ټوپوګرافي د ځمکې د سطحې د فورمونو او ځانګړنو څېړنه ده.
د یوې سیمې ټوپوګرافي ښايي د هغې ځمکې ډولونو او ځانګړنو یا یوې تشرېح (په ځانګړي ډول په نقشو کې یې ترسیم) ته وویل شي.
ټوپوګرافي د ځمکنیو او سیاروي علومو یوه څانګه ده او په ټولیز ډول د سیمو پر جزئیاتو، نه یوازې برجسته نقشو بلکې د هغې سیمې پر طبیعي او مصنوعي ځانګړنو او حتا ځايي تاریخ او فرهنګ بحث کوي. دا معنا یې په متحدو ایالتونو کې ډېره معموله نه ده. په متحدو ایالتونو کې د ارتفاعي کرښو لرونکو ټوپوګرافي نقشو، ټوپوګرافي له نقش سره مترادفه کړې ده.
د ټوپوګرافیکې څېړنې لپاره بېلابېلې طریقې موجودې دي. دا چې کومه طریقه/طریقې وکارول شي، د څېړل کېدونکې سیمې په محدوده او اندازه، هغې ته د لاسرسي او د شته څېړنو په کیفیت پورې اړه لري.
سروې د ځمکنیو یا درې اړخیزو فضايي موقعیتونو د نقطو او د هغوی تر منځ د واټنونو او زاویو له دقیقې ټاکنې سره مرسته کوي چې د ټيوډولیټونو او کلینومټرونو په څېر د تسطیح وسایل کاروي.
پر یوه لومړنۍ ټوپوګرافیکه نقشه کار د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې د لوی ایټالوي ستور پېژندونکي «جوواني ډومینکو کاسیني» لهخوا پیل شو.
که څه هم چې له لیرې څخه د معلوماتو راټولولو پروسې د معلوماتو راټولونه چټکه کړې ده او په اوږدو واټنونو کې یې د دقت د لا ډېر کنترول شونتیا برابره کړې ده، خو مستقیمه څېړنه د ټولو هغو ټوپوګرافیکو کارونو لپاره د کنټرول بنسټیز ټکي او چوکاټ برابروي چې هغه که لاسي وي یا د جي.ای.اېس په مرسته وي.
په کومو سیمو کې چې د نقشه اخیستنې او سروې ګڼ مستقیم پروګرامونه موجود دي (د بېلګې په توګه د اروپا او متحدو ایالتونو ډېری برخې)، راټول شوي معلومات یې د ډي.اي.اېم.یو.اېس.جي.اېس د معلوماتو په څېر د بنسټیزو ډيجیټلي ارتفاعي معلوماتو بنسټ جوړوي. دغه ډېټا یا معلومات باید تر ډېره تصفیه شي تر څو د نظرپوښتنو تر منځ شته اختلاف له منځه لاړ شي، خو له دې سره سره دغه معلومات بیا هم په لویه کچه کې د تحلیلونو لپاره ارزښتناک معلومات برابروي.
له لرې څخه کنترول له موخنې سیمې څخه په څه ناڅه واټن کې د جغرافيايي معلوماتو راټولولو ته یوه عمومي اصطلاح ده.
هوايي او سپوږمکیز تصویرونه نه یوازې دا چې په فوټوګرامټرۍ کې رول لري، بلکې کولای شو د ځمکنیو ځانګړنو د ترسیم او د ځمکې د پوښ د څه ناڅه عمومي ځانګړنو د پېژندنې لپاره هم کارېدای شي. بې له شکه دغه تصویرونه تر ډېره د جغرافیايي تصویر جوړونې برخه ګرځېدلي دي. هغه تصویر اخیستنه چې رنګونه یې کاذب وي او طیفونه یې نه لیدل کېدونکي وي، هم کولای شي د ځمکې د نباتي برخې د څه ناڅه څرګند تصویر او نورو کارندو معلوماتو له لارې د ځمکې له مکاني او سیمهييزو شرایطو سره مرسته کوي. داسې هم کېدای شي چې تصویرونه بېلابېل لیدل کېدونکي رنګونه ولري او په بېلو طیفونو کې وي.
ټوپوګرافي په بېلابېلو علمي برخو کې کارول کېږي. په عصبپوهنه کې د عصبي عکس اخیستنې څانګه د مغز د نقشې اخیستنې لپاره د EEG د ټوپوګرافۍ په څېر تخنیکونه کاروي. د سترګو په طب کې د قرنیې ټوپوګرافي د داسې یوه تخنیک په توګه کارول کېږي چې په مرسته یې د قرنیې د سطحې انحنا ترسیمېږي. د نسجونو په انجنیرۍ کې د اتومي ځواک مایکروسکوپ د نانوټوپوګرافۍ د نقشې اخیستنې لپاره کارول کېږي.
د انسان په اناتومۍ کې ټوپوګرافي د انسان د ظاهري هیکل اناتومي ده.
په ریاضیاتو کې د ټوپوګرافۍ مفهوم د نقشو پر مخ د نمونو یا بېلګو او د تشکیل ټولیزو ځانګړنو د ښودنې لپاره د یوې داسې اصطلاح په توګه کارول کېږي چې په کې متغیرونه (یا د هغوی ارزښتونه) په یوه فضا کې وېشل کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ټوپوګرافي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.