کپیټلېزم یا پانګواله یو اقتصادي نظام دی چې د تولید د وسیلو د شخصي مالکیت یا څښتنولۍ او د ګټې لپاره د دوی د فعالیت پر بنسټ ولاړ دی.
د کپیټلېزم یا پانګوالۍ په اصلي ځانګړتیاوو کې د پانګې جمع کول، رقابتي بازارونه، د نرخ سیستم، شخصي ملکیت یا شتمني او د ملکیت یا شتمنۍ د حق په رسمیت پېژندل، داوطلبانه تبادله او اجرتي کار شامل دي. د پانګوال بازار په اقتصاد کې، پرېکړه کول یا تصمیم نیونه او پانګه اچونه د شتمنۍ، ملکیت، د پانګې د چلولو وړتیا لرونکو یا په پانګې او مالي بازارونو کې د تولید وړتیا لرونکو مالکینو لخوا ټاکل کېږي – په داسې حال کې چې نرخونه او د توکو او خدماتو وېش تر ډېره د توکو او خدماتو د سیالۍ په بازارونو کې ټاکل کېږي. اقتصادپوهانو، تاریخپوهانو، سیاسي اقتصادپوهانو او ټولنپوهانو د پانګوالۍ یا کپیټلېزم په اړه په خپلو تحلیلونو کې بېلابېل نظرونه وړاندې کړي او عملا یې د هغه بېلابېل ډولونه تشخیص کړي یا پېژندلي دي، چې په کې لایزیز فیر (laissez-faire) یا د ازاد بازار پانګوال نظام، دولتي پانګوال نظام، او سوکاله پانګوال نظام شامل دي. د پانګوالۍ بېلابېل ډولونه د ازادو بازارونو، عامه مالکیت یا څښتنولۍ، د ازادې سیالۍ پر وړاندې شته خنډونو او د دولت له لوري منل شوو ټولنیزو پالیسیو بېلابېلې درجې او کچې لري. په بازارونو کې د سیالۍ کچه او د مداخلې او مقرراتو رول او همدارنګه د دولت د مالکیت ساحه د پانګوالیزم په بېلابېلو ماډلونو کې توپیر لري. د هغې کچې ټاکل چې پکې بېلابېل مارکېټونه ازاد دي او همدا راز د شخصي ملکيت یا شتمنۍ د ټاکلو اصول د سياست او پالیسۍ مسئله ده. زیاتره موجوده پانګوال اقتصادونه مخلوط اقتصادونه دي چې پکې د ازاد بازار عناصر له دولتي مداخلې او په ځینو مواردو کې له اقتصادي پلان جوړونې سره را یوځای کېږي. بازاري اقتصادونه د حکومت په ډېری ډولونو او بېلاېلو وختونو، ځایونو او کلتورونو کې شته وو. عصري پانګوالو ټولنو په لویدیځه اروپا کې په یوه داسې بهیر کې وده وکړه چې د صنعتي انقلاب لامل شو. پانګوال نظامونه د مستقیمې دولتي مداخلې له بېلابېلو کچو سره له هماغه وخت راهیسې په لوېدیځه نړۍ کې واکمن شوي او د خپرېدو په حال کې دي. اقتصادي وده د پانګوالو اقتصادونو یوه ځانګړنه ده. د کلمې ریښهد "پانګوال" (capitalist) اصطلاح، چې معنا یې د پانګې مالک یا څښتن دی، د "پانګوالۍ" (capitalism) تر اصطلاح وړاندې څرګنده شوې او د ۱۷مې پېړۍ منځنیو وختونو ته رسېږي. "پانګوالي" له پانګې (capital) څخه اخیستل شوې، چې ریښه یې یوه وروستۍ لاتیني کلمه capitale ده او هغه بیا له کپوټ (caput) څخه راغلې چې د "سر" معنا لري – چې د منقول ملکیت یا شتمنۍ په معنا کې د "chattel" یا شخصي شتمنۍ او "cattle" یا غواګانو ریښه هم پکې ده. سرمایه یاCapitale کلمه د ۱۲مې او ۱۳مې پېړۍ ترمنځ وختونو راڅرګنده شوې او د فنډونو، د سوداګریزو توکو زېرمې، د پیسو مجموعې یا د ګټې وړ پیسو لپاره کارول شوې. تر ۱۲۸۳ کال پورې دا د سوداګریز شرکت د پانګیزې شتمنۍ په معنا کارېده او ډېری وختونه د نورو کلمو– لکه بډاینه، پیسې، فنډونه، توکي، شتمنۍ، ملکیت او داسې نورو پر ځای هم کارول شوې ده. تاریخچهکپیټلېزم یا پانګوالي د هغې په عصري بڼه د کرنیز پانګوالیزم او د رینسانس په لومړیو کې د مرکینټلېزم ظهور ته، لکه د فلورېنس په څېر ښاري ایالتونو کې، رسول کېدای شي. پانګه په ابتدايي ډول په کوچنۍ پیمانه له پېړیو پېړیو راهیسې د سوداګرۍ، کرایه کولو او پور ورکولو اړوند فعالیتونو او کله ناکله له یو څه اجرتي کار سره د کوچنیو صنعتونو په بڼه موندل شوې. د اجناسو ساده تبادله او په پایله کې یې د اجناسو ساده تولید، چې له سوداګرۍ څخه د پانګې د ودې لومړنی بنسټ جوړوي، خورا اوږد تاریخ لري. عربانو پانګوال اقتصادي سیاستونه لکه ازاده سوداګري او بانکداري پیل کړل. د هندي-عربي عددونو کارولو د حسابدارۍ (bookkeeping) اسانتیا برابره کړه. دا نوښتونه اروپا ته د سوداګریزو شریکانو یا ونډوالو له لارې د وینس او پیسا په څېر ښارونو ته ولېږدول شول. اېټالوي ریاضي پوه فیبوناکي (Fibonacci) مدیترانې ته سفر وکړ او هلته له عرب سوداګرو سره تر خبرو وروسته په اروپا کې د هندي-عربي عددونو د کارونې د دودولو لپاره راستون شو. عرضه او تقاضاپه پانګوالي اقتصادي جوړښتونو کې عرضه او تقاضا په بازار کې د نرخ ټاکلو یو اقتصادي ماډل دی. په دغه ماډل کې داسې انګېرل کېږي چې په یوه بشپړ رقابتي بازار کې به د یوه ځانګړي توکي د یوه واحد بیه تر هغه پورې توپیر مومي، ترڅو یوې داسې نقطې ته ورسېږي چې پکې د مصرفوونکو له لوري غوښتل شوی مقدار (په اوسني نرخ) د تولیدوونکو له لوري له چمتو شوي مقدار سره (په اوسني نرخ) مساوي شي، چې په پایله کې یې د بیې او مقدار لپاره اقتصادي انډول رامنځته کېږي. د عرضې او تقاضا "بنسټیز قوانین"، لکه څنګه چې د ډیویډ بیسانکو او رونالډ بریوټګیم لخوا تشریح شوي، لاندې څلور دي:
د دولت رولپه پانګوال نظام کې دولت د شخصي ملکیت ساتنه کوي او د وګړو دا حق تضمینوي چې خپله دنده په خپله غوره کړي. په ډېری مواردو کې، حکومت یا دولت د اجرې یا مزد په ټاکلو او د خپلو محصولاتو لپاره د نرخونو په ټاکلو کې د شرکتونو مخه نه نیسي. که څه هم ډېری هېوادونه د تر ټولو کم معاش قوانین او د خوندیتوب تر ټولو ټیټ معیارونه لري. د پانګوالۍ په ځینو نسخو یا بڼو کې بیا حکومت یو شمېر اقتصادي دندې ترسره کوي، لکه د پیسو صادرول، د عامه خدماتو څارنه، او د خصوصي قراردادونو پلي کول. ګڼ هېوادونه بیا د سیالۍ یا رقابت داسې قوانین لري چې انحصار او کارټلونه (cartels) منع کوي. له انحصار ضد قوانینو سره سره، لوی شرکتونه کولی شي په ځینو صنعتونو کې تقریبا انحصار وکړي. دا ډول شرکتونه کولی شي په لنډمهاله توګه نرخونه راټیټ کړي او زیانونه ومني ترڅو بازار ته د سیالۍ یا رقابت د ننوتلو مخه ونیسي او بیا کله چې د سیالۍ ګواښ کم شي، نرخونه بېرته لوړ کړي. په ډېری هېوادونو کې، عامه اسانتیاوو لکه برېښنا، تودوخه تولیدوونکو سوندتوکو، او مخابراتو ته اجازه ورکول کېږي چې د حکومت له لوري تنظیم شوي انحصار په توګه کار وکړي ترڅو د پراخو زیربناوو د نصب او ساتنې اړوند خنډونه راکم کړي. دولتي ادارې په ډېری صنعتونو، لکه هوایي شرکتونو او نشراتو، کې د خدماتو معیارونه تنظیموي او دغه راز د ګڼ شمېر پروګرامونو مالي ملاتړ هم کوي. پر دې سربېره، حکومت د پانګې جریان تنظیموي او ځینې مالي وسایل، لکه د ګټې کچه، کاروي ترڅو د انفلاسیون او بېکارۍ په څېر عوامل کنټرول کړي. ډولونهد پانګوالۍ یا کپیټلېزم ګڼ ډولونه شته دي، چې د هر هېواد او سیمې له مخې توپیر لري. د پانګوالۍ د ټولو مختلفو بڼو ترمنځ مشترکه ځانګړنه دا ده چې دوی په ټولیزه توګه د تولید د وسیلو د شخصي مالکیت یا څښتنولۍ او د ګټې لپاره د توکو او خدماتو د تولید پر بنسټ ولاړ دي او همدا راز د بازار پر بنسټ د سرچینو پر تخصیص او د پانګې پر راټولولو راڅرخي. په دغو ډولونو کې پرمختللې پانګوالي یا کپیټلېزم، کارپورېټ کپیټلېزم، مالیاتي کپیټلېزم، د ازاد بازار کپیټلېزم، سوداګریز کپیټلېزم، ټولنیز کپیټلېزم، دولتي کپيټلېزم او د سوکالۍ او رفاه کپیټلېزم شاملېږي. د پانګوالۍ یا کپیټلېزم نور ډولونه هم انارکو-کپیټلېزم، د ټولنې کپیټلېزم، بشري یا انساني کپیټلېزم، نوی کپیټلېزم، د دولت انحصاري کپیټلېزم او تېکنو-کپیټلېزم دي. د معاصرې پانگوالی ځانگړنې
انحصاري پانگوالي يا امپرياليزمد پانگوالی هغه مرحله چې ازاد رقابت په کې محدودېږي او په عمده توگه د انحصار د څښتنانو تر منځ دغه رقابت پاتې وي دولتي انحصاري سرمايه داريپه دې مرحله کې دولت او انحصارات يو له بله ځوښ خوري او لاسونه سره ورکوي، کارگري غورځنگونه ټکول کېږي او په اصطلاح د ملي ازادي بخښونکو مبارزو مخ ته خنډونه ايجادېږي دولتي پانگواليد مناسباتو هغه سيسټم چې د پانگوال اقتصاد او پانگوال دولت تر منځ برقراره کېږي او د توليدي وسايلو يوه برخه د دولت په لاس کې متمرکزه کېږي. تر انحصار دمخه پانگواليهغه پانگوالي چې د سرمايه دارانو ترمنځ پر ازاد رقابت ولاړه ده، په دې دوره کې پانگوالان منځنی سود ترلاسه کوي |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پانگولي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.