الين سيکسو

الين سيکسو (د ۱۹۳۷ د جون په پنځمه د الجزاير په اوران کې زېږېدلې) يوه پروفيسره، فرانسوي ښځمنپالنه ليکواله، شاعره، ډرامه ليکونکې، فيلسوفه، ادبي کره کتونکې او د بديع او بيان د علم پوهانده ده.

سيکسو د « The Laugh of the Medusa» په عنوان د خپلې ليکنې له امله شهرت موندلی دی، کومې چې هغې ته د جوړښتي ښځمنپالنې څخه وروسته د لومړيو انديالانو له جملې د يوې حيثيت ورکړ. هغې په اروپايي پوهنتون کې د ښځمنپالنې د مطالعو لومړي مرکز جوړ کړ چې د پاريس پوهنتون په « Centre universitaire de Vincennes» کې يې موقعيت درلود (په اوسنۍ University of Paris VIII کې).

الين سيکسو
الين سيکسو
الين سيکسو

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ جون ۱۹۳۷
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
ليکوال
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي
آلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
آلماني ژبه
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فیمینزم   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات سېګمونډ فرايډ
ژاک لاکان
ژاک ديرېډا   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژوند او مسلک

شخصي ژوند

سيکوسو د فرانسوي الجزاير په اوران کې زېږېدلې وه، مور او پلار يې يهوديان وو، ايو سيکوس née Klein (۱۹۱۰-۲۰۱۳ز کال) او جورجيس سيکسو (۱۹۰۹-۱۹۴۸ز کال). جورجيس سيکسو يو ډاکټر و چې د ډاکټرۍ سند د اخستلو لپاره خپله رساله يې د نري رنځ په اړوند ليکلې وه، له همدې ناروغۍ څخه په ۱۹۴۸ز کال کې مړ شو. ايو سيکسو د هغه له مړينې وروسته يوه قابله شوه، تر هغه وخته په دې دنده پاتې شوه ، تر څو په ۱۹۷۱ز کال کې د وروستيو فرانسوي ډاکټرانو او قابله ګانو سره وشړل شول. د سيکسو ورور، پيري «د طب يو محصل او د الجزاير د خپلواکۍ ملاتړی و»، د «Organisation Armée Secrète» له خوا په ۱۹۶۱ز کال کې په مرګ محکوم شو او له سيکسو سره په «بورډو» کې يو ځای شوی و. په ۱۹۶۲ز کال کې له خپلواکۍ وروسته د هغې مور او ورور بېرته الجزاير ته ستانه شول. هلته دوی ونيول شول، خو سيکسو د احمد بن بيلا د وکالت په مرسته د هغوی آزادي تر لاسه کړه.

سيکسو په ۱۹۵۵ز کال کې له «جای بيرجر» سره واده وکړه او درې بچيان يې وزېږېدل چې دا دي: اني ايمانويل (په ۱۹۵۸ کې زېږېدلی)، سټيفاني (۱۹۶۰-۱۹۶۱ ز کالونه) او پيری فرانکويس (په ۱۹۶۱ کې زېږېدلی). سيکسو او بيرجر په ۱۹۶۴ز کال کې له يو بل نه طلاق واخيست.

علمي مسلک

سيکسو په ۱۹۵۹ز کال کې په انګريزي ادب کې د خدمت سند تر لاسه کړ او په ۱۹۶۸ز کال کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ. دا مهال د هغې ټوله پاملرنه انګليسي ادب او د جيمز جوايس آثارو ته وه. سيکس په ۱۹۶۲ز کال کې د بورټو په پوهنتون کې مرستياله وټاکل شوه، له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۶۷ز کار پورې یې په «سوربون» کې د مرستيالې پروفسرې په توګه کار وکړ او په ۱۹۶۷ز کال کې د پاريس په نانتري پوهنتون کې د مرستې استادې په توګه وټاکل شوه.

په ۱۹۶۸ز کال کې، د فرانسوي زده کوونکو له بغاوت وروسته، سيکسو د پاريس د پنځم پوهنتون په جوړولو تورنه شوه، «کومه چې د دې لپاره جوړه شوې وه چې د فرانسوي دوديز علمي چاپيريال د بديل په توګه کار وکړي». په ۱۹۷۴ز کال کې سيکسو د ښځو د مطالعاتو لپاره د پوهنتون مرکز جوړ کړ چې په اروپا کې د خپل نوعيت لومړی مرکز و. سيکسو د پاريس په اتم پوهنتون او د «ساس في» سويټزرلينډ (سويس) په اروپايي تکميلي ښوونځي کې پروفيسره ده.

خپرونې

په ۱۹۶۸ز کال کې، سیکسو د « L'Exil de James Joyce ou l'Art du remplacement» (د جيمز جوايس تبعيد يا د بې ځايه کېدو هنر) په عنوان د خپلې دوکتورا رساله خپره کړه، ورپسې کال يې د « Dedans» (په داخل کې) په خپل نامه لومړی ناول خپور کړ، دا يو نيمه ژوندليک اثر و چې د « Prix Médicis» جايزه يې وګټله.

په درويشتو جلدونو کې د شعرونو، د لیکنو شپږ کتابونو، پنځو ډرامو او ګڼو نورو اغېزناکو مضامينو په ګډون نوموړې پراخه خپرونې کړې دي. هغې له «ژاک دريدا» سره په شريکه « Voiles» (پردې) خپور کړ او د هغې کارونه تر ډېره بريده تحليلي بلل کېږي. د خپل « Wellek» درس د وړاندې کولو پر مهال، کوم چې وروسته بيا د «ليکوالۍ پر زينه درې ګامه» په نوم خپور شو، دريدا هغه په خپله ژبه (فرانسوۍ) کې تر ټولو ستره ژوندۍ لیکواله بللې وه. سيکسو د دريدا په اړوند يو کتاب وليکه چې نوم يې دی « Portrait de Jacques Derrida en jeune saint juif» (د ځوان يهودي پير په توګه د ژاک دريدا انځور). د دريدا په اړوند د هغې لوستل د لغوي کچې پر ځای په غږيزو کچو د معناوو اضافي پوړونه لټوي. پر دريدا او جوايس سربېره، هغې د برازيلي ليکوالې «کليريس ليسپيکټر»، د «موريس بلانچوټ، فرانز کافکا، هينريک وان کليسټ، مشيل ډي مونټيګن، انګبرګ باخمين، تهامس برنارډ» او د روسي شاعرې «مرينا تساويتوف» پر کار هم مونوګرافونه ليکلي دي. سيکسو د هنرمندانو په اړه هم مقالې ليکلي، د «سايمن هانټي، پير اليچنسکي» او «اديل عابدیسيميد» په ګډون، چاته چې هغې دوه کتابونه ډالۍ کړي دي.

له «لوس اریګاري» او «جوليا کرسټيوا» سره يو ځای، سيکسو د وروسته جوړښتي ښځمنپالنې (جوړښت پالنه يا Structuralism  د طبيعيت او انسان د ژوند په اړه هغه علم دی چې د انفرادي موخو پر ځای په اړيکو کې لېوالتيا لري) د دغه فکر يوه مور بلل کېږي. په ۱۹۷۰ز لسيزه کې هغې د جنسپالنې او ژبې تر منځ د اړيکو په اړوند ليکنې پيل کړې. د جوړښتي ښځمنپالنې د نورو انديالانو په څېر، سيکسو هم په دې باور ده چې زموږ جنسپالنه نېغ په نېغه له دې سره اړه لري چې موږ په ټولنه کې څه ډول اړیکې نيسو. په ۱۹۷۵ز کال کې، سيکسو د « Le rire de la méduse» (د ميدوسا خندا) په عنوان خپل تر ټولو اغېزناکه ليکنه خپره کړه، همدا ليکنه هغې بيا اصلاح کړه، «پاولا کوهن» او «کيت کوهن» انګليسي ته وژباړله او په ۱۹۷۶ز کال کې په انګليسي ژبه کې خپره شوه. هغې له اويا زيات اثار خپاره کړي دي، د هغې افسانې، ډرامايي ليکنې او شاعري تر ډېره بريده په انګليسي ژبه کې نه لوستل کېږی.

Bibliothèque nationale de France (د فرانسې د ملي کتابتون نوم دی)

په ۲۰۰۰ز کال کې، په « Bibliothèque nationale de France» کې د سيکسو په نوم يوه ټولګه جوړه شوه، وروسته سيکسو خپلې ټولې خطي نسخې همدې ټولګې ته ډالۍ کړې.  دا بيا وروسته د « Brouillons d'écrivains » په نندارتون کې وښودل شوې، کومې چې به ۲۰۰۱ز کال کې دلته جوړ شوی و.

په ۲۰۰۳ز کال کې، « Bibliothèque » د « Genèses Généalogies Genres: Autour de l'oeuvre d'Hélène Cixous » په نوم یو کنفرانس جوړ کړ. د دې کنفرانس په ويناوالو کې «ميري کال-ګروبر، ماري اوديل ژرمن، ژاک دريدا، انی لکلرک، اريان منوچکين، ژينت ميشاد» او خپله سيکسو شاملې وې.

فلم

الين سيکسو د «اوليویه موريل» په ۱۱۸ دقيقه يي فلم «Ever, Rêve, Hélène Cixous » کې ښودل شوې ده (فرانسه، يو ايس ایو  ۲۰۱۸ز کال).

ستاينې او جايزې

سيکسو ته د کوينز پوهنتون  او په کاناډا کې د البرټا له پوهنتون، په ايرلينډ کې د دوبلين کالج پوهنتون، به بریتانيا کې د پارک پوهنتون او د لندن کالج پوهنتون، همدا راز د امریکا په متحده ايالاتو کې د جورج ټاون پوهنتون، نارتويسټرن پوهنتون  او د وسکونسن-ميډيسن له پوهنتون څخه افتخاري سندونه ورکړل شوي دي. په ۲۰۰۸ز کال کې، د ۲۰۱۴ز کال د جون تر مياشتې پورې نوموړې به کورنيل پوهنتون کې د ای.ډي. وايټ ستر فروفيسر (A.D. White Professor-at-Large د هغو پوهانو ډله ده چې په ګڼو ډګرونو کې سترې لاسته راوړنې درلودلې وي).

د سيکسس پر ليکنو اغېزې

د هغې پر ليکنو ځينې تر ټولو د پام وړ اغېزې د «ژاک دريدا، زيګموند فرويد، ژاک لاکان» او «ارتور رمباډ» وې.

زيګمونډ فرويد

ارواپوه سګمنډ فرويد لومړي اندونه منځ ته راوړل، کومو چې وروسته د پرمتخګيزې ارواپوهنې په برخه کې د سيکسو د استدلالاتو لپاره د بنسټونو کار وکړ. د فرايډ د جنسيتي دندې او جنسي پېژندګلو تحليل، د نجونو او هلکانو لپاره په جلا جلا لارو د «اديپيس» پېچلتيا په مټ پای ته ورسېد، دا هغه اندونه وو چې سيکسو په ځانګړي ډول پر هغې نېوکې درلودې.

ژاک دريدا

ژاک دريدا او سيکسو چې په يو وخت کې يې ژوند کړی، د ژوند تر پايه ملګرې او دواړه پوهانې وې، دواړه په الجزاير کې د فرانسوي يهوديانو په توګه سترې شوې او د شړل کېدو او له امله د نااړوند کېدو اړيکه يې سره شريکه وه-نه الجزايريانې وې او فرانسې شړلې وې، د دوی يهودي حالت يا پټ شوی و او يا يې يو بل کلتور منلی و. د دريدا په کورنۍ کې «هېچا کله هم» سنتول ونه ويل، بلکې «د تعميد غسل يې وايه»، هېڅکله يې «بار ميتزوا» نه ويل، بلکې «کمينيون» (يو مسیحي رسم دی). يهوديت چې په کاتوليکيت کې نغښتی و، د دې يوه بېلګه ده چې نه يې شول کولای، د خپل هيوت په اړه پرېکړه ومنل شي، کوم چې په دې مفکورې اغېز وکړ چې سيکسو ورته «يهودي قديس» ويل. د «د ژاک دريدا انځور» په نامه د هغې کتاب د يوې ځوانې یهودي قديسې په توګه، د دې موضوعاتو په اړه بحث کوي.

سرچينې

Tags:

الين سيکسو ژوند او مسلکالين سيکسو د سيکسس پر ليکنو اغېزېالين سيکسو سرچينېالين سيکسو

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د وینې تېرَونهصحيح بخاريکرېسټيانو رونالډومارتین چارلس سکورسیزيهندو خدايانسینټ پیټرزبورګکانبیراد رحمان بابا لنډه پېژندنهانقرهساينټولوجيويکيمېډيا بنسټد چین او متحده ایالاتو اړیکېسعودي عربستانپریزمسوېل ختيځه اسياد پښتو ژبدودهما قریشیمذهبکرداند پښتو شاعرانگوډ تېمورد ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالتگوریود ارام سمندر جګړهبیجنګسنګاپورسیډنيمونټي ویډوچارلز ګېتس داوسملګري ملتونهارګجوړښتد حنين غزاد ریاضیاتو تاریخچهشيعهغوږلومړی مخفقهفلسطینبیوشیميفلسفهانزايمد جرمنيانو اجباري کوچ او ایستنه (۱۹۴۴-۱۹۵۰ز کال)17 مارچجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)په متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانسهېل خانټیوډور روزولټشي جين پينګاحمدابادکنګلدقیانوسانټرنېټ9 جوند هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړهعمر بن خطابعثمانې ټولواکمنيتایلنډژر انزالېدلشاعرکندهار ولايتدويمه نړېواله جګړهاثنا عشريه شيعه ګانبريشليک ژبهلیوی پی مارټنکفري ویناويامريکا لويه وچهتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟د امریکا کورنۍ جګړهلوی پانډاد حماس اسلامي غورځنگد خلق ډموکراتيک ګوند🡆 More