د علم تاریخ له پخواني وخت نه تر اوسه د علم پرمختګ رانغاړي.
په دې کې د علم درې واړه لویې څانګې، طبعي، ټولنیز او رسمي علوم شامل دي.
د علم لومړنۍ ریښې له میلاد څخه ۳۰۰۰ تر ۱۲۰۰ کاله مخکې په پخواني مصر او بین النهرین کې پیدا کېدی شي. په ریاضیاتو، نجوم او طبابت کې د دوی ونډه په عهد عتیق کې د یونان طبعي فلسفې ته لاره وکړه او بڼه یې ورکړه؛ په دې توګه د فزیکي نړۍ پېښو ته د طبعي دلایلو پر اساس د تشریح کولو هڅې وشوي. د لوېدیځ روم سترواکۍ له راپرځېدو وروسته، د منځنیو پېړیو په لومړیو (۴۰۰ تر ۱۰۰۰م) کې په لاتیني ژبې لوېدیځه اروپا کې د نړۍ په اړه د یوناني تصور پوهه د زوال پر لور روانه شوه؛ خو په یوناني ژبې ختیځ روم سترواکۍ کې یې پرمختګ ته دوام ورکړ. د یوناني متونو د ژباړې په مرسته د زرینې اسلامي دورې پر مهال عربي ژبې اسلامي نړۍ، یوناني نړۍلید واخیست او ویې ساته. د یوناني هڅو جذب او وده او همداراز له ۱۰مې تر ۱۳مې پېړۍ پورې لوېدیځې اروپا ته د مسلمانانو مخته تګ د دې سبب شو چې په لوېدیځ کې د طبعي فلسفې زده کړه بیا راژوندۍ شي.
له تاریخ مخکې دوره کې پوهه او تخنیک له یوه نسل نه بل ته په شفاهي بڼه لېږدول کېدل. مثلاً د مکسیکو په سوېل کې د کرلو لپاره د غلو دانو برابرولو تاریخ تر ۹ زره کلونو رسېږي، دا وخت د لیکلو سیسټم نه و رامنځته شوی. دغه راز، د لرغونپېژندنې شواهد په هغو ټولنو کې د نجوم علم وده ښيي چې لیکل یې نه کول.
د علم لومړنۍ ریښې له میلاد څخه ۳۰۰۰ تر ۱۲۰۰ کاله مخکې په پخواني مصر او بین النهرین کې پیدا کېدی شي.
په ریاضیاتو کې د بین النهرین لاسته راوړنو، په هند کې د ریاضیاتو پر پرمختګ اغېز درلود او همداراز د چین او هند تر منځ هم د ریاضیکي نظریو دوه اړخیزه تبادله ثابته ده. سره له دې، په هند او په ځانګړي ډول چین کې علمي او ریاضیکي لاسته راوړنې تر ډېره له اروپا خپلواکې وې؛ په پخوا زمانه کې په اروپا کې د علم پر پرمختګ د دغو دوو تمدنونو اغېز نامستقیم و او د بین النهرین او بیا وروسته اسلامي نړۍ د فعالیتونو په واسطه وشو. په هند، چین او په ټوله کې د لویې اسیا په سیمو کې د عصري علم، چې علمي انقلاب یې راووست، څرکونه د یسوعي مبلغینو په فعالیتونو کې لیدلای شو چې په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې د دغې سیمې د ژوو او بوټو په اړه د څېړنې لېواله وو.
په ریاضیاتو، نجوم او طبابت کې د دوی ونډه په عهد عتیق کې د یونان طبعي فلسفې ته لاره وکړه او بڼه یې ورکړه؛ په دې توګه د فزیکي نړۍ پېښو ته د طبعي دلایلو پر اساس د تشریح کولو هڅې وشوي. څېړنو عملي موخې هم لرلې؛ لکه د باور وړ جنتري جوړول او دا مشخصول چې څنګه د بېلابېلو ناروغیو درملنه وشي. پخوانيو خلکو، چې لومړني عالمان ورته ویل شوي، ښايي ځان ته د طبعي فیلسوفانو فکر کړی وي، یا یې ښايي ځانونه د ځانګړو دندو متخصصین بلل (لکه فزیک پوهان) او یا هم ښايي دیني دود پالونکي ( لکه د معبد شفاء ورکوونکي).
په منځنیو پېړیو کې، کلاسیکې زده کړې په درېیو لویو ژبنیو کلتورونو او تمدنونو کې روانې وې: یوناني (د ختیځ روم سترواکي)، عربي (اسلامي نړۍ) او لاتین (لوېدیځه اروپا).
د ۴۰۰ زېږدیز کال شاوخوا د لوېدیځ روم د سترواکۍ راپرځېدل د دې سبب شول چې د اروپا په لوېدیځ (لاتین لوېدیځ) کې کلاسیک (د یونان) دود او میراث د زوال پر لور لاړ شي. برعکس، ختیځ روم یا د ختیځ روم سترواکۍ د پردیو د بریدونو پر وړاندې پښې ټینګې کړې، دا پوهه یې وساتله او وده یې ورکړه.
په ۱۴۵۳ کې د قسطنطینیې د راپرځېدو پر مهال، یو شمېر یوناني پوهان د ایټالیې شمال ته وتښتېدل چې بیا یې وروسته دغه دوره بیا پیاوړې کړه ( چې په رنسانس مشهوره ده)، ځکه دوی له ځان سره د بوټي پېژندنې، طبابت او ژوي پېژندنې په ګډون، ډېره پوهه وړې وه. قسطنطینیې (اوسني استانبول) همداراز لوېدیځ ته ډېرې مهمې سرچینې ورکړې؛ لکه د جان فیلوپونوس د ارسطویي فزیک نقد او د دیوسکوریدس کارونه.
دا (له ۸مې تر ۱۴مې زېږدیزې پېړۍ) د اسلام زرینه دوره وه، سوداګرۍ وده وکړه، نوي فکرونه او ټېکنالوژي وغوړېده؛ لکه له چین نه د کاغذ جوړولو د ماشینونو واردول، چې د خطی نسخو کاپي کول یې ارزانه کړل.
په اروپا کې د زدهکړې او پوهې نوي کېدل په ۱۲مه پېړۍ کې د منځنیو پېړیو له فلسفې او د ښوونې له بڼې پیلېږي. شمالي رنسانس له ارسطویي طبعي فلسفې څخه کیمیاوي او بیالوژیکي علومو (بوټي پېژندنې، اناتومي او طبابت) ته د تمرکز قطعي بدلون وښود. په دې توګه، په اروپا کې معاصر علم د لوی بدلون پر مهال له سره پیل شو: د پروټیسټانټ اصلاحات او پر وړاندې یې کاتولیک اصلاحات؛ د کریسټوف کولمب له لوري د امریکا کشف او د قسطنطینیې راپرځېدل. له بل لوري د ښوونځي دورې پر مهال د ارسطو بیا کشف د لوی ټولنیز او سیاسي بدلون نښه وه. دا وخت یوه مناسبه فضا برابره وه چې د علمي عقیدې په اړه پوښتنې پکې امکان درلود؛ لکه څنګه چې مارتین لوټر او جان کالوین دیني عقیده تر پوښتنې لاندې راووسته.
علمي انقلاب د روښانفکرۍ تر دورې دوام درلود او د عصري علم وده یې چټکه کړه.
په ۱۹مه پېړۍ کې علم د یوه مسلک په توګه رامنځته شو. ویلیم هیول په ۱۸۳۳ کال کې د عالم اصطلاح رامنځته کړه چې بیا ژر د پخوانۍ اصطلاح، طبعي فیلسوف ځایناستې شوه.
په ۲۰مه پېړۍ کې علم ډراماټیک پرمختګ وکړ. په دې پېړۍ کې د فزیک او د ژوند اړوندو علومو په برخه کې نوي او اساسي پرمختګونه وشول او اساس یې د ۱۹مې پېړۍ پرمختګ و.
د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۴مه هغو فزیک پوهانو چې د CERN څېړنیز مرکز په لوی هادروني ټکر کوونکي کې یې کار کاوه، اعلان وکړ چې دوی یوه نوې اتومي ذره کشف کړې چې د هیګز بوزون ته ډېره ورته ده؛ دا په دې اړه په پوهېدو کې بالقوه لارښوونه کوي چې ولې اولیه ذرې کتله لري او په حقیقت کې مو په کایناتو کې د تنوع او ژوند پر شتون پوهوي. اوس دې ته ځینې پوهان «هیګز ته ورته» ذره وايي. پیټر هیګز له هغو شپږو فزیک پوهانو یو و چې په ۱۹۶۴ کال کې یې په درېیو مستقلو ګروپونو کې کار کاوه او د هیګز ساحې («دنیایي شیره») فکر یې رامنځته کړ. نور فزیک پوهان دا وو: د لندن له سلطنتي کالج څخه ټام کیبل؛ له راچسټر پوهنتون څخه کارل هاګن؛ له براون پوهنتون څخه جرالډ ګورلنیک او د بروکسل له ازاد پوهنتون څخه فرانسوا انګلېرټ او رابرټ براوټ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د علم تاریخ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.