د بادغيس ولايت د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت یو ولايت دی.
چې بادغيس د مرغاب او هريرو رودونو ترمنځ موقعيت لري. بادغيس د بادخېز په معنى هم راغلى دى، چې بادونه په کې زيات چلېږي، ځکه نو دغه نوم ورکړل شوى دى. د بادغیس ولایت مرکز د قلعه نو په نوم سره یادیږی. د غرب لخوا یی هرات ولایت ، د شرق لخوا د فاریاب ولایت ،شمال ته یی ترکمنستان او جنوب ته یی د غور ولایت موقعیت لری. دا ولایت ۲۰۵۹۱ کیلومتره مربع مساحت لری. او شپږ ولسوالۍ لری. نوم ایښودنهبادغیس یو تاریخی نوم دی چی د دریشتیانو لخوا د واییتی کئس په نامه یاد شوی دی چی معنی یی په څمکه د ۱۲ غره څخه اخستل شوی ده. په اوستایی ژبه کی د بندهش چی د وادگیس یا بادغیس په نامه یاد شوی دی. د بادونو د لیگدو او بادونو د پیدا کیدو په نامه هم ځینی خلک ورته معنی ورکوی. نفوسپدی ولایت کی په کافی اندازه اوبه نشته او د سړکونو کمبود هم لیدل کیږی نو ددی له امله پدی ولایت کی کمترین نفوس ځای لری او د نفوس د رشد له امله هم ډیره ضعیفه وده لری. داسی ویل کیږی چی پدی ولایت کی ۵۶ سلنه تاجک، ۴۰ سلنه پښتانه، ۴ سلنه ازبک ، ترکمن او بلوچ دی. طبیعی منظریپدی ولایت کی د غرنی موقعیت او جوړښت له کبله ډیری ښی منظری لری. غرونه یی اکثرا دارچی په ونو باندی پټ او ډیری طبیعی چینی لری. یوه بله دره د ولاړو اوبو لری چی د پوده اوبو په نامه یادیږی بل طبیعی ځای دی. په پسرلی کی یی د غرو لمنی د لاله د د گلانو څخه پټ وی. ولسوالۍبادغیس ولایت ۷ ولسوالۍ لرې.
کينډۍ:د بادغيس ولايت ولسوالۍ |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بادغيس ولايت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.