نوموړی د چندراګپتا موریا متحد او لومړی وزیر و.
د هغه اصلي نوم وشنو ګپتا و. هغه یو لوی بابا وو، نو خلکو او پاچا ورته چانکیا ویل. او ډېر کينه ګر (حاسد) و، نو د کوټیلیا په نوم پېژندل شوی. هغه یو ستر مفکر او ستر سیاستوال ګڼل کیږي. نومړی په ذات برهمن و. هغه دوه نور نومونه هم درلودل. کوټیلیا او وشنو ګپتا. هغه د چندراګپتا سره ډېره مرسته وکړه. د هغه په مشوره، چندراګپتا پنجاب فتح کړ او بیا یې د مګدا پاچا نند له واکه وغورځاوه او پخپله یې پر هغه ځای هم قبضه وکړه. چانکیا د موسیقۍ ماسټر او د لومړۍ درجې وېښيار او سازشي ذهن درلود. خو د هغه یوه لویه ځانګړنه دا وه چې د ټولو اسانتیاو سره سره یې ساده ژوند کاوه. هغه شاهي ماڼۍ ته نژدې په یوه کوټه کې اوسېده. هغه د سیاست په اړه یو کتاب لیکلی، ارته شاستر ، چې د چندرګپتا وضعیت خورا ښه بیانوي.
کوټیلیا چانکیا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (سنسکرت: Kauṭilya or Vishnu Gupta) (كورنیه: Kauṭilya) (كورنیه: Vishnu Gupta) |
پيدايښت | ۰۳۷۵ ق.م ټېکسلا |
مړینه | کال 283 ق م پټنا |
تابعیت | موريا سلطنت |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال فیلسوف ښوونکی سياستوال |
کاروونکي ژبه(ي) | سانسګریت ژبه |
ځانګړي کړنې | ارته شاستر |
سمول |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کوټیلیا چانکیا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.