جان لاک

جان لاک (۱۶۳۲ ، د اګست ۲۹ مه – ۱۷۰۴ ز ، د اکتوبر ۲۸ مه ) یو انګریز فيلسوف او ډاکتر و، د روښنايۍ دورې يو له اغېزناکو مفکرينو څخه شمېرل کېږي او په عمومي توګه، «د آزادۍ پلار» په نوم پېژندل کېږي.

لاک چې د بریتانيې له لومړيو تجربه کارانو څخه يو شمېرل کېږي، د سنټ سرفرانسس بيکن په پيروۍ سره «لاک» هم « دټولنيز قرارداد د نظريې» لپاره د هغه په کچه مهم دی. د هغه آثارو د معرفت پېژندنې او سياسي فلسفې په پراختيا کې ستر اغېز درلودلی دی. د هغه ليکنو پر ولتر او ژان ژاک روسو او د روښنايۍ  پړاو پر ډېروسکاټلينډي مفکرينو او امریکايي انقلابيانو اغېز لرلی دی. له لرغونې جمهوريت غوښتنې او آزادې نظريې سره د هغه مرستې، د متحده ايالاتو د خپلواکۍ په اعلاميه کې منعکسې شوې دي. په نړيواله کچه د لاک سياسي حقوقي اصول، د محدود استازي حکومت او د قانون تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقوقو او آزادۍ د خونديتابه پر نظريو او تګلارو ژور اغېز لري.

جان لاک
جان لاک
جان لاک

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ اگسټ ۱۶۳۲
مړینه 28 اکتوبر 1704 (72 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت سالنډي   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
سياستوال
طبیب
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
لاتين ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
پوهنپوهنه
سياسي فلسفه
درملګري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی انټوني اشلي کوپر د شېفټ بري لومړنی اېرل   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر توماس هابز
رنه دیکارت
انټوني اشلي کوپر د شېفټ بري لومړنی اېرل
ډاماريس کاډورت ماسام   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک تجربهپالنه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان لاک
جان لاک

جان لاک  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تر ډېره بريده، د لاک د ذهن اند، د هويت او ځان په اړه نوی تصور بلل کېږي، چې د جان ژاک روسو، ډايويډ هوم او امانويل کانت په څېر وروستيو فيلسوفانو په آثارو کې په پياوړي ډول لېدل کېږي. لاک لومړی هغه څوک و چې، د پوهې د دوام له لارې يې ځان تعريف کړ. هغه اټکل کړی دی چې، د زېږون پر مهال ذهن يوه سپينه تخته و. د ډکارت د فلسفې پر خلاف، کومه چې له پخوا څخه د شته تصوراتو پر بنسټ ولاړه ده، لاک په دې باور و چې ، موږ له فطري اندونو څخه پرته زېږېدلي يو او دا پوهه د تجربې له لارې د تر لاسه شوي حسي درک په وسیله ټاکل کېږي. دا هغه تصور دی چې، اوس د تجربې په نوم پېژندل کېږي. لاک د علم په اړه نظريات، په خپلو ليدونو کې روښانه کړي، په داسې حال کې چې شونې ده ،ځينې شيان بيا بيا تجربه کېدای شي او دا چې هېڅ شي، له رد کېدو څخه مستثنی نه دي، لاک وايي چې: «هر څه چې زه ليکم او کله چې پوه شم چې سم نه دي، زما لاس بايد تر ټولو لومړی وي، چې دا هر څه اور ته وغورځوي». دا په تجربه د لاک د باور يوه بېلګه ده.

د ژوند لومړي کلونه

لاک د ۱۶۳۲ز کال د اګست مياشتې په نهه وېشتمه نېټه، د سامرسټ په رينګټون کې له کليسا سره نژدې په يوه کوچني هستوګنځای کې زېږېدلی و. دا سيمه له بريسټل څخه دولس ميله لرې پرته ده. هغه ته په همدې ورځ مذهبي غسل ورکړی شوی و، ځکه چې مور او پلار دواړه يې پيوريټان وو. د لاک پلار، چې هغه هم جان بلل کېده، يو څارنوال و چې په «چو ماګنا» کې يې د سولې په محکمه کې د منشي په توګه دنده تر سره کړې وه او د انګلستان د کورنيو جګړو په لومړيو کې يې په سپرو پارلماني ځواکونو کې د جګړن په توګه کار کړی و. د مور نوم يې اګنيس کين و. د لاک له زېږېدو ډېر ژر، دې کورنۍ د پنسفروډ بازاري ښار ته کوچ وکړ، چې دا سيمه د بريسټل سويل ته اوه ميله لرې پرته ده، چېرې چې لاک د بلوټون د تودور په يوه کليوال کور کې راستر شو. 

په ۱۶۴۷ز کال کې، لاک د پارلمان د غړي او مشر جان د پخواني قوماندان الکسانډر پوفم تر څارنې لاندې په لندن کې د وست مينسټر مشهور ښوونځي ته واستول شو. هلته د زده کړو له بشپړولو وروسته، د ۱۶۵۲ز کال په مني کې، کله چې هغه شل کلن و، د اکسفورډ په کرايس کليسا کې داخل شو.هغه مهال د پوهنځي رئيس جان اوين و، چې د پوهنتون مرستيال رئيس هم و. سره له دې چې لاک يو وړ شاګرد و، بيا يې هم د هغه مهال د لېسانس دورې نصاب خوښ نه شو. هغه د پوهنتون د لرغونو موادو په نسبت، د نوي عصر د فيلسفوانو، لکه: رنه دکارټ آثار ډېر په زړه پورې وموندل. لاک د خپل ملګري ريچارډ لوور له لارې ،چې هغه يې د ويست مينسټر ښوونځي له وخته پېژاند، له طبابت او تجربوي فلسفې سره بلد شو، کوم چې په نورو پوهنتونونو او سلطنتي ټولنه کې لوستل کېدل او په پايله کې د همدې ټولنې غړی شو.

هغه ته د ۱۶۵۶ز کال په فبرورۍ مياشت کې د لېسانس سند او د ۱۶۵۸ز کال د جون په مياشت کې د ماسترۍ سند ورکړل شو. هغه د ۱۶۷۵ز کال په فبرورۍ کې د طبابت لېسانس سند تر لاسه کړ، دا مضمون هغه په اکسفورډ کې د اوسېدو پر مهال په پراخه کچه لوستی و. پر لوور سربېره، هغه د رابرټ بوايل، تاماس ويلس او رابرټ هوک په څېر له پېژندل شوو ساينسپوهانو سره هم کار کړی و. په ۱۶۶۶ز کال کې، هغه له انټوني اشلي کوپر، لارډ اشلي سره وليدل، څوک چې اکسفورډ ته د ینې ناروغۍ د درملنې لپاره راغلی و. اشلي له لاک څخه اغېزمن شوی و او هغه يې قانع کړی و چې، د هغه د ملګرو یوه برخه وګرځي.

مسلک

کار

لاک د دندې په لټه کې و او په ۱۶۶۷ز کال کې د لندن په ايکسټر هاوس کې د اشلي کور ته ولاړ، چې د هغه د شخصي معالج په توګه کار وکړي. په لندن کې هغه د توماس سيدنهام تر څارنې لاندې د خپل طبابت زده کړې له سره پيل کړې. سيدنهام د لاک په طبيعي فلسفي تفکر ستراغېز درلود، داسې يو اغېز، چې «د انسان د پوهې په اړه يوه ليکنه» په نامه، په يوه مقاله کې راڅرګند شو.

د لاک طبي علم، هغه مهال له ازموينې سره مخامخ شو، چې د اشلي د ينې ناروغي د هغه ژوند وګواښه. لاک د ګڼو ډاکټرانو مشورې سره راټولې کړې او ممکنه ده چې، د مثانې د لرې کولو په موخه د جراحي عملياتو (چې هغه مهال په خپله د خپل ژوند ګواښل و) لپاره، د اشلي په قانع کولو کې يې مهمه ونډه درلوده. اشلي وژغورل شو، ښه شو او د هغه د ژوند ژغورلو له امله يې د لاک درناوی وکړ.

په دې موده کې، لاک د سوداګرۍ او کروندو د پلاوي د منشي او د کارولينا د څښتنانو د منشي په توګه کار وکړ، چا چې له هغه سره مرسته وکړه  او د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد په اړه یې خپل اندونه منظم کړل.

د ويګ خوځښت، د بنسټ اېښودونکي په توګه اشلي د لاک په سياسي نظرياتو ستر اغېز پرېښود. کله چې اشلي په ۱۶۷۲ز کال کې د لارډ سلاکار شو (اشلي په ۱۶۷۳ز کال کې د شافتسبري لومړی ايرل وګرځول شو) لاک په سياست کې ښکېل شو. په ۱۶۷۵ز کال کې د شافتسبري د ملاتړ له سقوط وروسته، لاک د يوې مودې لپاره په فرانسه کې د ښوونکي او د کاليب بانکس د طبي مرستيال په توګه سفرونه وکړل. هغه مهال چې د شافتسبري سياسي بخت، د يوې لنډې مودې لپاره مثبت بدلون موندلی و، لاک په ۱۶۷۹ز کال کې انګلستان ته راستون شو. په دې موده کې او د شونتيا له مخې د شافتسبري په لارښوونه، لاک د حکومت د دوو رسالو زياته برخه وليکله. په داسې حال کې چې، کله فکر کېده، لاک د ۱۶۸۸ز کال د پرتمين اوښتون د دفاع لپاره رسالې ليکلې دي، خو اوسنيو پوهانو څرګنده کړې ده چې، دا اثر له يادې نېټې څخه مخکې ليکل شوی و. دې اثر ته اوسمهال د مطلق العنانې واکمنۍ په وړاندې د عمومي بحث په سترګه کتل کېږي (په ځانګړي توګه هغه شان چې  رابرټ فيلمر او توماس هوبز له هغې څخه ننګه کړې) او د انفرادي منښت په موخه دا اثر، د سياسي مشروعيت لپاره بنسټ بلل کېږي. سره له دې چې لاک له اغېزناکو ويګانو سره اړيکې لرلې، د طبيعي حقوقو او حکومت په اړه د هغه اندونه، نن سبا د انګلستان په تاريخ کې تر يو بريده انقلابي بلل کېږي.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

جان لاک د ژوند لومړي کلونهجان لاک مسلکجان لاک سرچينې او ياداښتونهجان لاک

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سپوږميز لېږديز کالهندارهشرابابراهيمي محمد صلحانګلیسيد روسیې کورنۍ جګړهپه افغانستان کې زده کړېجرمي بینتامشیطاند چین-جاپان دویمه جګړهکمونيزمولادیمیر زیلنسکيغسلبهاييد خلق ډموکراتيک ګوندمادریداسرائيلانس بن مالککولمبياابن خلدونانفرادي انارشیزم (وګړپال انارشیزم)ایلان ماسکچرګې هګۍلېخ والېسا20 جونپرتګالي ژبهجوړښتد ډبرو نوې دوره8 نومبردوهمه ملکه الیزابتدېنیس دیدېروتاسحق نیوټنسردار محمد يوسف خاننری رنځلوبهد خندق غزامحمدډېوېډ کامرونسولومون ټاپوګاناشرف غنيد جنازې لمونځدرسي پلان17 جونټیوډور روزولټپښتو پښتو تشريحي قاموسانزايمسلمان خانپرازيتيزملویډ جیمزقاهرهبرهماچاغي ولسوالۍنغمههندوشاهيسردار عبدالقدوس خانآمازوناس آیالاتغوږجورج سي. مارشالصليبي جگړېد منجمنټ اساسات2 اکتوبراردشیر پاپاکاند افغانستان اسلامي امارتفخر الدين رازيلئون تروتسکیتکړښتپه متحده ایالاتو کې د سوسیالیستي غورځنګ تاریخچهناريالبورياتيا جمهوريتجلال ابادوربشهطبيعي ناورينشمس الدین کاکړقزاقستاند جرمني تاریخ🡆 More