مراقبه یا مېډیټیشن هغه عمل ته ویل کېږي چې په کې یو کس له یو شمېر تخنیکونو لکه په یو شي باندې د حواسو، فکر او ذهن د تمرکز او یا هم نورو ځانګړو فعالیتونو څخه ګټنه کوي – څو خپل فکر او یا هم درک ته وده ورکړي او له عاطفي پلوه آرام او باثباته شفاف اروايي حالت ته لاسرسی ومومي.
له مراقبې څخه په ګڼ شمېر مذهبي چارو کې ګټنه کېږي. د تر ټولو لرغونې مراقبې یا مېډیټیشن (په هندوئېزم کې ډیانا) شواهد په اوپانیشاد لرغونو هندي متنونو کې شتون لري چې ښيي مراقبه د جینېزم، بودېزم او هندوئېزم په فکري چارو کې پام وړ رول لوبوي. له نوولسمې پېړۍ راوروسته د آسیایي مراقبې تخنیکونو نورو کلتورونو ته لار موندلې او په غیر معنوي لارو چارو لکه د سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې ترې ګټنه شوې.
مراقبه کولای شي په پام وړ توګه تشویش، اضطراب، ستړیا (ډېپریشن) او درد راکم کړي او آرامښت، ادراک، ځان پېژندنه او هوساینه زیاته کړي. اوس مهال د روغتیا (اروايي، عصبي او قلبي روغتیا) په برخه کې د مراقبې د اغېزو د غوره درک په موخه څېړنې دوام لري.
د مراقبې انګلیسي کلمه مېډیټیشن له لرغونې فرانسوي کلمې meditacioun څخه ریښه اخیستې چې فرانسوي یې بیا په خپل نوبت سره لاتیني meditatio ته چې کړ(فعل) یې meditatio دی اړوندېږي او معنی یې هم «فکر کول، تفکر، تدبیر او په یو شي تمرکز کول» دي. په کاتولیک دود کې د مېډیټیشن اصطلاح د مراقبې هغه قدم پر قدم رسمي چارو ته اړوندېږي چې مخینه یې لږ تر لږه د دولسمې پېړۍ راهب دویم ګویګو ته رسېږي، په داسې حال کې چې دغه ډول ورته چارو ته له دې وړاندې یوناني تیوریا (Theoria) کلمه کارول کېده.
د هغو له تاریخي ګټنې هاخوا د مېډیټیشن اصطلاح د ختیځو معنوي چارو د ژباړې په توګه معرفي شوه چې د هندوئېزم او بودېزم په آئینونو کې ډیانا ته نغوته کوي او د سانسکریت له ډیا (dhyai) څخه سرچینه اخلي چې معنی یې تفکر او مراقبه راځي. په انګلیسي ژبه کې د مېډیټیشن اصطلاح کېدای شي د اسلامي تصوف چارو، یا یهودي کابالا او عیسوي هسیچاسم ته نغوته وکړي.
دا څرګنده ده چې د مراقبې لپاره د واحد تعریف بیان یوه ستونزمنه چاره ده ځکه چې په مختلفو سنتونو کې د بېلابېلو چارو پراخه طیف په ځان کې رانغاړي. په رایجه ګټنه کې د «مراقبې یا مېډیټیشن» او یا هم د «مراقبوي اعمالو» عبارت تر ډېره پورې په نیمګړې بڼه په ډېری کلتورونو کې یو بل ته د ورته لارو چارو لپاره کارول کېږي. چې کېدای شي په کې ټولې هغه چارې شاملې شي چې ادعا کېږي د مغز د روزنې، پام اړونې یا د آرامښت او مهربانۍ د رامنځته کولو په موخه دي. د مراقبې لپاره د لازمو او کافي معیارونو پر بنسټ هېڅ داسې تعریف شتون نه لري چې په معاصره علمي ټولنه کې یې په نړیواله بڼه منل کېدوني حالت ته لاسرسی موندلی وي. په ۱۹۷۱ زکال کې کلودیو نارانجو څرګنده کړې چې «د مېډیټیشن کلمه د هغو ګڼ شمېر اعمالو لپاره کارول شوې چې په کافي اندازه له یو بل سره توپیر لري همدا دی موږ د دغې کلمې لپاره د واحد تعریف په موندنه کې له ستونزو سره مخ شوي یو». په ۲۰۰۹ زکال کې یوې څېړنې د مېډیټیشن اړوند «په ادبیاتو کې د تل پاتې اجماع نشتون» او «په ښکاره بڼه د دغې کلمې د واحد تعریف لپاره د حل لارې نشتون» ته اشاره ورکړه.
د مراقبې په کره تعریف کې یو شمېر ستونزې د مختلفو دودونو د ځانګړنو د پېژندنې له امله دي؛ ځکه چې د هغو نظریات او اعمال کېدای شي له یوبل توپیر ولري. ټیلور څرګندوي چې د «هندوئېزم» یا «بودېزم» په آئینونو کې شته مکتبونه او فردي ښوونکي کېدای شي د مراقبې بېلابېل ډولونه خلکو ته ور زده کړي. اورنشټاین څرګندوي چې «د مراقبې ډېری لارې چارې د انفرادي لارو چارو په توګه شتون نه لري، بلکې یوازې په مصنوعي بڼه د هغو له باورونو او بشپړ جوړښت څخه د توپیر وړ دي». د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې راهبان د خپل ورځني ژوند د برخې په توګه د مراقبې اعمال ترسره کوي، دوی همدارنګه مدون قوانین ښکېل کوي او په ګډه سره د ځانګړي کلتوري چاپېریال په لرلو په صومعو کې داسې ژوند کوي چې د مراقبې له لارو چارو سره یې همغږی وي.
په قاموسونو کې مېډیټیشن د هغو د اصلي لاتینې کلمې پر بنسټ «د یو څه په اړه د ژور تفکر کولو»، همدارنګه د هغو د دودیزې ګټنې پر مټ «د یوې ټاکلې مودې لپاره د ذهني تمرکز»، «یوازې یو مشخص شي ته د خپل پام اړول که هغه مذهبي وي او یا هم د مغز د سړېدو او ارامښت لپاره یو څه وي» او «د معنوي درک لوړې کچې ته د رسېدو په موخه په ذهني فعالیت کې د ښکېل کېدو (لکه په نفس ویستلو باندې تمرکز یا هم د یو ذکر د تکرار)؛ په معناوو تعریف کېږي.
آسانا حالت (په یوګا ورزش کې یو حالت دی) او نور حالتونه لکه نیلوفري حالت (full-lotus)، نیمه نیلوفري حالت (half-lotus)، د پښو په راغونډ حالت کې کېناسته (Burmese)، په ګونډو کېناستل لکه په لمانځه کې (Seiza) او په ګونډو تکیه کول په بودېزم، جینېزم او هندوئېزم کې د مراقبې کولو لپاره د ناستې دود حالتونه دي، په داسې حال کې چې له یو شمېر نورو حالتونو لکه د شا په تخته له پرېوتو یا ولاړ حالت څخه هم ګټنه کېږي. ځینې مهال مراقبه د قدم وهلو په حالت کې هم کېږي چې هغو ته کینهین ویل کېږي، هغه مهال چې په یوه ساده چاره باندې بشپړ فکر کېږي هغو ته سامو ویل کېږي، خو که د شا په تخته باندې د څملاستې په حالت کې ورته فکر کېږي دغه ډول مراقبې ته نو بیا ساوسانا وايي.
د عالي مراقبې تخنیکونه په ورځ کې دوه ځله د شلو دقیقو لپاره د تمرین کولو لارښوونه کوي. یو شمېر تخنیکونه یې لږ مهال ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د مراقبې په پیلنیو حالاتو کې لکه څه ډول چې ریچارډ ډېوېډسون د څېړنو پر مټ څرګندوي چې د ورځې یوازې اته دقیقې مراقبه کېدای شي پام وړ ګټه رامنځته کړي. یو شمېر څېړنې د ساده شفاهي یا ویډیويي ښوونو پر بنسټ د مراقبې پر مهال د پرمختګ څرګندويي کوي. یو شمېر مراقبه کوونکي بیا د اوږد مهال لپاره تمرین کوي په ځانګړې توګه هغه مهال چې د مراقبې په روزنیزه دوره او یا هم د اروايي پیاوړتیا په مهال کې وي. یو شمېر مراقبه کوونکي د مراقبې لپاره غوره مهال له لمر خاته څخه په مخکې ساعتونو کې مومي.
په یو شمېر ادیانو کې د عبادتي مراقبې پر مهال له تسبېح (تسبو) څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي. ډیری تسبېح او یا هم عیسویانو ته ځانګړې تسبېح له مرواریدو یا داسې دانو څخه جوړېږي چې د یو تار پر مټ سره تړلې وي. رومن کاتولیک تسبېح له یوبل سره د تړلو مهرو هغه جوړښت دی چې په کې ۵ ټولګې شاملېږي چې هره یوه یې په جلا توګه لس کوچنۍ مهرې لري. د هندوانو جاپ مالا تسبېح ۱۰۸ مهرې لري (د دغو ۱۰۸ مهرو د هرې یوې شکل ځانته ځانګړی معنوی اهمیت لري) چې په ګائودیا ویشناوېزم، کرېشنا دود، جنېزم او همدارنګه په بودېزم کې کارول کېږي. د هرې مهرې اړول د یو مانترا په توګه حساب کېږي تر هغه مهاله چې یو کس د مالا دغه ټوله کړۍ بشپړوي. د مسلمانانو تسبېح ۹۹ مهرې لري. همدارنګه د تسبېح په جوړولو کې کارول کېدوني مواد له یو بل څخه ډېر توپیر لري. د رودراکشا ونې له دانو څخه جوړې شوې تسبېح د شیوا د فدایانو له خپلوا مقدسې ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د ویشنو پیروان بیا هغو لرګینې تسبو ته چې د تولسي له بوټي جوړېږي درناوی لري.
بودايي ادبیات د روڼ آندۍ ګڼې کیسې لري چې د ښوونکو له خوا په خپلو زده کوونو باندې د ضربې وهلو له مخې رامنځته شوې شوې دي.
د ټي. ګریفیت فولک په خبره؛ په ذن کړنلار کې په تشویقي توګه په ځانګړي لرګي باندې په هغوی وار د مراقبې نه جلا کېدونې برخه وه:
د ۱۹۷۰مې لسیزې په نیمايي کې هغه مهال چې ما په رینزای صومعه کې زده کړه کوله د یو نه ویلي دود له مخې هغه راهبان به چې په صمیمانه او غوره بڼه ناست و د شدیدو او مکررو ضرباتو په واسطه به ورته درناوی کېده. هغه به چې ټنبل ګنل کېدل د سالون د لارښود له خوا به ورته پام نه کېده او که به هغوی د ضربې وهلو غوښتنه کوله په هغوی به یې کرار وار کاوه. هېچا هم د دغه «لرګي» معنی وه نه پوښته، چا توضیح هم نه کړه او نه هم هېچا د هغو له ګټنې شکایت وکړ.
تجربه کار مراقبه کوونکی او د عصبي چارو پوه ریچارډ ډیوېډسون څرګنده کړې چې د یو روایت لرل کېدای شي د ورځني تمرین په ساتنه کې مرسته وکړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مراقبه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.