بهرنى تشيال، چې تشيال (space) هم بلل كېږي، هغه تشې سيمې ته ويل كېږي چې د ځمكې په گډون د هسكني توكو (celestial bodies) لكه ستورو، سپوږميو، سيارو، او سياره وزمو (asteroids) تر مېنځ شتون لري.
تشيال په بشپړ ډول تش هم نه دى بلكې له كلكې تشې (hard vacuum) رغېدلى چې د ذرو ټيټ كثافت لري او تر څنگ يې د هايډروجن او هيليم پلازما (plasma)، برېښناطيسي وړانگې (electromagnetic radiations)، مقناطيسي ډگر (magnetic field)، نوټرينو (neutrino)، تشيالي دوړه (cosmic dust)، او تشيالي وړانگې (cosmic rays) لري. بنسټيزه تودوښه يې ۲.۷ كالوينه ده چې له لوى درز (Big Bang) څخه د ځمكنۍ وړانگې (background radiation) له مخې ټاكل شوې ده. پلازما، چې د هايډروجن اټوم يې په هر مكعب ميټر كې تر يوه لږ دى او په تشيال كې د اسمانلارو تر مېنځ په مليونونو كالوينه تودوښه لري، په بهرني تشيال كې د باريوني توكو (baryonic matter) زياته برخه جوړوي چې له ځايي غونډونو يې ستوري او ستورټليځونه رامېنځته شوي دي. كتنو دا جوته كړې چې د زياتو ستورټلیځونو ۹۰% كتله ناڅرگنده بڼه لري چې تور توكى (dark matter) بلل كېږي او له نورو توكو سره د برېښناطيسي نه بلكې راكښنيز ځواك (gravitational force) له لارې تعامل كوي. څېړنې دا ښيي چې په ليدوړه پينۍ (observable universe) كې د توكيزې انرژۍ (mass-energy) زياته برخه د تشيال تشه انرژي (vacuum energy) گڼل كېږي چې ستورپوهانو د تورې انرژۍ (dark energy) نوم پر ايښى دى. د پينۍ زيات ځاى د ستورټليځونو دننه تشيالونو نيولى دى، آن دا چې درست ستورټلیځونه (کهکشانونه) او ستور غونډالونه (star systems) له سوچه تشياله رغېدلي دي. دا چې تشيال چيرې پيليږي كوم ټاكلى وېش نه لري. خو بيا هم د كارمان كرښه (Kármán line) چې د سمندر له مخ څخه ۱۰۰ كيلو ميټره (۶۲ ميله) لوړوالى لري په ټوليز ډول په تشيالني تړونونو (space treaties) او د هوا تشيالني (aerospace) خوندېينو (record keeping) لپاره د بهرني تشيال د پيل په توگه كارول كېږي. د نړيوال تشيالدوى (space law) اډانه (طرح) د بهرني تشيال تړون (Outer Space Treaty) له خوا رامېنځته شوه چې د ملگرو ملتونو له خوا په ۱۹۶۷ كال كې تصويب شوه.
تشیال مصنوعي سپوږمکۍ یوري گاگارین عبدالاحد مومند
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بهرنی تشیال, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.