کورني آلو (په لاتين Prunus domestica) د آلوگانو څخه دی چی په منځني او لويديځي اروپا کی کرل کېږي.
Prunus domestica کورني آلو | |
---|---|
د آلو یو مشهور شراب چی د چېک په جمهوريت کی جوړېږي |
نوموړي آلو په پنځم پيړۍ کی د ترکيې څخه منځني اروپا ته پراخ شو. په اوس وخت کی کورني آلو په بوهميا، آلمان،هنگري ، بلغاريا، پولنډ او اوکراين کی کرل کېږي. دغه مېوه شیرین خوند لري او په ځانگړي ډول د خواړو او شراب د جوړولو لپاره کارېږي.
د کورني آلو ونه په حمل کی گل کوي. د ونې تاج د هرم یا غونډاري شکل درلودلای سی. دغه ونه د پسرلني ساړو سره مقاومت کوي. مېوه یی نیلی رنگ او بادمی شکل لري. خوند یی شیرین دي. د مېوې او زیړ یا نارنجي رنگ لري. د کورني آلو د کرلو لپاره ښه خاوره ضرور دي چی د ډېرو تغذيو محتوي لري. د کورني آلو په دریمه هفته کی په سپتمبر کی پخېږي. د کورني آلو لرگی عالي کيفيت لری او د دي په سبب د غوښو ساتلو لپاره کارېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کورني آلو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.