اېتنول (په لاتين: Ethanol) د الکلونو څخه دی چې کیمیایی فورمول یی C2H5OH دي.
Ethanol اېتنول | |
---|---|
د کیمیایی فورمول | C2H5OH |
نقطه ذوب | 114°C- |
کثافت | 0,789 g/cm3 |
نوموړي ترکیب د سوځيدونکي توکو څخه دی چې خاصی بوی لري. اېتنول عضوی ماده ده چې په کیمیایی صنعت کی د درملونو، عطرونو ، سوځندو موادو ، نورو کیمیایی توکو او شرابونو د جوړولو لپاره کارېږي.
اېتنول د سادو کاربوهایډرېټو (شکرو) څخه د خمیر په مرسته جوړېږي. په اوس وخت کی په ځانگړي ډول د شکرو د خمیره کېدلو لپاره Saccharomyces cerevisiae کارېږي خو د اېتنول مصناعی تولید هم کارېږي.
C6H12O6 → 2 C2H5OH + 2 CO2
په اوس وخت کی په صنعت کی د اېتنول جوړولو لپاره د هیدروژنو کونکی طریقه کارېږي.
HC≡CH + H2 + H2O → CH3–CHO CH3–CHO + H2 → CH3–CH2OH
اېتنول تر خوړلو وروسته په روډې کی وینو ته جذب شوي دي. نوموړي توکه په ینې کی د انزایمونو په مرسته په استالدهید او وروسته استیک اسید تبدیل شوي دي. اېتنول پر انسان باندی خوشحالی آغېزه لری. خو د اېتنول لوی خوراک په ماغزې کی د گابا رېسپتورونه (GABA receptor) بندوی او د مرکزي عصبی سیستم کار کم کوی. د دې په سبب اېتنول عصبی مخدر بلل کېږي. مسلمنان د الکل خوړلو ته په بده سترگه گوري او الکل خوړل په اسلامی هېوادونو کی هم منع دی. خو کله چې درمل دالکل محتوی ولري نو په دی صورت کی مسلمانو ته اجازه ده دغه درمل وخوري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اېتنول, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.