اپین چې ځينې يې ترياک بولي، نشه يي توکي دي چې د اومه کوکنارو د شيرې څخه لاسته راځي.
اپینیوه توکه ده چې د مخدراتو د جوړولو لپاره کارېږی. د اپین څخه عموما مورفين جوړېږی اور د القلويد ( Alkaloid ) تر ټولو مهمه توکه ده. اپین کولای شي له ۱۰٪ تر ۱۵٪ د مورفينو محتوی ولری. په نړی کی د مورفين څخه نيمه سينټيټيک مخدرات جوړېږی چې د هيروين( Heroine ) او کوډين( Codeine ) په نوم يادېږی.
کوکنار يو بوټی دی چې په آسيا او اروپا کې کرل کېږی. د کوکنار پر سرو باندی د چاړې په مرسته سوریان جوړېږی . د دغی سریانو څخه مایع بهېږی او هغه مایع د کوکنار څخه تر وتلو ړروسته په قهوای رنگ توکه بدلېږی. ددغی قهوای توکې څخه مورفین حاصېږی.
په پخوانیو زمانو کی خلکو عموما اپینپه سگریتو کی څکول. خلکو د اپیند څکولو په دوره کی د اپینلوگی تنسف کاوه او نشه یی احساسوله. د ۱۸۵۳ کال څخه د مورفین استعمالونکی کولای سی د پیچکاری څخه کار واخلی. په ۱۹ پېړۍ کی انگریزیانو د هندوستان څخه چین ته اپینصادرول. په دی وخت کی په چين کی ډېر د اپیناستعمالوونکی نشه بازان ول. د چین حکومت غوښتل چی د اپینصادرول منع وکړی او د دی په سبب د چين مامورانو د چین بندرونه ونیول او انگریزی بیړو نسول کولای د چين بندرونو ته وننوځی. مگر انگریزیانو پر چین برید وکړ او د چین حکومت مجبور سول چی د چین بندرونه بیا خلاص وکړی.
افغانستان د اپین له ټولو نه لوی تولیدونکی هېواد دی. په افغانستان کی هر کال تقریبا ۷ زره ټنه اپین جوږېږی. د طالبانو واکمنۍ په دوره کی ملا عمر د اپین توليدول منع کړل. مگر خلکو چی پيسې طالبان ته ورکول، نو يی کولای شول کوکنار وکری او اپین توليد وکړی. په افغانستان کی د ايسف تر رسېدلو وروسته خلکو د اپین توليدول بيا پيل کړل. په اوس وخت کې اپین د افغانستان تر ټولو مهم صادراتی ماده ده. د طلايي مثلث (ماينامار(برما) , لاووس, تايلېنډ ) په سيمو کې د زيات کيفيت لرونکی اپین شته.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اپين, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.