اورنگزیب عالمگیر د مغولو پاچايي شپږم پادشاه وو کوم چې په هندوستان باندې پنځوس کاله حکومت کړی وو.اورنگزيب د دنيا په بهادرانو پادشاهانو کې حسابيږي اور د دين اسلام په غټو خادمو کې هم راځي.
اورنگزيب نه صرف په هندوستان حکومت وکو بلکه په هندوستان کې يې هغه فضول رسمونه اور رواژونه هم ختم کړل کوم چي د هند مسلمانانو او هندوانو جوړ کړي وو.عالمگير د پښتنو سره هم ډير پيوسته وو او ډير ښه سلوک به يې ورسره کولو، او نه صرف پښتانه بلکه د ټولو مسلمانانو سره يې محبت وو.
اورنگزیب عالمگیر | |
---|---|
مغل شهنشاه | |
زمانه د حکومت | 31 جولائی 1658 - 3 مارچ 1707 |
تاج پسرول | 15 جون 1659 په مقام د لال قلعه ، دهلی |
پورا نوم | ابوالمظفر محیالدین محمد اورنگزیب عالمگیر |
پیدائش نيټه | ۴ نومبر ۱۶۱۸ |
پیدائش ځاې | Dahod |
وفات | ۳ مارچ ۱۷۰۷ (۸۸ کال کلنۍ کي) |
وفات ځاې | احمد نگر |
خاورو ته سپارل | خلد آباد |
مخکې تېرشوې پاچا | شاه جهان |
وروسته راغلې پاچا | بهادر شاه اول |
ژوند ملگرې | نواب راج بائی بیگم دلرس بانو بیگم ہیرا بائی زین آبادی محل اورنگ آبادی محل اُدی پوری محل |
کورنۍ | مغل |
پلار | شاه جهان |
مور | ممتاز محل |
دين | اسلام |
اورنگزيب يو ډير ساده مسلمان وو، حغه بادشاه وو خو ددي نه باوجود هم هغه چرته فضول خرچ نه دی کړی، او نه يي د خپل ځان دپاره د شاهي خزانې نه څه رقم راغيستی دی.پخپله به يې محنت کولو او ساده خوراک به يې کولو. د اورنگزيب پنځه بيگمې ياديږي.او لوڼه او هلکان يې هم وو.د اورنگزيب پلار شاه جهان وو ،کوم چې د اورنگزيب نه مخکې بادشاه تير شوی وو.
تاريخ کې ويلی کيږي چې د اونگزيب په زمانه کې مغل ټولواکمني د ټوله نه ذياته شوې وه او د ټولو نه ذياتې فتحی،په ټولو مغل بادشاگانو کې اورنگزيب ترلاسه کړې وې.
په ۱۶۷۲ کې د خوشحال خان خټک په مشرۍ پښتانه [په ځنگړي توگه ساپي، مومند، شينواري او خټک قومونه] د مغلو په بډ [خلاف] بغاوت وکړ کوم کې چې مغلو له پښوتنو ماته ور کړ او بريالي شول.
په ۱۶۷۴ کې اورنگزېب په خپله برخه واخستله د پښتون بډ خو پښتون ځمکه يې پوره تر خپل راج لاندې نه شوه راوستلې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اورنگزیب عالمگیر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.