كرم

په دې ليکنه کې د ويکيسازنې د کړنې سببونه نه دي ليکل شوي.

How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
Cabbage
Cabbage, cultivar unknown
Cabbage, cultivar unknown
ساينسي ډلبندۍ
Species: Brassica oleracea
{{{subdivision_ranks}}}

Many; see text.

د كرم كرنه له ډېرو لرغونو زمانو نه راهيسې انسانانو دود كړې ده او يو له ډېرو لرغونو دود شويو سابو نه گڼل كيږي. نن ورځ د نړۍ داسې سيمه نشته چې هلته دې كرم ونه كرل شي. كرم زښت ډېر ډولونه لري ، چې د نورو ټولو سابو نه يې ډولونه زيات دى. د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې د اوبهوا له توپير سره سم د هغوى بېلابېل ډولونه كرل كيږي. په ۱۹۸۹ زكال كې د كرم د ټولو ډولونو د حاصلاتو اندازه ، پرته له گلپي نه ، ۳۶ ميلونو ټنو ته رسېدلې وه.

څېړونكي دې پايلې ته راغلي ، چې د كرم كرنه لومړى وار په نرم اقليم لرونكو سيمو كې دود شوه ، يانې د مديترانې سمندرگي په سيمه او سويلي اروپا كې. د اټكلي شمېر له مخې څلورنيم زره كاله پخوا د كرم كرنه دود شوې ده.

په امريكا ، افريقا ، اندونيزيا ، ماليزيا ، شمالي هند، فيليپين او يو شمېر نورو هېوادو كې بيا پنډوسي كرم پراختيا موندلې ده. پنډوسي كرم هم نور ډېر ډولونه لري ، چې ځينې ډولونه يې په روسيه او نورو اروپايي هېوادو كې هم كرل كيږي. دغه ډول كرم له C ويټامين او قندو نه غني دى.

د پاملرنې وړ خبره داده ، چې گلپي هم د كرم له ډولونو نه گڼل كيږي. گلپي د گرمۍ په وړاندې مقاومت نه لري ، ځكه خو معمولا په هغو سيمو كې كرل كيږي ، چې هوا يې سړه او لنده وي. گلپي د كرم تر ټولو ډولونو نه ارزښتمن او گټور دى . په رښتيا سره هم ډېر كم داسې خوراكي توكي شته ، چې هغوى دې پخپل تركيب كې البومين ، د كاليوم مالگې ، كلسيم ، او مگنيزم ولري ، خو دا ټول غذايي مواد په گلپي كې شته . گلپي د وينې له جوړولو ( ډېرولو ) د وينې د فشار له ټيټولو ، او د بدن د دفاعي شونتياوو له پياوړتيا سره مرسته كوي.

د كرم يو بل ډول د "بروكسل" په نامه ياديږي ، چې په مني او ژمي كې حاصلات وركوي. ( په ژمي كې ورته تاوخانې جوړوي او په هغو كې يې كرنه او روزنه ترسره كيږي. ) دا ډول كرم پخپل تركيب كې تر ټولو زيات البومين لري.

د كرم بل ډول "كولرابي كرم" دى. لكه څرنگه چې ددغه ډول كرم ډنډر له منرالي موادو او قندو نه غني دى ، نو ځكه خو يې كال په كال په كرنه كې زياتوالى راځي. له بل پلوه په دا ډول كرم كې ډېر ويټامينونه شته ، چې له هغه شمېر نه يې د A او PP ويټامينونه هم دي.

د كرم يو بل ډول د "چيني كرم" په نامه ياديږي. چيني كرم د كاليوم له مالگو ، كلسيم او وسپنې نه غني دى. جاپانيانو چيني كرم له خپل جاپاني ډوله كرم سره پيوند كړى ، چې په پايله كې يې نوى ډول كرم تر لاسه كړى دى. دغه نوى چيني او جاپانى پيوندي كرم له يوې خوا پخپل تركيب كې ډېر غذايي مواد لري ، له بلې خوا ژر رسيږي ، بل دا چې حاصلات يې له نورو كرمو نه زيات وي ، چې نن ورځ په اروپا او امريكا كې هم دود دى او پراختيا يې موندلې ده. په افريقا كې بيا د "حبشې كرم" ډېر نامتو دى . د كرم دغه ډول د تور او پاڼيز كرم د طبيعي پيوند په پايله كې منځته راغلى دى .

د پام وړ يوه خبره دا هم ده ، چې سرې ملۍ ، شنې ملۍ او ټېپر هم د كرم له نسله سره تړاو لري او د كرم ځينې ډولونه بلل كيږي؛ خو ددغو سابو هم له پاڼو ، هم له بېخ او رېښو نه كار اخيستل كيږي او له ويټامينونو نه هم غني دي.

ژباړن : اوڅار افغان .

سرچينه : گ . پ . شالاېووا ، و . پ . سيتنيكوف ، ت . م . كولياديچ. د عمومي مالوماتو انسكلوپېډيا، ۴۷ – ۵۲ مخونه ، د ۱۹۹۹ ز كال ماسكو ټاپ.

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچد لمانځه وختونهکابل سيندمخابراتالفرېډ نوبلد اوبو آساضطرابملګري ملتونهجرمنيخېبر پښتونخواجنسي ناوړه ګټه اخيستنهThalliumد افغانستان لومړی وزيراحمد يوسف نورستانياقتصادي نظاممايکروسافټ وېنډوزاورګاسمسرطانجودی لین اوکیفويکيسفرافغانستان ته د اسلام راتگمصرروغتونلومړنۍ نړېواله جگړه24 اپرېلمحمد ظاهر شاهخټککولاليفیودور داستایفسکيد افغانستان د خپلواکۍ ورځسینټ پیټرزبورګآزاد تجارتميوند بانکماري انتوانېتجنتیکد پښتو ژبې ليکنښېښوونکیانټرنېټمحاسبهدرملميرويس هوتکپښتو اوسنى شعرشیريسوسياليستی دولتروندي ژبهد لوی اختر مياشتپښتانه ټبرونهنغمهد زړه حمله (ناروغي)وزهابو حنيفه (امام اعظم)د رواندا فرانکانډرايد (د عامل سيستم)پاړسي ژبهپټه خزانهحقوقچهل ستون ماڼۍد چین لوی دیوالاکسايدانا بورکوسکاد کابل کندهار لویه لارمالېزيامرکزي بانکمايتوکاندرياامازون باراني ځنګلSiliconازاد شعر🡆 More