د صيغه توب ژوند

د صيغه توب ژوند د يو نارينه او ښځينه تر منځ شخصي او جنسي اړيکه ده، چې دواړه په کې نه غواړي يا نه شي د بشپړ واده حالت غوره کړي.

د صيغه توب ژوند او واده زياتره وختونه ورته مګر په دوه اړخيز ډول ځانګړي ګڼل کېږي.

د صيغه توب ژوند تر ۲۰ پېړۍ پورې په چين کې رسمي او بنسټيز عمل و، چې د صيغه شوې ښځې حقونو او مکلفيتونو ته يې پاملرنه کوله. يوه صيغه شوې ښځه له ازاد يا غلام نسب څخه کېدلی شوه او د هغوی ازمايښت يا تجربې د هغوی د څښتن د هوس له مخې په حيرانونکي ډول توپير درلودلی شو. د مغولو د برياوو پر مهال شاهي او نيول شوې ښځې دواړه د صيغه شويو ښځو په توګه نيول کېدلې. د صيغه توب ژوند په ميجي جاپان او هند کې هم د دريځ نښې په توګه عام و، چې يو له بل سره ګډ پوړونو او مذهبونو ته په کې په تند او ناروا نظر کتل کېږي او د صيغه توب ژوند په کې يوازې له هغو ښځو سره تر سره کېدلی شو، چې واده کول ورسره ناغوښتي ګڼل کېدل. لکه: د ټيټ پوړ يا قبيلې ښځې يا هغه مسلمانانې چې په هندې کورنۍ يا هندوانې په مسلمانه کورنې کې به نه منل کېدلې.

د منځني ختيځ زياتره ټولنې د صيغه توب له ژوند څخه د نسل د زياتوالي په موخه ګټه اخلي. د يوې شنډې مېرمنې له لورې خپل خاوند ته د صيغه مېرمنې په توګه د وينځې ورکول د حمورابي په قانون او انجيل کې ثبت شوي دي، چې ابراهيم په کې هاجره د pilegesh” په توګه نيسي. د دې ډول اړيکو کوچنيان قانوني يا مشروع ګڼل کېږي. د صيغه توب دا ډول ژوند له معاصرې څخه وړاندې اسلامي نړۍ کې هم په پراخه کچه تر سره کېده او د عباسي خلافت او عثماني سترواکۍ زياتره واکمنان له دې ډول اړيکو څخه پرته زېږېدلي وو. په افريقا کې له مصر څخه تر سويلي افريقا پورې د غلام د صيغه توب ژوند د ګډ توکميز وګړو لامل شو. ياد عمل د غلامۍ د له منځه وړلو په پايله کې کم شو.

په لرغوني روم کې دا عمل د “concubinatus” په نوم رسمي شوی و، چې له همدې لاتيني اصطلاح څخه د انګرېزي “concubine” اصلاح اخېستل شوې ده. روميانو دا کار له ښځې سره د واده کولو د پلوۍ په ډول تر سره کاوه او د صيغې کوچنيانو ته په ميراث کې ونډه نه ورکول کېدله. عيسوي کليسا د صيغه توب ژوند د له منځه وړلو هڅه وکړه، مګر د معاصرې دورې تر لومړيو پورې عيسوي ټولنو کې په پراخه کچه پاتې شو. په هلنډي ختيځ هند “Dutch East Indies” کې د صيغه توب ژوند د هندي او اروپايي ګډ توکم ټولنې رامنځته کړې.

په يهودي او عيسوي نړۍ کې د صيغې اصطلاح نږدې په ځانګړي ډول ښځو لپاره کارول کېږي، که څه هم له يوې ښځې سره ګډ اوسېدونکي نارينه ته ښايي صيغه شوی وويل شي. په ۲۱ ز پېړۍ کې د صيغه توب ژوند په ځينو لويديځو ټولنو کې د جنډر بې پلوه قانوني اصطلاح په توګه کارول کېږي، چې د ورته جنس له ملګرو سره د يو ځای اوسېدنې په ګډون، ګډ يا يو ځای اوسېدلو ته وايي.

ارپوهنه او کارونه

د انګرېزي “concubine” او “concubinage” اصطلاحګانې په ۱۴ ز پېړۍ کې راڅرګندې شوې، چې په رومي ټولنه او قانون کې له لاتيني اصطلاحګانو څخه اخېستل کېږي. د صيغه شوې ښځې يا کنکيوباين اصطلاح (۱۳۰۰ز کال کې) چې د لونډې يا مئينې مانا لري او هغه ښځه ده، چې له يو سړي سره د واده له اړيکې پرته اوسېږي، د لاتيني “concubina” او “concubinus” څخه ترلاسه کېږي او دواړه اصطلاحګانې په رومي قانون کې د هغه شخص په معنا سره دي، چې له يو واده کړي سړي يا ښځې سره له واده کولو پرته ژوند کوي. لاتيني اصطلاحګانې له “concumbere” فعل څخه اخېستل شوي دي، «د يو ځای څملاستلو، ورسره د پرېوتلو او يو ځای اوسېدلو» مانا لري، چې په اصل کې د “com” مختاړي او “cubare” سره ورته کېدل دي، چې لومړۍ برخه د «سره يا يو ځای» او دويمه برخه د پرېوتلو يا څملاستو معنا لري. صيغه شوې ښځه يا کنکيوبېن هغه اصطلاح ده، چې په تاريخي او پوهنيزو ادبياتو کې په پراخه کچه کارول شوې ده او د قرينې پر بنسټ د پام وړ توپير لري. ياده اصطلاح په يوويشتمه پېړۍ کې په عمومي ډول د اصلي معنا په يو ځای اوسېدنه باندې له ورته ټينګار څخه پرته، په څرګند ډول زناکارانه [له واده څخه پرته] د يوې معشوقې يا جنسي غلام پر لور ميلان ته وايي.

د صيغه توب ژوند د ۱۴ پېړۍ په وروستيو کې د انګرېزي اصطلاح په توګه راپورته شوه، چې د يوې صيغه شوې مېرمن اوسېدلو حالت يا له قانوني واده پرته ګرانښت يا صميميت کې د يو ځای اوسېدلو د عمل په معنا سره وه او د لرغوني فرانسوي د مفاهيمو له مخې له لاتيني ژبې څخه اخېستل شوې وه، چې دا اصطلاح په کې ښايي په خپل وار له لاتيني “concubinatus” څخه اخېستل شوې وي، چې په لرغوني روم کې د يو بنسټ نوم دی، چې د هغو اشخاصو تر منځ د تل پاتې ګډ اوسېدلو په معنا سره وه، چې د واده پر وړاندې به يې قانوني خنډونه نه وو. دا اصطلاح په يو څه پراخ ډول د هغه سړي او ښځې تر منځ د اوږد مهاله جنسي اړيکي په توګه هم بيان شوې ده، چې په قانوني ډول ناواده شوي دي. له معاصرې دورې څخه د مخکې قانون څخه تر معاصر قانون پورې، د صيغه توب ژوند اصطلاح په ځانګړو قانوني واکونو کې د ګډ اوسېدلو معنا د څرګندولو په موخه کارول کېږي او په فرانسه کې په ۱۹۹۹ زکال کټ مټ د فرانسې د کورني اتحاد به توګه رسمي شوې وه. د متحده ايالتونو قانوني نظام هم ياده اصطلاح د ګډ اوسېدنې په معنا سره کاروله، مګر هيڅکله يې نور تکامل ونه کړ او اوس بې اعتباره ګڼل کېږي.

ځانګړتياوې

د صيغه توب د ژوند بڼې په ټولو کلتورونو کې شته، که څه هم پراخوالی او په کې د ښکېلو اشخاصو حقونو او غوښتنو د پام وړ توپير درلود. لکه: له دې ډول اړيکو څخه د زېږېدلي نسل حقونه، د يوې صيغه شوې مېرمنې قانوني او ټولنيز دريځ او په يوه کورنۍ او د ټولنې د بنسټ په ادراک کې د دوی ونډې. د صيغه توب د ژوند يوه اړيکه په خپل خوښي يا اختياري ډول له هغو ډلو سره جوړېدلی شوه، چې نه يې غوښتل د واده اړيکه ولري؛ يا دا چې لکه د غلامۍ له لارې په غير اختياري ډول هم جوړېدلی شي. په غلام لرونکو ټولنو کې زياتره صيغه شوې ښځې وينځې وې، چې وينځه صيغه شوې مېرمن به يې ورته ويل. له ښځينه غلامانو [وينځو] سره د صيغه توب د ژوند د بنسټيز کېدنې نېټه د بابليانو دورو ته رسېږي او د تاريخ په اوږدو کې په نرواکه کلتورونو کې پلې شوې ده. دې ډول اړيکه کې د ښکېل شخص دريځ او حقونه که هر څه وو،  مګر په عمومي ډول يې له قانوني مېرمنې څخه ټيټ دريځ درلود، چې زياتره وخت به د ميراث له حقونو څخه بې برخې او يا به يې محدود حقونه تر لاسه کول.

د صيغه توب ژوند او واده زياتره وختونه ورته، مګر په دوه اړخيز ډول ځانګړي ګڼل کېږي. په تېرو وختونو کې به يوې جوړې [ښځې او خاوند] ښايي د ټولنيز پوړ او توکم يا مذهب برخو کې د توپيرونو له امله د واده کولو توان نه درلود، يا دا چې يو نارينه به ښايي غوښتل، د واده د قانوني او مالي پېچلتياوو مخنيوي وکړي. د يوې جوړې لپاره د واده کولو پّ موخه عملي مخنيوی يا ټولنيز مخالفتونو کې د ټولنيزې رتبې او دريځ توپيرونه، شته واده او په يو وخت کې د دوه مېړنو سره د اړيکې خلاف قوانين، مذهب يا مسلکي مخنيونکي يا د وړ چارواکو له لورې د نه رسميت پېژندنې عوامل رانغاړلی شو.

د صيغه توب ژوند کې يوې صيغه شوې مېرمنې د واده شوې ډلې يا د کور د څښتن په پرتله د ټيټ ټولنيز دريځ درلودلو ميلان درلود او دا زياتره وخت د دې لامل و، چې ولې د واده په پرتله د صيغه توب ژوند ته لومړيتوب ورکول شوی و. يوه صيغه مېرمن په هغه ټولنه کې يوه بېګانه اوسېدلی شوه، چې د بهرنيانو او کورنيو وګړو تر منځ وادونه په رسميت نه پېژني. د دې پر ځای دوی ښايي غلام يا د بېوزله کورنۍ غړی وي، چې د شريفې کورني له يو نارينه سره د يو ځای کېدلو لېوالتيا لري. په نورو حالتونو کې ځيني ټولنيزې ډلې لکه رومي سرتېري، له واده کولو څخه منع شوې وې او د صيغه توب ژوند په کې د واده د ژوند وړ ونج يا بديل په توګه خدمت وکړ.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ملا محمد يعقوبروغتياد انسان بدنمنځنۍ پېړۍاروپایي ټولنهسیمهغني خانهراتلونگدېوناگرينړيوال غزېدلی جالڅارنهد اکسيديشن نمبرمړینهکاناډاتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟iz3asزنککيمياوي تعاملونهجرمنيد اوبو آسپټه خزانهجنتیکد فلم تاريخدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)سورة المجادلةد سوداګرۍ اتحادیهامير دوست محمد خاند واشنگټن څلید اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېعامه روغتیاد انګلستان پاچا لومړی ریچاردتقواانټرنېټدرملد افغانستان ژبېد انسان جنسي غوښتنېله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلاوبړۍلندنzutsuویانادعناصرو دوراني جدولد افغانستان باندنۍ اړيکېفیسبوکد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهپېښورسردار محمد يوسف خانپښتو متلونهپيروn9fhiسره زربوټپوهنهامام بخاريميرويس هوتکناټود چين د خلکو جمهوريت ولسمشرويکيحیاتي کیمیاقرآن کریمپښتونستاناپلاتونصليبي جگړېاروپاښيښهکچالود ښکلا کاریال راښکته کولپير روښانآسياډونالډ ټرامپ🡆 More