طبیب

یو طبیب (په امریکایۍ انګلیسي کې)، طبابت کوونکی (د ټولګټو هېوادونو په انګلیسي کې) طبي ډاکتر یا په اسانه ډول ډاکتراو یو روغتیایی متخصص دی چې طبابت ترسره کوي، د طبي زده کړې، تشخیص، مخکې تشخیص او درملنې پر مټ د ناروغۍ، ټپ او نورو فزیکي او رواني نیمګړتیاوو د سلامتیا له ودې، ساتنې یا رغونې سره تړاو لري.

طبیبان خپل کسب د ناروغیو په ځانګړو ډلبندیو، د ناروغانو په ډولونو او د درملنې په مېتودونو باندې څرخوي، چې تخصص بلل کېږي یا د وګړو، کورنیو او د ټولنو د پر له پسې او هراړخیزې طبي پاملرنې د چمتو کولو مسؤلیت په غاړه اخلي، چې د عمومي طب (د عمومي  داخلې) په نامه پېژندل کېږي. د طبابت کار په سمه توګه هم د علمي څانګو لکه اناتومي او فزیولوژي، اصلي ناروغۍ او د هغوی د درملنې د کره پوهې، طبي ساینس او هم په عملي کار کې غوره وړتیا، د طب هنر یا کسب ته اړتیا لري.   

په ټوله نړۍ کې د طبیب ونډه او د دې کلیمې معنا توپیر لري. تحصیلي درجې او نور اسناد زیات توپیر لري، خو یو شمېر مشترک عناصر شته، لکه طبي اخلاق چې غواړي طبیبان خپلو ناروغانو ته پام، زړه سوی او د خیرغوښتنه څرګنده کړي.

عصري معنا ګانې

د داخلې متخصص   

په ټوله نړۍ کې د طبیب اصطلاح د داخلې مختصص ته یا یې د ګڼ شمېر نورو اړوندو تخصصونو څخه یوه ته (چې په ځانګړي توګه د جراحي له متخصص څخه توپیر لري) اشاره کوي. د طبیب دا معنا د جراحانو د کړنلارو په واسطه نه، بلکې د درملو یا دوا په واسطه په درملنه کې د تخصص مفهوم څرګندوي.

په انګلیسي کې دا اصطلاح لږترلږه نه سوه کلن تاریخ لري: طبیبان او جراحان یو وخت د جلا مسلکونو غړي وو او په دودیز ډول سیالان وو. د آکسفورد د انګلیسي لنډ قاموس درېیمه نسخه، د منځنۍ انګلیسي روایت وړاندې کوي چې د ۱۴۰۰ ز کال له همغه پیل څخه دا توپیر کوی: "O Lord, whi is it so greet difference betwixe a cirugian and a physician."  یا "اې خدایه!، د جراح او طبیب ترمنځ دومره لوی توپیر څه دی."    

اتم هنري د لندن شاهي طبیبانو کالج ته په ۱۵۱۸ ز کال کې یو جواز ورکړ. ۱۵۴۰ ز کال لا نه و پیل شوی چې هغه د باربر - جراحانو شرکت ته (چې د جراحانو د شاهي کالج څخه مخکې ؤ) خپل جلا جواز ورکړ. په همدې کال کې انګلیسي پاچا د کمبرج په پوهنتون کې د طبابت شاهي استادي رامنځته کړه. له نوو پوهنتونونه وروسته داسې عالم د داخلي طب پروفیسور باله، نو په ۱۶ مه پېړۍ کې، طب تقریباً هغه څه ؤ چې اوس داخلي طب ګڼل کېږي.    

اوس مهال، په متحده ایالاتو کې یو متخصص طبیب د داخلي ناروغیو متخصص بلل کېږي. د روغتون طبیب یار روغتونوال، بله اصطلاح وه چې په ۱۹۹۶ ز کال کې د متحده ایالاتو د داخلي طب متخصصینو د بللو لپاره چې زیاترو په ځانګړې توګه په روغتونونو کې یې کار کاوه، وړاندې شوه. اوس مهال دا د 'روغتون طبیبان' د متحده ایالاتو د عمومي داخلې د ټولو متخصصینو نږدې ۱۹٪  جوړوي، چې په مشترک المنافع هېوادونو کې زیاتره ورته عمومي طبیبان وايي.    

دا اصلي کارونه، چې د جراح څخه توپیر لري، د نړۍ په زیاتره برخو کې لکه په بریتانیا او نورو مشترک المنافع هېوادونو کې (لکه: آسترالیا، بنګلدیش، هند، نیوزیلنډ، پاکستان، سویلي افریقا، سریلانکا، او زیمبابوې).همدارنګه د برازیل، هانګ کانګ، اندونیزیا، جاپان، آیرلنډ او تایوان په څېر په بېلابېلو ځایونو کې عامه ده. د انګلیسي ډېر عمومي اصطلاحات لکه ډاکتر یا طبابت کوونکي په داسې ځایونو کې مروج دي او هر طبابت کوونکي ته کارول کېږي (چې امریکایان یې ممکن په واضح معنا طبیب بولي). په مشترک المنافع هېوادونو کې، د ماشومانو طب متخصصین او د زړونو طبي متخصصین هم، متخصص طبیبان یادیږي، چې د بدن سیستم پر بنسټ نه، بلکې د ناروغ د عمر پر بنسټ فرعي تخصص ترلاسه کړی.    

طبیب او جراح  

په ټوله نړۍ کې د "طبیب او جراح" ترکیبي اصطلاح د عمومي ډاکترانو یا له تخصص پرته د هر طبابت کوونکي د بللو لپاره کارول کېږي. دا کارونه لا هم د طبیب اصلي معنا څرګندوي او د طب د متخصص په توګه د طبیب او جراح تر منځ پخوانی توپیر ساتي. دا اصطلاح په متحده ایالاتو کې د دولتي طبي شوراګانو او د کاناډا په ولایتونو کې د ورته ادارو له خوا د هر طبابت کوونکي د یادولو لپاره کارول کېږي.  

شمالي امریکا  

په عصري انګلیسي کې د طبیب اصطلاح په دوو اصلي حالتونو کې کارول کېږي، چې په ترتیب سره یو څه پراخې او محدودې معناوې لري. دا د تاریخ پایله ده او اکثراً ګونګه ده. دا معناوې او بدلونونه لاندې تشریح کېږي.  

په متحده ایالاتو او کاناډا کې د طبیب اصطلاح، ټولو طبابت کوونکو ته چې مسلکي طبي سند ولري، ویل کېږي. د امریکا طبي ټولنه چې په ۱۸۴۷ ز کال کې را منځ ته شوه او د امریکا د هډوکو او مفاصلو ټولنه چې په ۱۸۹۷ کال کې جوړه شوه، دواړه اوس مهال د غړو د یادولو لپاره د طبیب اصطلاح کاروي. که څه هم د امریکا د طبیبانو کالج، چې په ۱۹۱۵ ز کال کې جوړ شو، دا کار نه کوي:  په سرلیک کې یې طبیب د خپلې اصلي معنا سره کارول کېږي.

امریکايي طبیبان  

زیاتره طبیبان چې په متحده ایالاتو کې روزل شوي، د طب د ډوکترا سند لري او د M.D مخفف کاروي، کم شمېر کسان د هډوکو او مفاصلو په طبي پوهنځیو کې ګډون کوي او د هډوکو او مفاصلو د طب ډوکترا سند لري او د D.O  مخفف ورته کاروي. د طبي پوهنځیو په نړیوال لارښود کې د دواړو د MD او DO سندونو ورکوونکې پوهنځۍ چې په متحده ایالاتو کې دی، د طبي پوهنځیو په توګه ثبت شوې. د طبي پوهنځۍ له بشپړولو وروسته، طبیبان د مرستندوی یا رزیدنسي تخصصي دوره چې عملي کار په کې کوي، بشپړوي. ځانګړی تخصص له رزیدنسي وروسته د فیلوشپ بشپړولو ته اړتیا لري. MD او DO طبیبان دواړه د رزیدنت د تطبیق په ملي پروګرام (NRMP) کې ګدون کوي او د جواز ترلاسه کولو لپاره د ټولو طبي تخصصونو د ACGME په معتبرو رزیدنسیو او فیلوشپونو کې برخه اخلي.   

د تصدیق صادر کوونکي پلاوي اوس غواړي چې طبیبان د ازموینې، اصلي پوهې د پر له پسې وړتیا او مهارتونو په وسیله ټاکلی تخصص ثابت کړي. د نوي تصدیق صادرول د هرو اووه او هرو لسو کلونو ترمنځ د ځانګړي تخصص پر بنسټ توپیر کوي.

لومړنۍ پاملرنه   

د لومړنۍ پاملرنې طبیبان، ناروغانو ته په داسې حال کې چې لاهم د درملنې وړ دي، د ناروغۍ په مخنیوي او د روغتیايي ستونزو په ژر تشخیص کې لارښوونه کوي. دوی په دوو ډولو د کورنۍ طب ډاکترانو او د داخلي طب ډاکترانو باندې وېشل کېږي. د کورنۍ ډاکتران یا د کورنۍ طبیبان، د هر عمر ناروغانو د پاملرنې لپاره روزل کېږي، په داسې حال کې چې د داخلې متخصصین د لویانو پاملرنې لپاره روزل کېږي. د کورنۍ ډاکتران په بېلابېلو پاملرنو کې روزنه ترلاسه کوي، نو ځکه عمومي طبیبان هم ورته ویل کېږي. کورني طب د ۱۹۶۰ ز کلونو د عمومي طبیبانو غورځنګ څخه، په طب کې د مخ پر ودې تخصص په ځواب کې چې د ډاکتر او ناروغ اړیکې او د پاملرنې دوام ته ګواښ بلل کېد، رامنځته شو.

د پښو متخصصین  

په متحده ایالاتو کې، د امریکا د پښو طبي ټولنه (APMA) د پښو متخصصین د طبیبانو او جراحانو په توګه ګڼي چې د پښې، ښنګري او له پښې سره د تړلو جوړښتونو درملنه کوي. د پښو متخصصین د پښو طبابت د دوکتورا (DPM) سند په ترلاسه کولو سره روزنه ویني، خو د امریکا طبي ټولنه (AMA) د طبیب له تعریف څخه "د هغه فرد په توګه چې د طب د ډوکتورا یا د هډوکو او مفصلونو د طب د دوکتورا سند لري " دفاع کوي. په متحده ایالاتو کې ، د پښو متخصصین اړ دي چې د DPM سند، له فراغت وروسته، له درېیو څخه تر څلورو کلونو د پښو طب رزيدنسي دوره بشپړه کړي. له رزيدنسي دورې وروسته، له یوه څخه تر دوو کلونو پورې په پلاستيکي جراحي، د پښې او ښنګري د بیارغونې جراحي، سپورتي طب او د ټپ په پاملرنه کې د فیلوشپ پروګرامونه شته دي.   

د پښو د طب د رزیدنسي دورې او یا فیلوشپونو ته د ACGME له لوري اعتبار نه ورکول کېږي. د پښو د طب ترپوښښ لاندې ساحه له یوه ایالت څخه تر بل ایالت پورې توپیر کوي او د هغو طبیبانو کسب ته ورته نه ده چې د MD یا DO سند لري. د کاناډا په یوه پوهنتون یعنې په Université du Québec à Trois-Rivières کې هم DPM شته؛ محصلین معمولاً باید د مسلکي سند ترلاسه کولو څخه وړاندې په نیویارک کې د کارزده کړې دوره بشپړه کړي. د طبي پوهنځیو نړیوال لارښود، د متحده ایالاتو یا کاناډا د پښو طب پوهنځی، د طبي پوهنځۍ په توګه نه ثبتوي او یوازې د متحده ایالاتو له خوا ورکړل شوېMD ، DO او د کاناډا MD پروګرامونه، د اړوندو سیمو لپاره د طبي پوهنځیو په توګه ثبتوي.   

کمښت 

د پرمختګ پر لور نړۍ کې ډېر هېوادونه د طبیبانو د کمښت ستونزه لري. د امریکا د طبي کالجونو ټولنې په ۲۰۱۵ ز کال کې خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به تر ۲۰۲۵ ز کال پورې، د ۹۰۰۰۰ طبیبانو له کمښت سره مخامخ شي.   

سرچينې

Tags:

طبیب عصري معنا ګانېطبیب کمښت طبیب سرچينېطبیب

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

فقهغنماحمد شاه خانپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانسمونملکندهارملنګامير کروړ سوريد نعوظ اختلالتوماس اډیسوند حضرت عمر فاروق رض عدالتبنګالي ملتپښتو ويکيپېډياپه پښتو کې د ياگانو سمه کارونهشاهرخ خاند افغانستان په جګړه کې د استرالیا پوځي تاریخصلاح الدين ايوبيکرسټالففینډايرانهايډروجند پښتو (ی) ګانې .استعارهشينتوستر بحرانکابل‌شاهانسوېلي افريقاد افغانستان دموکراتیک جمهوریتد الله 99 نومونهد فزیک تاریخچهمحمد (ص) په اسلام کېکندز ولايتلونګۍد شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریتمعمر القذافيسپين غراقلیمويټامينبغلان ولايتملا بورجانماډيولويکي مانياد امریکا متحده آیالاتونهدهوا لوړ او ټیټ فشارونهطبيعتکیم جونګ اوناوتو فون بیسمارکجغرافي کوراډينېټونو سيستمسعودي عربستانمیاشتنی عادتاېريل شارونانګلیسيمايکروسافټ وېنډوزد کتاب نړيواله کره شمېرهد کلئوپاترا مړینهد پولیمیرونو اهمیتد کوريا جګړهکوچنی اقتصادافغانستان ته د اسلام راتگپیروامام شافعيد اسراييلو ولسوالۍلینډن بینس جانسنسردار محمد يحيا خانامير دوست محمد خانجنسي دوه‌بڼوالهسيدال خان ناصرطلحه بن عبيداللهکمپیوټر ساینس🡆 More