نېرو، چې بشپړ نوم یې نېرو کلادیوس سیزار اګوستوس جرمنیکوس دی، د ۳۷ کال د دسمبر له ۱۵ نه د ۶۸ کال د جون تر ۹ مې پورې یې ژوند کړی دی او د روم پنځم سترواک و.
نوموړی د دیارلس کلنۍ په عمر د رومي سترواک کلاډیوس له خوا د زوی په توګه ومنل شو چې وروسته د هغه ځای ناستی شو. ویل کېږي چې، نېرو د خپل پرایتورین ګارد له غړو او د روم د ټیټې طبقې له عامه وګړو او ولایتونو سره یې غوره اړیکې درلودې، خو د روم له اشرافو نه سخت ناراضه و. ډېری اوسنۍ سرچینې، نوموړی د ظالم، افراطي او عیاش شخص په توګه ګني. نوموړی د سنا له خوا له واکه لرې شو او د ۳۰ کلنۍ په عمر یې ځان وژنه وکړه، چې د جولیو کلادین کورنۍ وروستي سترواک شمېرل کېږي.
نېرو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۵ ډيسمبر ۰۰۳۷ |
مړینه | 9 جون 68 (31 کاله) روم |
تابعیت | لرغونی روم |
پلار | کلودیوس |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | شاعر سياستوال پوځي ځواک |
کاروونکي ژبه(ي) | لاتين ژبه |
سمول |
نېرو په ۳۷ کال کې په انتیم سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ګینایوس دومیتیوس اهنوباربوس او د ځوانې اګریپانا، چې د سترواک اګوستوس کړوسۍ وه، زوی و. د دوه کلنۍ په عمر یې پلار له نړۍ سترګې پټې کړې. مور یې د سترواک کلادیوس سره واده وکړ، چې په پای کې یې نېرو د خپل وارث په توګه غوره کړ. کله چې په ۵۴ کال کې کلادیوس مړ شو، نېرو لومړی د پراتورین ګارد او بیا د سنا په ملاتړ د سترواک په توګه د هغه ځای ناستی شو. د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې نوموړی د خپلې مور اګریپانا، د خپل ښوونکي، ځوان سینیکا او د هغه د ګارد مشر سیکستوس افرانیوس بوروس له خوا نوموړي ته مشوره او لارښوونه کېده، خو هغه په دې هڅه کې و چې ژر تر ژره په خپلواکه توګه حکومت وکړي او د مخه نیوکو اغېزو نه ځان خلاص کړي. له خپلې مور سره د نوموړې د واک ستونزه د هغې په وژلو سره حل شوه. د خپلې مېرمنې کلاډیا اوکتاویا په مړینې کې د روم سرچینې نېرو ښکېل بولي، ځکه چې داسې انګېرل کېدل چې هغه غواړي له پاپیا سبینا یا بریتانیکوس سره، چې د هغه رضاعي وروڼه وو، واده وکړي. ډېری رومي سرچینې نېرو د جنسي بد اخلاق په توګه ګڼي. ویل کېږي چې، هغه له آزاد شوي غلام پیتاګورس سره "واده" کړی و، چې د واده په مراسمو کې د ناوې په بڼه برخه اخیستې وه. د پاپیا له ناڅرګندې مړینې وروسته، نېرو ژر د یوې اشرافې مېرمنې ستیلیا میسالینا او یو بل آزاد شوي غلام سپورس سره چې هغه یې خصی (عقیم) کړی و، واده وکړ.
د روم په واکمنۍ کې د نېرو عملي ونډه په ډیپلوماسۍ، سوداګرۍ او دود را څرخېده. هغه د امفي تیاترونو د جوړولو لارښوونه وکړه، ورزشي لوبو او سیالیو ته یې وده ورکړه او د یوه لوبغاړی، شاعر، سندرغاړي او د ګاډۍ ځغلوونکي په توګه د عامه وګړو تر منځ را څرګند شو. دې کار د هغه اشرافي معاصر وګړي بدنام کړل، ځکه چې دا کړنې په دودیزه بڼه د غلامانو، عامو تفریح کوونکو او عادي وګړو برخه وه. د دې ډول تفریح ګانو وړاندې کولو، نېرو د ټیټې طبقې د وګړو تر منځ شهرت ته ورساوه، خو د هغه ګړنو د سترواک مقام ته زیان ورساوه. د دې کړنو لګښتونه، د سیمه ییزو اشرافو له خوا په مستقیم ډول یا د مالیې له لارې اخیستل شوي وو او ډېر نا خوښوونکي وو.
د نېرو د واکمنۍ په اوږدو کې، جنرال کوربولو د ۵۸ – ۶۳ د روم – پارس جګړه پر مخ یووړه او له پارسي دښمنې سترواکۍ سره یې سوله وکړه. رومي جنرال سویتونیوس پاولینوس په انګلستان کې د آیسني ملکې بوډیکا تر مشرۍ لاندې لوی پاڅون وځاپه. د باسپوران سلطنت په لنډ وخت کې له سترواکۍ سره یو ځای شو، د رومیانو او یهودانو لومړۍ جګړه پیل شوه. کله چې د روم سناتور وینډیکس د روم د راتلونکي سترواک ګالبا په ملاتړ بغاوت وکړ، نېرو د عامه دښمن په توګه اعلان شو او په غیاب کې په مرګ محکوم شو. هغه له روم نه وتښتید او د ۶۸ کال د جون په ۹ مه نېټه یې ځان وژنه وکړه. د هغه مړینې لنډه کورنۍ جګړه را منځ ته کړه، چې دا دوره د څلورو سترواکانو د کال په نامه یادېږي.
د نوموړي د شخصیت او واکمنۍ په اړه ډېری رومي سرچینې خورا منفي ارزونه وړاندې کوي. تاریخ لیکونکی تاسیتوس ادعا کوي چې، هغه د روم د خلکو له خوا جابر او فاسد ګڼل کېده. سوتونیوس وايي چې: ډېری رومیان په دې باور دي، چې د روم لوی اور د نېرو له خوا را منځ ته شوی و، ترڅو د خپل پلان شوي "طلایی کور" لپاره ځمکه پراخه کړي. تاسیتوس ادعا کوي چې، نېرو د اور لپاره عیسویان د قربانۍ په توګه نیول او ژوندي یې سوځول، چې دا د عامه عدالت په بڼه نه، بلکې د هغه د شخصي ظلم له امله وو. د روم د عامو خلکو ترمنځ د شهرت په پام کې نیولو سره، ځینې عصري تاریخ پوهان د نېرو د ظالمانه کړنو په اړه د لرغونو سرچینو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. یوه مشهوره افسانه د سترواکۍ په ختیځو ولایتونو کې رامنځ ته شوه چې ګواکي نېرو مړ شوی نه دی او بېرته به راستون شي. لږترلږه د درېیو لنډمهاله ناکامو بغاوتونو مشرانو، د هغه له مړینې وروسته د خلکو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ځانونه "د نېرو بیاراتګ" په توګه وړاندې کړل.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نېرو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.