کلاشېنکوف اې کې ۴۷

کلاشېنکوف اې کې ۴۷ (په روسی: Автомат Калашникова) چی د AK-47 په نوم هم پېژندل شوی دی د ۳۹×۷،۶۲ یو برید کوونکی خپل کاري توپک دی چی په شوروی اتحاد کی په ۱۹۴۷ کال کی د یو روسی عسکر Mikhail Kalashnikov لخوا طرح او جوړ شو.

نوموړي وسله د ۱۹۴۹ کال څخه راهسی د Izmash د شرکت لخوا جوړېږي او تر اوسه پورې د نړی تر ټولو گن شمیر لرونکی او مشهور توپک دی. تر اوسه پورې په نړی کی د کلاشېنکوف اې کې ۴۷ سل میلیون توپکونه جوړ شوی دی.

کلاشېنکوف اې کې ۴۷
کلاشېنکوف اې کې ۴۷
کلاشېنکوف اې کې ۴۷

ډول
جوړونکی هيواد کلاشېنکوف اې کې ۴۷ د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P495) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کار موده پیل:۱۹۴۹  د (P729) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جنګونه
ډیزاینر میخائیل کلاشنکوف   د (P287) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د جوړېدو مقدار 80000000   د (P1092) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 4.3 کيلوګرامه   د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوږدوالي 87 سانتي متره   د (P2043) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شاټ ۳۹×۷،۶۲ مرمی   د (P739) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تاريخ

د کلاشېنکوف اې کې ۴۷ د طرحی کارونه په ۱۹۴۵ کال کی پېل شول. دغه توپک د نازی توپک StG 44 د جوړښت په اساس جوړ شو.د کلاشنیکوف د جوړولو په ۱۹۴۹ کال کی پېل شو او شوروی پوځ د دغی توپک څخه په رسمی ډول د ۱۹۵۱ کال څخه راهیسی کار اخلی. دغه توپک د سړې جگړې په وخت کی په ځانگړی ډول د شرقی بلوک په پوځونو کی پرته له چکوسلواکيا (په چکوسلواکی پوڅ کی او وروسته په چېکی او سلواکی پوځونو کی د ۱۹۵۸ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د توپک ماډل ۵۸ څخه کار اخیستل کېده ) کارېده. دغه توپک پرته له روسیې نه په چین (توپک ماډل ۵۶)، پولنډ(PMK)، بلغارستان (AKK)، مجارستان (AK-55)، مشرقی آلمان (Mpi-K)، یوگوسلاوی (Automatska puška vz. 64 )، رومانيا (AI) او نورو هېوادونو کی جوړېده. په اوس وخت کی نوموړی توپک پرته له قومو پوځونو نه د مخالفینو او جزایی ډلو په لاس کی هم دی. کلاشېنکوف اې کې ۴۷ د ۳۹×۷،۶۲ ماډل ۴۳ گولی کاروی.دغه گولی په ۱۹۴۳ کال کی د SKS روسی توپک لپاره طرح او جوړه شوه او د شرقی بلوک تر تاسیسولو وروسته د وسلو والو ځواکونو سټندرد گولی په توگه انتخاب شوه. د کلاشېنکوف توپک په ۷۰ کلو کی عصری شو. دغه توپک چی د AK-74 په نوم یادېږي د ۳۹×۵،۵۴ د گولی څخه کار اخلی او د خولې سرعت یی ۹۰۰ متر په ثانیه کی دی.

د ټوپک پېژندنه

کلاشېنکوف اې کې ۴۷ 
د ټوپک د گلنگدان سیستم

کلاشېنکوف اې کې ۴۷ یو برید کونکی او په خپله چارچونکي لاسی وسله ده چی د گاز د فشار په مرسته چې د باروت تر چاودنی وروسته رانځته کېږی، ویشتل کېږی. د گلنگدان سیستم یی څرخ کوونکی دی. نوموری وسله د ۳۹×۷،۶۲ یا ۳۹×۵،۵۴ گولی څخه کار اخلی. ویشتونکی سرعت یی ۶۰۰ گولی په دقیقه کی دی. اې کې ۴۷ په جاغور کې ۳۰ گولی لری. دغه وسله د ثابت قنداغ یا د کت کېدونکی قنداغ درلودلای سی. اې کې ۴۷ یو یو گولۍ یا جرعه ویشتلای سی. وزن یی ۴،۳ کیلو ته رسېږي.


د کلاشېنکوف ډولونه

وسله د مرمی کالیبر عکس
AK-47 ۳۹×۷،۶۲
کلاشېنکوف اې کې ۴۷ 
AKS-47 ۳۹×۷،۶۲
کلاشېنکوف اې کې ۴۷ 
AK-74 ۳۹×۵،۴۵
AKM ۳۹×۷،۶۲
کلاشېنکوف اې کې ۴۷ 
AK-103 ۳۹×۷،۶۲
کلاشېنکوف اې کې ۴۷ 

Tags:

روسي ژبه۳۹×۷،۶۲ مرمی

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

رحيم شاهکفنمتلونهتایوانساپوهنهامير دوست محمد خانسل سوالونهبازارموندنهلندنحکومتتاي ژبهعضوي مادهCaliforniumشاتو مچیخاورهکونړ ولايتد درود شريف ځانګړتیا او ګټيسوسياليستی دولتافغانستان ته د اسلام راتگتلاسېمیاسراج الدين حقانيغوږد وینې لوړ فشارد لوی اختر مياشتلوګر ولایتفلسفهد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهاحمد شاه درانیzutsuعبدالرحمان باباارګانېزمماري انتوانېتد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهملارياکابلد هیوادونو نوملړد شهیدانو چوکګوګلبانکسوريملاله ميوندوالهنورزيسود ( ربا )عمر بن عبدالعزيزمخابراتمحمد بن قاسمد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادجنسي ناوړه ګټه اخيستنهلړمجنتیکفرانسهنثرد افغانستان باندنۍ اړيکېزنکپاچا گل وفادارسوېل ختيځه اسيازړه نابریاکسايد2012سردار علي ټکربيولوژيمورميوند بانکاسحاق ننگيالجودی لین اوکیفد نړۍ نفوسد دوهم ګروپ عناصرد اسټرالیا لویه وچهد پښتو ژبې ليکنښېمسکو ولايت🡆 More