پالرمو

پالرمو ( /pəˈlɛərmoʊ, -ˈlɜːr-/ pə-LAIR-moh, -⁠LUR- په ايټالوي ژبه (اورېدل   ) په سیسیلي ژبه: پالیرمو په سیمه‌ییز ډول هم د پالیمو یا پاليئموپه نوم یادیږي) په سویلي ايټالیا کې پروت ښار چې د سیسیلي د دواړو خپلواکو/خودمختاره سیمو پلازمېنه او د پالرمو مورنی ښار دی، دا ښار مورنۍ ولایت احاطه کوي.

دې ښار د تاريخ، کلتور، معمارۍ او غوره خوړو د پېژندنې له امله چې د موجودیت په بهیر کې يې مهم رول لوبوي د خلکو پام ځانته اړولی؛ دا ښار ۲۷۰۰ کلن دی. پالرمو د سیسیل ټاپو په شمال لویديځه برخه او د پالرمو خليج ته څېرمه په ټیرنین سیند کې پروت دی.  

دا ښار له میلاد څخه مخکې په ۷۳۴ کال کې د فینیکیانو له‌خوا د سیس (ګل) په نوم رامنځته شو. پالرمو وروسته د کارتاژ تر ولکې لاندې راغی. دوه یوناني مستعمرې رامنځته شوې چې په ټولیز ډول د پانورموس په نوم پېژندل کېږي؛ کارتاژیانو له ميلاد څخه مخکې تر پنځمې پېړۍ وروسته دا نوم پر خپلو سیکو کاروه. دا له زرګونو کلونو څخه زیات د پاناموس په توګه د روم امپراتورۍ او روم جمهوریت یوه برخه و. له ۸۳۱ کال څخه تر ۱۰۷۲ کال پورې کله چې دا ښار د لومړي ځل لپاره د سیسیل پلازمېنه شو د سیسیل په امارت کې د عربو تر واکمنۍ لاندې و. د دې وخت په بهیر کې دا ښار د بالارم په نوم پېژندل کېده. د نورمن‌یانو تر فتحې وروسته، پالرمو له ۱۱۳۰ څخه تر ۱۸۱۶ پورې د سیسیل پاچاهۍ په نوم د نوې پاچاهۍ پلازمېنه شو. 

د يورواسټاټ له‌خوا د پالرمو د ښاري سیمې نفوس ۸۵۵۲۸۵ کسان اټکل شوی، حال دا چې ښاري سیمه يې د ۱.۲ میلیون کسانو له لرلو سره د ايټالیا پنځمه ښاري سیمه ده. د دې ښار په مرکزي سیمه کې شاوخوا ۶۷۶۰۰۰ کسان ژوند کوي. اوسېدونکي يې د پالرمیتاني یا په شاعرانه تعبیر پانورميټي سره پېژندل کېږي. وګړي يې په ايټالوي ژبه او د سیسیلي ژبې په پالرميتانوی ګړدود/لهجه خبرې کوي.

پالرمو د سیسیل کلتوري، اقتصادي او سيلاني پلازمېنه ده. دا ښار له موسیقۍ، هنر، کلتور او خوړو څخه غني دی. ډېری سیلانیان د دې ښار د جذاب مدیترانه‌یي اقلیم، خوړو او پېژندل شویو رسټورانتونو، کلیساګانو، ماڼيو او په رومي سبک جوړو شویو، باروک، ګوټیک او ارت نوا ودانیو او شپني ژوند او موسیقۍ له امله جذبېږي. پالرمو د سیسیل اصلي صنعتي او سوداګریز مرکز دی: چې سیلانیتوب، د خدماتو وړاندې کول، کرنه او سوداګري یې په اصلي صنعتي برخو کې شاملېږي. اوس‌مهال پالرمو یو د پام‌وړ پټ اقتصاد او یو نړیوال هوايي ډګر لري. پالرمو په حقیقت کې د کلتوري، هنري او اقتصادي لاملونو له امله د اروپا تر ټولو لوی مدیترانه‌يي ښار و او اوس‌مهال په ايټاليا او اروپا دواړو کې د سیلانیتوب تر ټولو غوره ځای دی. په دې ښار کې د عرب -نورمان پالرمو او د سفالو او مونرېله جامع کلیساګاڼې د یونیسکو د نړیوال تاریخي ميراث اصلي ځایونه دي. دا ښار همدارنګه په احتیاط د بیارغونې  په حال کې دی او د يورو – مديترانه‌يي سیمې په یو لوی ښار بدلېدلو ته تياری نیسي.

رومي کاتولیک مذهب د پالرماتین په کلتور کې ډېر مهم دی. د پالرمو ساتونکی پير سانټا روزاليا دی چې د جشن ورځ يې د جولای په ۱۵مه نمانځل کېږي. دا سیمه هر کال د پام‌وړ شمېر سیلانیان ځانته راجلبوي او د پالرمو په زړه کې د ووچېریا، بالرو او کېپو په نوم د ميوې، سابو او کباڼو د رنګارنګ بازارونو له امله په پراخه کچه پېژندل شوی دی. 

جغرافیه

پالرمو په یو ډنډوکي/حوض کې پرته ده چې د پاپيريتو، کمونیا او اورټو له سیندونو څخه جوړ شوی دی. دا ډونډوکی په ۹مه پېړۍ کې د عربانو له‌خوا د کانکا ډورو/ Conca d'Oro (طلایي ډنډوکي) په نوم ونومول شو. دا ښار د يوې غرلړۍ په‌واسطه احاطه شوی دی چې د ښار په خپل نوم نومول شوې ده. دا غرونه تیرنین سیند ته مخامخ دي. پالرمو يو طبعي بندر او د سیند عالي منظرې لري چې په ځانګړي ډول له مونټ پليګرو څخه يادونه کولی شو.

اقلیم

پالرمو نیمه‌استوايي/ نيم‌تود مدیترانه‌يي اقلیم او ګرم اوړی له منځني موسمي بدلون سره تجربه کوي (د کوپين د اقليم وېش/طبقه‌بندي: Csa) اوړي يې د نیمه استوايي فشارلرونکي سیستم د تسلط له امله ډېر اوږدمهاله، ګرم او وچ دي، حال دا چې ژمي يې معتدل او د بدلون وړ وي او د قطبي جبهې له امله يې هوا باراني ده. د تودوخې درجه د مني او پسرلي په موسم کې معمولاً ګرمه وي. پالرمو په اروپا کې یو له ګرمو ښارونو څخه دی (تر ډېره د هغه د تودو شپو له امله) د هوا د تودوخې منځنۍ کلنۍ کچه يې د سانتي ګرېډ ۱۸ درجې (د فارنهایت ۶۴ درجې) ده؛ دا په ايټاليا کې له یو تودو هېوادونو څخه دی. په کال کې نږدې ۲۵۳۰ ساعته لمر ترلاسه کوي. د واورې ورېدنه یوه نادره پېښه ده چې له ۱۹۴۵ کال راهیسې شاوخوا ۱۰ ځله واوره په‌کې شوې ده. له ۱۹۴۰مې لسیزې څخه تر نن پورې لږ تر لږه ۵ ځله د پام‌وړ واورې ورېدلې دي. د تودوخې درجه معمولا په مني او پسرلي کې ګرمه وي. په ۱۹۴۹ او ۱۹۵۶ کلونو کې کله چې د تودوخې درجه لږ تر لږه د سانتي ګرېډ (د فارنهایټ ۳۲ درجه) صفر درجې ته راټيټه شوه، ښار په څو سانتي متره واوره پوښل شوی و. د واورې وورښت هم په ۱۹۸۱، ۱۹۸۶، ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې شوی. د سیند د تودوخې کلنۍ منځنۍ کچه له ۱۹°C (°F ۶۶) څخه لوړه ده؛ چې په فبروري کې د سانتي ګرېډ تر ۱۴ درجې (۵۷ فارنهایټ) او په اګست کې د سانتي ګرېډ تر ۲۶ درجو (۷۹ فارنهایټ) پورې رسېږي. له نوامبر څخه تر مې پورې دوره کې د سیند د تودوخې منځنۍ کچه د سانتي ګرېډ تر ۱۸ درجو (۶۴ فارنهايټ) پورې بدلون مومي او له جون څخه تر اکتوبر پورې دوره کې د سیند د تودوخې منځنۍ کچه د سانتي ګرېډ له ۲۱ درجو (د فارنهایټ ۷۰ درجې) څخه لوړيږي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ابن سينا بلخيیوهانس ورمیرملارياد افغانستان جغرافيهد کابل کندهار لویه لارعنايت الله عنايتد لویې بریتانیا لومړی جورجد ښځو نړیواله ورځچيليد قسطنطنیې ايالت ( فتحه)ناټواورګاسمدوتنهفیودور داستایفسکيانټرنېټکابل سيندسره میاشتخېبر پښتونخوااکسايدد اوبو آسحميد مومندu9ly0محمد بن قاسمد ښځې تناسلي آلهزمریلغمان ولايتارواپوهنهسود ( ربا )چاریکارښوونځیتاي ژبهکندهارامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )د افغانستان باندنۍ اړيکېد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهلعل پاچا ازمونامازون باراني ځنګلتکبربودجهانرژي په بریتانیا کېآزاد تجارتد ډبرو د سکرو کان کیندنهد شهیدانو چوکهراتحبيب الله رفيعاقتصادي ستونزهخالص صادراتاسلام او ساينسختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)د نړۍ نفوسکیم جونګ اونساراتوفژوندپښتو ويکيپېډياروندي ژبههواککړتیامالېزيامنځنۍ پېړۍانزايمغني خان24 اپرېلد ډيورنډ کرښهننګرهار ولایتپښتانه🡆 More