ارنست رادرفورد

ارنست رادرفورد (زوکړه: د ۱۸۷۱ زکال د اګست ۳۰مه – مړینه: د ۱۹۳۷ زکال د اکتوبر ۱۹مه) نیوزلنډي فیزیک پوه و چې په اټومي او هستوي فزیک کې له مخکښانو څخه ګڼل کېږي.

رادرفورد د «هستوي فزیک پلار» او د مایکل فارادي وروسته لوی تجربه کوونکی ګڼل کېږي. نوموړي په ۱۹۰۸ زکال کې «د عناصرو د تجزیې او د راډیو اکټیو موادو د کیمیاوي جوړښت اړوند څېړنو له امله» د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. په دې سره له اقیانوسیې څخه لومړنی کس و چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړه او لومړنی کس و چې په کاناډا کې یې دغه جایزه ګټونکې چارې ترسره کړې.

د رادرفورد په اکتشافاتو کې د راډیواکټیو د نیمایی عمر مفهوم، د راډون راډیواکټیو عنصر او د الفا او بیتا وړانګو نوم ټاکنه او توپیر شاملېږي. رادرفورډ له توماس رویډز سره یوځای د دې د تائید اعتبار خپل کړ چې الفا وړانګې د هلیوم له هستو څخه جوړېږي. په ۱۹۱۱ زکال کې نوموړي دغه نظریه هم وړاندې کړه چې د اتومونو چارج د هغو په یوه ډېره کوچنۍ هسته کې متمرکز شوی دی. نوموړي په ۱۹۱۷ زکال کې مصنوعي القاح شوی هستوي غبرګون د یو لړ هغو ازموینو پر مټ رامنځته کړ چې په هغو کې د نایتروجن هستې په الفا ذراتو بمبارد شوې. په پایله کې هغه د فرعی اټومي زراتو خپرېدل کشف کړل چې په پیل کې یې پر هغو د «هایدروجن اتوم» نوم کېښود خو وروسته یې بیا ورته د پروتون نوم غوره کړ چې دا ورته کره نوم و. له دې وروسته نوموړي خپله دغه کشفي چاره په هسته کې د نیوترون په کشف کولو پای ته ورسوله. نوموړي د هنري موزلي په خوا کې د اتومي شمېرې ټاکنې سیسټم ته پراختیا ورکړه. د هغه په نورو لاسته راوړنو کې کولای شو د راډیویي اړیکو او همدارنګه د الټراسونډ ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونو ته اشاره وکړو.

رادرفورد په ۱۹۱۹ زکال کې د کمبرېج پوهنتون د کاوندېش لابراتور مشر وټاکل شو. د هغه تر لارښوونې لاندې جیمز چادویک په ۱۹۳۲ زکال کې نیوترون کشف کړ. همدغه کال د هستې د چاودنې په موخه لومړنۍ کنټرول شوې ازموینه د جان کاکرافت او ارنست والټون په واسطه ترسره شوه چې د ده په لارښوونه یې چارې مخته وړې.

رادرفورد د خپلو علمي لاسته راوړنو له امله د خپلو نیوزلنډي او بریتانوي سیالانو ترمنځ د بارون په توګه رسمیت وموند. په ۱۹۳۷ زکال کې له مړینې وروسته نوموړی په ویسټ مینسټر کلیسا کې د چارلز داروین او اسحاق نیوټن په خوا کې خښ کړای شو. د رادرفوردیوم کیمیاوي عنصر (104Rf) په ۱۹۹۷ زکال کې د نوموړي په نوم ونومول شو.

لومړنی ژوند او زدکړې

ارنست رادرفورد د ۱۸۷۱ زکال د اګست په ۳۰مه د نیوزلنډ نیلسون ښار ته څېرمه په برایټ واټر ښارګوټي کې وزېږېد. نوموړی د سکاټلنډ له فرت ښار څخه د کډوال بزګر جیمز رادرفورد او د انګلستان په هورنچرچ کې د ښوونځي د ښوونکې مارتا ټامپسون له دوولسو ماشومانو څخه څلورم و. د رادرفورد د زیږون په سند کې د هغه نوم ایرنست لیکل شوی چې ډیر احتمال لري د اداري تېروتنې له امله وي. نوموړي په هیولاک ښوونځي کې زدکړې وکړې او په ۱۸۸۷ زکال کې یې د خپلې دویمې ازموینې پرمټ د نیلسون کالج د زده کړو بورس ترلاسه کړ. هغه د لومړنۍ ازموینې په ترڅ کې د جغرافیې د مضمون له ۱۳۰ نمرو څخه ۷۵، د تاریخ له ۱۳۰ نمرو ۷۶، د انګریزي له ۱۴۰ نمرو څخه ۱۰۱ او د حساب بشپړې ۲۰۰ نمرې ترلاسه کړې چې په ټولیزه توګه یې له ۶۰۰ نمرو څخه ۴۵۲ نمرې ترلاسه کړې، دا په نېلسون پوهنتون کې د ټولو زده کړیالانو له نمرو زیاتې وې. د بورس له ګټلو وروسته هغه له ۶۰۰ نمرو څخه ۵۸۰ نمرې ترلاسه کړې. د زده کړو د بورس له ترلاسه کولو وروسته د هیولاک ښوونځي ورته د نړۍ د خلکو په نامه یو پنځه ټوکیز کتاب په ډالۍ کې ورکړ. هغه ته د دولتي خدمت وړاندیز وشو خو هغه دغه وړاندیز ځکه وه نه مانه چې لا یې ۱۵ میاشتې په کالج کې پاتې وې. په ۱۸۸۹ زکال کې د دویمې ازموینې وروسته نوموړي د نیوزلنډ د پوهنتون په کانټربري کالج کې د زده کړو بل بورس ترلاسه کړ، چېرې چې هغه په ټولنیزو بحثونو کې ګډون کاوه، په هر څه کې مخکښ و او د رګبي لوبه یې هم کوله. نوموړي له ۱۸۹۰ زکال څخه تر ۱۸۹۴ زکال پورې دلته زده کړې وکړې. په کانټربري کې نوموړی د ۱۸۹۲ زکال پر مهال د لاتین، انګریزي او ریاضیاتو لیسانس، په ۱۸۹۳ زکال کې یې د ریاضیاتو او فزیک د ماسټرۍ سند او همدارنګه یې په ۱۸۹۴ زکال کې د کیمیا او جیولوژي لیسانس ترلاسه کړ.

له دې وروسته نوموړي د مخابرې یو نوی ډول اختراع کړ، همدا و چې په ۱۸۹۵ زکال کې د ۱۸۵۱ زکال د سلطنتي کمیسیون د نندارتون له خوا د څېړنو لپاره ټاکل شوې جایزه ورکړل شوه، څو پر مټ یې انګلستان ته سفر او هلته د کمبرېج پوهنتون په کاوندېش لابراتوار کې د دوکتورا په کچه زده کړې وکړي. په ۱۸۹۷ زکال کې نوموړي څېړنیز لیسانس او همدارنګه د کمبرېج د ټرینټي کالج له خوا د کوټس – زده کړیالۍ سند ترلاسه کړ.

علمي ژوند

هغه مهال چې رادرفورد په کمبرېج کې په زده کړو پیل وکړ، د هغو لومړنیو «پردیو» (هغه چې د کمبرېج سند یې نه درلود) څخه و چې اجازه یې لرله په دغه پوهنتون کې څېړنې ترسره کړي، ورته مهال هغه دا ویاړ ترلاسه کړ چې د جې. جې ټامسون تر نظر لاندې زده کړې وکړي.

د ټامسون په هڅونې سره هغه تر ۰.۵ مایله (۸۰۰ متره) فاصلې پورې راډیويي امواج ترلاسه کړای شول او د لنډ مهال لپاره یې د الکترومقناطیسي څپو د ترلاسه کولو نړیوال ریکارډ په خپل نامه کړ، له دې سره چې هغه د خپلې دغې چارې پایلې په ۱۸۹۶ زکال کې د بریتانیا د سلطنتي ټولنې غونډې ته وړاندې کړې، خو دې ته یې پام شو چې له ده وړاندې ګوګلېمو مارکوني توانېدلی چې د ۱۰ مایلو (۱۶ کیلومتره) په اوږدوالي د راډیویي څپو پر مټ پیغام ولېږي.

د راډیواکټیو وړانګو په برخه کې چارې

د ټامسون تر لارښوونې لاندې رادرفورد په ګازونو باندې د ایکس وړانګو په اغېزو کار وکړ، چې له امله یې الکترون کشف شو او په ۱۸۹۷ زکال کې د ټامسون له خوا وړاندې شو. رادرفورد د یورانیمو په برخه کې د هنري بکرل د تجاربو څخه په خبرېدو د راډیواکټویټي اړوند په څېړنو پیل وکړ چې دوه ډوله نورې وړانګې یې کشف کړې چې اغېز یې له ایکس وړانګو سره توپیر درلود. هغه په کاناډا کې د خپلو څېړنو پر دوام په ۱۸۹۹ زکال کې د خپلو نوو کشف کړو وړانګو لپاره د الفا او بېتا نومونه غوره کړل.

په ۱۸۹۸ زکال کې رادرفورد د ټامسون په وړاندیز د کاناډا په مونټریال کې د مک ګېل پوهنتون په فزیک پوهنځي کې د مک ډونالډ د پروفیسرۍ څوکۍ ترلاسه کړه. نوموړي په ۱۹۰۱ زکال کې د نیوزلنډ له پوهنتون څخه د ساینس په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

له ۱۹۰۰ زکال څخه تر ۱۹۰۳ زکال پورې په مک ګېل کې له نوموړي سره ځوان کیمیا پوه فردریک سودي (په ۱۹۲۱ زکال کې د کیمیا د نوبل د جایزې ګټونکی) مل شو، هغه ورته د توریم له راډیواکټیو عنصر څخه د وتونکی نجیب ګاز ستونزه مطرح کړه چې خپله هم یو راډیواکټیو ګاز و او نور مواد یې هم پوښل. هغه مهال چې نوموړي دغه ګاز له نورو ټولو معمولي کیمیاوي غبرګونونو څخه لرې کړ، څرګنده یې کړه چې کېدای شي دا یو بې اغېزه ګاز وي او په هغه باندې یې د تورون نوم کېښود. وروسته څرګنده شوه چې دا د راډون ایزوتوپ، ۲۲۰ راډون دی. دوی همدارنګه د توریم ایکس په نامه بله ماده پیدا کړه چې وروسته د ۲۲۴ راډون په نوم وپېژندل شوه او هڅه یې وکړه په هغو کې د هیلیوم اغېزې ومومي. سربېره پر دې یې د ویلیام کروکس په «یورانیم ایکس» (پروتاکتینیم) او د ماري کیوري د راډیمو په نمونو کار وکړ. رادرفورد له رابرټ اووینز سره په همکارۍ په تورون باندې څېړنې وکړې او وه یې موندله چې په هره کچه راډیو اکټیو مواد د تجزیې په موخه هومره مهال ته اړتیا لري چې د هغو یوه کوچنۍ نمونه ورته اړتیا لري (یعنې ۱۱.۵ دقیقې وخت ته اړتیا ده)، هغه ښکارنده چې ده ورته د «نیمايي ژوند» اصطلاح وکاروله.

سرچينې

Tags:

ارنست رادرفورد لومړنی ژوند او زدکړېارنست رادرفورد علمي ژوندارنست رادرفورد سرچينېارنست رادرفورد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

روغتياد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهد لویې بریتانیا دویم جورجد چین لوی دیواللېزرفیودور داستایفسکيچڼاساسلامي بانکوالیلاتينه امريکاد درود شريف ځانګړتیا او ګټيد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهژباړهعمر بن خطابښيښهپښتو نومځري او د هغو کارونهد لویې بریتانیا ملکه، آنملاله ميوندوالهپېليپينخيميراندويمه نړېواله جګړهسوريلغمان ولايتد رواندا فرانکويکي2012لونگګوګلمحاسبهچټک پیغام سیسټمامام بخاريد نزول لاملونه(قرآن)غسلپښتو ويکيپېډياکتلهغازي محمد جان خان وردگد خلق ډموکراتيک ګوندملګري ملتونهرونډاصليبي جگړېمومندمحمد حسن کاکړپاچا گل وفادارسید مرچ آغاگل پاچا الفترسمي ژبهد اسټرالیا لویه وچهکابل بانکشوروي اتحاددېوناگريمطالعهکونړ ولايتتایوانلندنارواپوهنهتوره تتۍسپوږميز لېږديز کالهندارهله مذهبي ټولنې څخه شړلد تسبيح لمونځولادمیر پوتینبیل کلینټنمالیهايراناموي خلافتعمر بن عبدالعزيزد انګليستان اقتصادي تاريخمعلوماتد انټرنټ تاریخنورستان ولايتیوزنېټزړه نابریThalliumښځینه تناسلي طرق اناټوميتايرايډ غده🡆 More