میخایل تیموفیویچ کلاشینکوف (روسي: Михаил Тимофеевич Калашников) چې د 1919 کال د نومبر مياشتې په 10 نېټه د کوريا په التای سيمه کې زېږدلی دی او د 2013 کال د دسمبر په 23 مه نېټه په ايژوسک اودمورتيا کې د زړه حملې له کبله مړ شوی دی، یو روسي جنرال، نظامي انجینر او د وسلو متخصص و، چې کوچنۍ وسلې یې ډیزاينولې.
میخائیل کلاشنکوف | |
---|---|
(روسي: Михаил Тимофеевич Калашников) | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۰ نومبر ۱۹۱۹ |
مړینه | 23 ډيسمبر 2013 (94 کاله) اجيفسک |
د مړینې لامل | د سږو امبولي |
تابعیت | د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (–۱۹۹۱) روسیه (۱۹۹۲–) |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۵۲–۱۹۹۱) متحده روسيه (۲۰۰۱–۲۰۱۳) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال پوځي ځواک سياستوال |
مورنۍ ژبه | روسي |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي |
ځانګړي کړنې | کلاشېنکوف اې کې ۴۷ |
پوځي خدمت | |
وفاداري | روسیه |
برخه | روسي وسله وال ځواکونه |
مقام | ډگر جنرال (۱۹۹۹–) تورن جنرال (۱۹۹۴–) ډګروال (۱۹۶۹–) |
جګړه/جګړې | ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه) |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کلاشینکوفد هغه د هنر يوه مشهوره وسله او لاسته راوړنه ده. د دې ترڅنګ AK-47 ، AKM او AK-74 ټوپکونه هم مشهور شول.
زېږېدنه او مړينه :
ميخايل کلاشينکوف د 1919 کال د نومبر مياشتې په 10 نېټه د کوريا په التای سيمه کې زېږدلی دی او د 2013 کال د دسمبر په 23 مه نېټه په ايژوسک اودمورتيا کې د زړه حملې له کبله د 94 کلونو په عمر مړ شوی دی.
مورنۍ ژبه يې روسي وه او په روسي ژبه يې خبرې کولې.
نوموړی يو تکړه انجينر، مصنف، جوړوونکی، پوځي افسر او سياستوال و.
نوموړي له 1966 مېلادي کال څخه تر 1989کال پورې د روسي سور پوځ کارګر او غړی و.
د ميخايل کلاشينکوف د ژوند ملګرې او مېرمن ایکاترینا کلاشینکووا وه، چې له نوموړې نه يې څلور اولادونه درلودل چې ويکتور، نلي، ناتاشا او النا نوميږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article میخائیل کلاشنکوف, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.