د اوبو ککړتيا (آبي ککړتيا) په عادي ډول د انساني فعاليتونو د پايلې په توګه په داسې ډول د اوبو د برخې ککړتيا ده، چې د اوبو د قانوني يا مشروع کارونو باندې منفي اغېزه کوي.
د اوبو ککړتيا د ايکوسيستم خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې د اوبو وړتيا کموي، چې بې له ککړتيا يې کېدای شي چمتو کړي. د اوبو په بدنونو يا سټو کې د بېلګې په ډول ولاړې اوبه، سيندونه، سمندرونه، (aquifers)، زېرمې او د ځمکې د سطحې اوبه شاملېږي. د اوبو ککړتيا هغه وخت اغېزه کوي، چې ککړوونکي توکي دې ډول اوبو ته ورګډ شي. د اوبو ککړتيا په عادي ډول يو له څلورو سرچينو ته نسبت ورکول کېدلی شي: ناولې اوبه، صنعت، کرنه او د توپان اوبو په ګډون ښاري پراختيا. د نمونې په ډول: طبيعي اوبو کې په نامتوازن ډول د چټلو اوبو ورګډول د اوبو د دې ايکوسيستمونو ټيټوالی رهبري کولی شي. د اوبو ککړتيا هغو خلکو ته د اوبو پر مټ لېږدېدونکي ناروغيو ته هم لارښوونه کولی شي، چې ککړې اوبه د څښاک، غسل، مينځلو يا اوبو رسونې په موخه کاروي. د پاکو اوبو وړاندې کول يو مهم ايکوسيستم خدمت دی، چې د تازه اوبو د يو څه سيستمونو په واسطه چمتو شوی دی، مګر نږدې په نړۍ کې ۷۸۵ ميليونه خلک د ککړتيا له امله پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د اوبو ککړتیا د سطحي اوبو د ککړتيا (لکه: ولاړو اوبو، ويالو، د سمندرګیو هغه برخې چې د سيند په خوله کې ننوتې وي او په سمندري ککړتيا کې د سمندر د برخو د ککړتيا) يا د ځمکې د سطحې د اوبو ککړتيا په توګه ډلبندي کېدلی شي. د اوبو د ککړتيا سرچينې يا متمرکز او يا غير متمرکز (له يو ټکي يا د دې برعکس) دي. له يو ټکي [متمرکز] سرچينې د تشخيص وړ يو سبب لري. لکه: د توپان اوبه اېستنه، د چټلو اوبو د درملنې يوه سرچينه يا د (oil spill). ککړتيا د وخت په تېرېدو سره د پرله پسې ډول زياتېدونکې اغېزې پايله ده.
ککړتيا کېدای شي، د زهري مادو،(لکه: تېل، فلزونه، پلاستيک، د حشرو وژونکي درمل، پياوړي عضوي ککړونکي، د صنعتي ضايعاتو توليدات)، د ټينګار يا فشار وړ حالتونه (لکه: د Ph بدلون، hypoxia or anoxia، خپه کوونکې حرارت درجې، پراخ turbidity، ناخوښ خوند يا بوی او د تريووالي بدلونونه) يا د ناروغيو رامنځته کوونکو ژونديو موجوداتو بڼه واخلي. په ککړونکو کې کېدای شي عضوي او غير عضوي مادې شاملې وي. تودوخه هم يوه ککړوونکې کېدلی شي او دې حالت ته حرارتي ککړتيا وايي. د حرارتي ککړتيا يو عام سبب د صنعتي فابريکو (توليدوونکو) له خوا د انرژي دستګاه يا سرچينې په واسطه د سړوونکې (يخوونکې) مادې په توګه د اوبو کارونه ده.
د اوبو ککړتيا اداره کول مناسبې زېربنا او مديريتي پلانونو او قانون اېښودنې ته اړتيا لري. ټکنالوژيکي حل لارې په عملي ډول د ناروغيو د مخنيوي، چټلو اوبو، درملنې، د صنعتي ضايع شوو اوبو درملنې، د کرنيزې ضايع شوې اوبو درملنې، د خاورې توږنې اداره کولو، د رسوبي موادو اداره کولو او د ښاري پراختيا اداره کولو (د توپان اوبو د مديريت په ګډون) برخو کې پرمختګ رانغاړي. د ښاري پراختيا په ګټوره اداره کې د بهير ( جريان )چټکتيا او د اندازې کمول شامل دي.
د اوبو ککړتيا یو عملي تعريف دا دی: «د اوبو ککړتيا د موادو يا انرژي بڼو زياتوالی دی، چې په داسې ډول د اوبو طبيعت کې په مستقيم يا نامستقيم ډول بدلون راوړي، چې قانوني استعمال يې په منفي ډول اغېزمنوي». د همدې له امله ککړتيا له هغو مفهومونو (چې په نامه منفي بدلوونې او د اوبو کارونې دي) سره ملګرې ده چې نسبت يې انسانانو ته ورکول کېږي. اوبه هغه وخت ککړې ګڼل کېږي، چې د (anthropogenic) [د انساني] ککړوونکو په واسطه خرابې يا نابرابره وي. د دې ککړوونکو له امله اوبه يا د انسان ګټه اخيستنه (لکه د څښاک اوبه) نه وړاندې کوي او يا د خپلو اوبو (آبي) ټولنو (لکه: کبان) د ملاتړ په موخه په خپله وړتيا کې يو څرګند بدلون زغمي.
که چېرې د اوبو ککړتيا له چټلو اوبو (ښاري اوبو ضايعاتو) نه سرچينه اخلي، نو اصلي ککړوونکي يې: معلق کلک شيان، د ژوند ټيټوونکي عضوي ماده، غذايي مواد او د ناروغيو رامنځته کوونکي ژوندي موجودات دي.
د ناروغۍ عامل کوچني ژوندي موجودات (ميکرواورګانيزمونه) د ناروغيو د لېږدونکي ګڼل کېږي. د ناروغيو د لېږدونکو ژونديو موجوداتو ستر ګروپونه: ا) بکتريا، ب) ويروسونه، ج) پروتوزوا او د) چينچي دي. په عمل کې شاخصي ژوندي موجودات ځکه د اوبو د ککړتيا د ناروغي لېږدونکې ککړتيا څېړلو په موخه کارول کېږي، چې د اوبو په نمونه کې د ناروغي لېږدونکو ژوندیو موجوداتو موندل او د لګښت په توګه د هغوی د لږ تراکم له امله ستونزمن دي. د اوبو نمونو د fecal [پاخه] ککړتيا په عام ډول کارېدونکې شاخصونه (باکتريايي شاخص) دا دي: total coliforms (TC) [د کولي ټولې بڼې]، fecal coliforms (FC) [د کولي پخې بڼې] يا تودوخه زغمونکي coliforms، Escherichia يا ايکولي.
د ناروغيو لېږدونکي په انساني يا حيواني کوربانونو(میزبانونو) کې د اوبو په واسطه لېږدېدونکې ناروغۍ توليدولی شي. ځيني کوچني ژوندي موجودات ځيني وختونه چې د سطحې په ککړو اوبو کې موندل کېږي او د انسان د روغتيايي ستونزو سبب کېږي؛ دا دي: Burkholderia pseudomallei, Cryptosporidium parvum, Giardia lamblia, Salmonella, norovirus او نور ويروسونه، او د (Schistosoma) ډول په ګډون پرازيتي چينجي.
په اوبو کې د ناروغي توليدونکو د لوړو کچو سرچينه له (human feces) (د خلاصې اطراح له امله)، چټلو اوبو، تورو اوبو او سرې ورکولو نه کېدلی شي، چې د اوبو کتلې ته يې لاره موندلې ده. د دې سبب په عملي ډول د ناروغيو د مخنيوي کمښت او کمزوري يا د سيمې د ناروغۍ مخنيوي پر سيستمونو کمزوری عمل (septic tanks, pit latrines) [د کثافاتو ټانکونه، کنده تشنابونه]، د چټلو اوبو د درملنې دستګاه يا سرچينې بې له عفوني ضد پړاوونو نه، د روغتيا ساتنې د ناپاکو اوبو تر ځمکې لاندې د نل بهيرونه (sanitary sewer overflows) او دتوپاني پېښو او متمرکزې کرنې پر مهال د ناپاکو اوبو تر ځمکې لاندې د ترکيبي نل جريانونه (combined sewer overflows (CSOs)) کېدلی شي.
د بيولوژيکي تخريب عضوي مواد له يو لړ سرچينو (لکه صنعتي فاضله اوبو) نه د اوبو بدن ته داخلېدلی شي. د دې کيمياوي موادو ډېری يې زهري دي.
راتلونکي ټول مرکبونه، د اومو اوبو يا ان د فاضله اوبو درملنې په واسطه د اوبو بدنونو ته رسېدلی شي:
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د اوبو ککړتيا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.