يوراګوای

يوراګوای چې رسمي نوم يې د يوراګوای ختيځ جمهوريت دی، په سويلي امريکا کې پروت يو هېواد دی.

په لويديځ او سويل لويديځ کې يې پولې له ارجينټاين سره، په شمال او شمال ختيځ کې له برازيل سره پولې شريکې دي، په داسې حال کې چې په سويل کې له «رايو ډي لا پلاټا» سره پوله لري او سويل ختيځ ته يې له اتلانتیک سمندر (اقيانوس بحر) سره پوله شريکه ده. د يوراګوای مساحت ۱۷۶،۰۰۰ کيلو متر مربع (۶۸،۰۰۰ ميل مربع) دی او د اټکل تر مخې نفوس يې ۳،۵۱ ميلیونه دی، د دوی له ډلې دوه ميلیونه يې د ستر ښار او پلازمېنې «مونټي ويډيو» په ښاري سيمه کې ژوند کوي.

هغه سيمه چې په يوراګوای بدله شوه په لومړي ځل ۱۳،۰۰۰ کاله مخکې د ښکاريو د ډلو له خوا اباده شوې وه. دې سيمې ته د اروپايانو د رسېدو پر مهال پیاوړې قبيله د «چارا» خلک وو، دا هغه مهال و کله چې پرتګاليانو په ۱۶۸۰ز کال کې « Colónia do Sacramento» جوړ کړ؛ د نږدې ګاونډيو هېوادونو په پرتله يوراګوای لرې پرتو اروپايانو اشغال کړی و. اسپانويانو د اتلسمې پېړۍ په لومړيو کې د دې سيمې لپاره د سياليو د ادعاوو له امله مونټيويډيو د يو پوځي مرکز په توګه جوړ کړ. يوراګوای د ۱۸۱۱ او ۱۸۲۸ز کلونو تر منځ موده کې خپله ازادي تر لاسه کړه، له دې وروسته د پرتګال او اسپانيې او وروسته د ارجينټاين او برازيل تر منځ  څلور اړخيزې هلې ځلې پيل شوې. دا هېواد د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د بهرني اغېز او لاسوهنې تر اغېز لاندې و، په داسې حال کې چې پوځ په داخلي سياست کې بيا بيا خپله دنده تر سره کړې ده. د ۱۹۶۰ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۷۰ز لسيزې په لومړيو کې، د چپ اړخو چريکي فعاليتونو پر ضد د اقتصادي بحرانونو او سياسي ځپنې د يوې لړۍ په پايله کې جمهوري پړاو پای ته ورسېد، کوم پړاو چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې پيل شوی و او د ۱۹۷۳ز کال د کودتا په پايله کې له منځه ولاړ او يو ملکي-پوځي ديکتاتوري نظام منځ ته راغلو. پوځي حکومت چپ اړخي، سوسياليستان او سياسي مخالفين تعقيب کړل، په پايله کې يې ګڼ خلک ووژل شول او د پوځ له خوا د شکنجې ګڼې پېښې منځ ته راغلې؛ په ۱۹۸۵ز کال کې پوځ يو ملکي حکومت ته واک خوشې کړ. اوس مهال يوراګوای يو ديموکراتيک پر اساسي قانون ولاړ جمهوريت دی، ولسمشر يې هم د دولت او هم د حکومت مشري په غاړه لري.

يوراګوای يو مخ پر وده هېواد دی، د لوړ عايد اقتصاد لري، په ديموکراسۍ، سوله، د فساد په کم تصور او برېښنايي حکومتولۍ کې په لاتيني امریکا کې لومړی درجه مقام لري. د رسنيو د ازادۍ، د منځنۍ طبقې اندازې او خوشالۍ په برخه کې په سويلي امریکا کې لومړی مقام لري. د سړي سر له مخې، يوراګوای د هر بل هېواد په نسبت د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموريتونو کې تر ټولو زیاته پوځيانو ونډه لري.  د نړيوال تروريزم شاخص له اړخه په سويلي امریکا کې د تر ټولې کمې درجې لرونکی هېواد دی، د اقتصادي ازادۍ، عايد برابرۍ، د سړي سر عايد او د مستقيمې بهرنۍ پانګونې جریان به نظر کې نيولو سره په دې لویه وچه کې دويم ځای لري. د بشري ودې د شاخص، کورني ناخالص عايد ودې، نوښت او زېربناوو له اړخه يوراګوای د دې لويې وچې څلورم غوره هېواد دی. يوراګوای په لاتيني امریکا کې يو له تر ټولو زیات ټولنيزو پرمختګي هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د شخصي حقوقو، زغم او شموليتي مسائلو لپاره د نړيوالو اقداماتو په ډلبندۍ کې لوړه درجه لري، په کوم کې چې د LGBT د ټولنې منل هم شامل دي. دې هېواد بنګ، له خپل جنس سره واده کول او د جنین سقط قانوني ګرځولي دي. يوراګوای د ملګرو متلونو، OAS، او مرکوسر بنسټ اېښودونکی غړی دی.

د نوم رېښې

د يوراګوای هېواد نوم د سيمه ييزې ګراني ژبې له « Río Uruguay» څخه اخیستل شوی دی. ډېر تشریحات شته، «د مرغۍ سمندر» (د اورو سمندر، د چارون له لارې، اورو « urú» د هر ډول ځنګلي مرغۍ عام نوم دی). دا نوم يوروګوا (پموميلا ميګاسټوما) په نوم سمندر کونجکې (حلزون) ته هم اشاره کېږي، کوم چې د دې هېواد په ساحلونو کې ډېر زيات وو.

د دې نوم تر ټولو مشهور تفسير يو يې هغه و چې د يوراګوای د يو مشهور شاعر « Juan Zorrilla de San Martín» له خوا وړانديز شوی دی، «د رنګه مرغیو سمندر»، که څه هم په دې تفسير شکونه شته، بيا هم په دې هېواد کې له يو مهم کلتوري اهميت څخه برخمن دی.

د اسپانيې دنېواک پر مهال او له هغې وروسته د يو څه وخت لپاره، يوراګوای او ځينو ګانډيو سیمو ته «بانډا اورينټل» نوم اخستل کېدو، (د يوراګوای د سمندر ختيځه غاړه)، له هغې وروسته د څو کلونو لپاره د «ختيځ ايالت» په نوم يادېدو. له خپلواکۍ راهيسې دا هېواد د « República Oriental del Uruguay» په نوم يادېږي، د کوم معنا چې ده «د يوراګوای سمندر ختيځ جمهوريت». خو په انګريزي ژبه کې په عام ډول يا په دې ډول « Oriental Republic of Uruguay» او يا په دې ډول « Eastern Republic of Uruguay» ژباړل کېږي.

تاریخ

له نېواک مخکې

يوراګوای په لومړي ځل ۱۳،۰۰۰ کاله مخکې د ښکاریانو د راټولونکو له خوا اباده شوې سيمه وه. د یو اټکل تر مخې په شپاړسمه پېړۍ کې له اروپايانو سره د لومړۍ اړيکې پر مهال هلته نژدې ۹،۰۰۰ Charrúa او ۶،۰۰۰ Chaná او همدا راز يو شمېر Guaraní وګړي په دې ټاپوګانو کې مېشت وو.

د هېواد په ختيځه برخه کې د «پيچيټو پالوما» په نوم مشهور د انسان په لاس جوړ شوي زرګونه هدېرې (قبرونه) شته. د ځينو تاریخ يې تر ۵،۰۰۰ کاله پخوا پورې رسېږي. د هغو خلکو په اړه ډېر کم معلومات په لاس کې دي چې دا يې جوړ کړي دي، ځکه چې هېڅ لیکلی سند يې نه دی پرېیښی، خو د کرنې او پالل شويو سپيو شواهد موندل شوي دي.

په ۱۸۳۱ز کال کې، د يوراګوای لومړي ولسمشر « Fructuoso Rivera»، د چاروا د نسل ختمونی وروستی بريد چمتو کړ، د کوم په پايله کې چې د يوراګوای د اصلي اوسېدونکو وروستي پاتې شوني له منځه یوړل شول.

د اشغال لومړي وختونه

پرتګاليان لومړي اروپايان وو چې په ۱۵۱۲ز کال کې د شته يوراګويانو سيمې ته ننوتلي وو. اسپانويان په ۱۵۱۶ز کال کې اوسني يوراګويا ته ورسېدل. د سيمه ييزو اوسېد ونکو له خوا د اشغال په وړاندې سخت مقاومت، د سپينو او سرو زرو نشتوالی سره يو ځای، په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ کې په دې سيمه کې د اروپايانو ميشت کېدل محدود کړل. له دې وروسته يوراګوای د اسپانوي او پرتګالي سترواکيو تر منځ د شخړو مرکز وګرځېد. په ۱۶۰۳ز کال کې، اسپانويانو په دې سيمه کې د څارويو متعارف کول پيل کړل، کوم څه چې په دې سيمه کې د شتمنۍ سرچينه وګرځېده. لومړی دايمي کلی په ۱۶۲۴ز کال کې د ريو نيګرو په سوريانو کې جوړ شو، پرتګاليانو په « Colonia del Sacramento» کې يوه کلا جوړه کړه.

هسپانيويانو د اتلسمې پېړۍ په لومړيو کې په دې هېواد کې د يو پوځي مرکز په توګه د مونتيويډيو بنسټ کېښود. د دې هېواد طبيعي بندرګاه ډېر ژر په يوه سوداګريزه سيمه بدله شوه، په داسې حال کې چې د ريو ډي لاپلاټا د پلازمېنې بيونس ايرس سره يې سيالي کوله. د يوراګوای د نولسمې پېړۍ د لومړيو تاريخ په پلاټين سيمه کې د واکمنۍ لپاره د روانې جګړې په منځ ته راتلو سره رقم شو، دا جګړې د برتانويانو، اسپانويانو، پرتګالیانو او نورو استعماري ځواکونو تر منځ پېښې شوې. په ۱۸۰۶ او ۱۸۰۷ز کال کې، برتانوي پوځ د ناپليون د جګړو د برخې په توګه د بيونس ايرس او مونټيويډيو د نيولو هڅې وکړې. مونټيويډيو د ۱۸۰۷ز کال د فبرورۍ له مياشتې څخه تر سپتمبر مياشتې پورې د پرتانوي پوځ په واک کې و.

د خپلواکۍ هڅې

په ۱۸۱۱ز کال کې، د يوراګوای ملي اتل « José Gervasio Artigas» د اسپانوي واکمنۍ په وړاندې يو بريالی پاڅون پيل کړ او د مۍ په اتلسمه نېټه يې د لاس پيډراس په جګړه کې هغوی ته ماتې ورکړه.

سرچينې

Tags:

يوراګوای د نوم رېښېيوراګوای تاریخيوراګوای سرچينېيوراګوای

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سینټ پیټرزبورګښيښهعربي ژبهدېوناگريدوتنهنورستان ولايتد افغانستان جغرافيهجگړهبشپانوشکا شيټيسره میاشتد افغانستان جمهوريتسید مرچ آغارېږدلهد ثور انقلاباپلاتونمعلوماتپاکستانانور شاه کشميريآسياپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړوناندونيزياد واده شپهد افغانستان ژبېتکبربټي کوټ ولسوالۍنړيوال غزېدلی جالباچا خانروغتونپاچا گل وفادارد افغانستان ولايتونهملا محمد عمرد افغانستان بيرغخېبر پښتونخواسولهتلويزوناحمد يوسف نورستانيد انټرنټ تاریخلویه وچهمړینهکورګاند خاورې ککړتياجرمنيد بشري منابعو مديريتzutsuپير باباسیمهرسمي ژبهiz3asپښتو نومځري او د هغو کارونهجنتیکمحمد موسى شفيقژباړههډوکیامير امان الله خانابن سينا بلخيیوکاریوتپيروژويد کمپیوټر ځانګړتیاويهلمند ولايتاډولف هټلراروپايي اتحادبرېښناعامه افکار څه ته وايي؟د اقليمي بدلون اغېزېګاري کاسپاروفچاريکارد وینې لوړ فشاریوزنېټ🡆 More