جنت د څښتن تعالى له مخلوقاتو څخه هغه مخلوق دى، چې د خپلو نورو مخلوقاتو د نېكو كړو، وړو په بدل كې وركول كېږي.
جنت د نورو مخلوقاتو لكه، انسانانو، پېريانو، ژويو، او اسمان او زمكې څخه مخكې پېدا كړې، چې دممهال هم شتون لري، او تل تر تله به وي او پاى نلري. د لسان العرب ليكوال د جنت په اړه داسې وايي: جنت چې جمع يې جنان دى، داسې بڼ دى، چې له مېوه لرونكيو ونو څخه ډك وي. دارنگه ابو علي په خپله تذكره كې داسې ليكي: د عربو شاعرانو په كلام كې چې چېرې هم جنت وي، نو ضرور به ورسره مېوه او انگور ذكر وي.جنت د په اخرت كې د نعمتونو ځاى دى. څښتن تعالى د جنت او هغه څه چې د مخلوقاتو د نېكيو په بدل كې به وركول كېږي، په وار وار يادونه كړې لكه چې په لاندې سپېڅلي ايت كې فرمايي: ان المتقين ف مقام امين، في جنات و عيون، يلبسون من سندس و استبرق متقابلين، كذلك و زوجناهم بحور عين، يدعون فيهما بكل فاكهه امنين، لا يذوقون فيها الموت الا الموته الاولى و وقاهم عذاب الجحيم.
د جنت پراخوالېالله تعالى د آل عمران سورت په ١٣٣ ايت کي داسي فرمايلي دي: ژباړه:-((پر هغه لاره په منډه منډه وخغلئ چي ستاسي د پروردگار د بشني او د هغه د جنت خوا ته تللي ده. چي هغه د اسمانونو او ځمکي په شان پراخ دى او هغه له خدايه وېرودونکو خلكو لپاره تيار کړی شوى دى.)) په د جنت اوسېدونكيپه جنت كې ارام كولد جنت نهرونهد جنت سوريد جمنت ويالې د جنت دروازې د جنت كوټې د جنت خاوندانو لپاره نعمتونهد څښتن تعالى ديدار كول روانې چينې او څښاك نهرونه او لوازم يې ډول، ډول مېوې رزق او ډول، ډول غوښېحورې جامې د جنتيانو ځانگړتياوېاحسان كوونكي له څښتن تعالى څخه ډارېدونكيد كلك ايمان ځښتنان د ځښتن تعالى شكر كول جنت د ترلاسه كولو اسباب د ځښتن او د هغه د نبي پيروي كولخپل لمونځونه په وخت سره ادا كولنېك عمل په دين كې استقامت ايمان او جهادصابرين د ځښتن په لار كې جهاد كول |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article جنت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.