه خان شینواری- پښتو غزل بابا- مرثیهاسلامپالنهلایوش کشوتخيميرانرونډااډمنډ برک🡆 More