جنسي تمايل

جنسي تمايل د مخالف جنس يا جنسيت اشخاصو، ورته جنس يا جنسيت يا دواړو جنسونو يا هم له يو جنس څخه زياتو جنسونو په اړه د احساساتي يا جنسي راښکون (يا د دوی د يو ترکيب) يوه سرسخته يا متحمله نمونه ده.

ياد راښکونونه په عمومي ډول د بېلابېل جنسي تمايل، ورته جنسي تمايل او دوه ګوني جنسي تمايل تر اصطلاحاتو لاندې ډلبندي کېږي، په داسې حال کې چې بې جنسيتي (نورو ته د جنسي راښکون نه شتون) ځيني وختونه د څلورمې ټولۍ په توګه پېژندل شوی دی.

دا ټولۍ د جنسي پېژندنې او اصطلاح د زيات مهم طبيعت اړخونه دي. د بېلګې په ډول: کېدای شي خلک نورې نښې لکه د ټول جنسي يا ګڼ جنسي يا هيڅ نښه ونه کاروي. د امريکايي روانپوهنې ټولنې له مخې جنسي تمايل د دې راښکونونو پر بنسټ د يو شخص د پېژندنې حس، اړوند سلوکياتو او د هغو خلکو په ټولنه کې غړيتوب ته ورګرځي، چې ياد راښکونونه شريکوي. Androphilia او gynephilia په سلوکي علم کې کارنده اصطلاحات دي، چې د يو جنسي دويال ادراک (مفکورې) لپاره د بديل په توګه جنسي تمايل تشرېح کوي. Androphilia د نارينتوب ته جنسي راښکون او gynephilia ښځينه جنسيت ته راښکون تشرېح کوي. د جنسي غوره توب اصطلاح په پراخه ډول له جنسي تمايل سره مخامخ کېږي، مګر په عمومي ډول په روانپوهنيزه څېړنه کې توپير لري. هغه شخص چې د دوه جنس په توګه پېژندل کېږي، د بېلګې په ډول کېدای شي په جنسي ډول يو جنس د بل په پرتله غوره کړي. جنسي غوره توب کېدای شي د اختياري ټاکنې درجه هم وړانديز کړي، په داسې حال کې چې جنسي تمايل يوه ټاکنه نه ده.

عالمان د جنسي تمايل په کره سبب باندې نه پوهېږي، مګر په نظري ډول بيانوي چې جنسي تمايل د ارث، هورمونونو او چاپيريالي اغېزو د يو پېچلي متقابل عمل له امله دی. که څه هم د جنسي تمايل د سبب په اړه هيڅ يوې نظريې په نړيواله کچه ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، مګر بيا هم عالمان د بيولوژيکي نظريو پلوي کوي. د ټولنيزو لاملونو په پرتله په ځانګړي ډول د نارينه وو لپاره د جنسي تمايل د ناټولنيز، بيولوژيکي لاملونو په اړه د پام وړ دليل شته. هيڅ کوم بنسټيز شواهد نشته چې وښيي د مور او پلار يا د کوچنيوالي د لومړيو تجربې د جنسي تمايل په اړه ونډه لوبوي. په بېلابېلو کلتورونو کې زياتره خلک بېلابېل جنسيتي تمايل لري، چې خورا لږ يې د ورته جنس يا دوه جنسي تمايل لري. د يو شخص جنسي تمايل د مقابل جنس له ځانګړي راښکون څخه د ورته جنس لپاره ځانګړي راښکون ته په پرله پسې دول په هر ځای کې کېدلی شي.

جنسي تمايل په بنسټيز ډول په بيولوژي، د عصب علم او روانپوهنه (د جنس پوهنې په ګډون) کې څېړل کېږي، مګر په ټولنپوهنې، تاريخ (د ټولنيزو ساختماني نظرياتو په ګډون) او حقوقو کې هم يو مضمون دی.

له جنسي پېژندنې او سلوک څخه د جنسي تمايل پېژندنې او توپير

عموميات

جنسي تمايل په سنتي ډول د بېلابېل جنسي تمايل، دوه جنسي تمايل او ورته (همجنس) جنسي تمايل په توګه راپېژندل کېږي، په داسې حال کې چې بې جنسيتي (نورو ته د جنسي راښکون نه شتون) د ځينو څېړونکو له خوا د جنسي تمايل د څلورمې ټولۍ په توګه په پام کې نيول کېږي او د يو سنتي جنسي تمايل د نه شتون په توګه راپېژندل شوی دی. د جنسي تمايل نه لرونکی يو شخص خلکو لپاره لږ يا هيڅ جنسي راښکون نه لري. دا کېدای شي د جنسي تمايل د نه شتون په توګه په پام کې ونيول شي او په دې اړه د پام وړ مناظره يا بحث شته چې ايا دا جنسي تمايل دی او که نه.

د جنسي تمايل په ګڼو پېژندنو کې رواني برخه لکه د يو شخص د جنسي غوښتنو لارښوونه او يا سلوکي برخه شاملوي، چې د يو شخص په جنسي ملګري يا ملګرو پر جنس باندې تمرکز کوي. ځيني خلک په ساده ډول د يو شخص ځاني پېژندنې يا شناخت ته لومړيتوب ورکوي. علمي او مسلکي ادراک دا دی، چې «هغه هستوي راښکونونه چې د بالغ يا لويانو جنسي تمايل لپاره بنسټ جوړوي، په نمونه يي ډول د منځني کوچنيوالي او د بلوغت د لومړيو وختونو تر منځ څرګندېږي». جنسي تمايل له جنسي پېژندنې څخه دا توپير لري، چې جنسي تمايل له نورو سره اړيکې رانغاړي، په داسې حال کې چې جنسي هويت يا پېژندنه د ځان په اړه مفهوم دی.

امريکايي رواني ټولنه څرګندوي چې: «جنسي تمايل نارينه وو، ښځينه يا دواړو جنسونو ته د احساساتي، رومانتيک او يا جنسي راښکون يو سرسخته نمونه ده او دا چې د سلوکياتو او راښکونونو دا اندازه د نړۍ په بېلابېلو کلتورونو او ملتونو کې څرګنده شوې ده. زياتره کلتورونه د هغو خلکو د تشرېح کولو په موخه د هويت يا پېژندنې نښې کاروي، چې دا راښکونونه څرګندوي. د امريکا په متحده ايالتونو کې تر ټولو زيات کارنده نښې lebsians (ښځې ښځو ته لېواله)، gay men (سړي سړو ته لېواله) او bisexual (سړي يا ښځې دواړو جنسونو ته ليوال) دي. که څه هم ځيني خلک کېدای شي بېلې نښې يا هيڅ نښې ونه کاروي». دوی همدا راز وايي چې جنسي تمايل د جنس يا جنسيت له نورو برخو څخه د بيولوژيکي جنس (اناتوميکي، فزيالوژيکي او ارثي ځانګړتياوې چې د نارينه يا ښځينه کېدلو سره تړاو لري)، جنسيت پېژندنې (د نارينه يا ښځينه اوسېدلو فزيالوژيکي حس) او ټولنيز جنسيت ونډې (هغه کلتوري اصول چې نارينه او ښځينه سلوک راپېژني) سره توپير لري.

جنسي پېژندنه او جنسي سلوک له جنسي تمايل سره نږدې اړيکه لري، مګر سره بېل دي. جنسي پېژندنه د اشخاصو د ځان په اړه مفهوم ته وايي ، سلوک د شخص له خوا د ترسره کېدونکو ريښتيني جنسي عملونو ته ورګرځي او تمايل تصوراتو، ضمايمو او لېوالتياوو ته راجع کېږي. اشخاص کېدای شي په خپلو سلوکياتو کې خپل جنسي تمايل څرګند يا څرګند نه کړي. هغه خلک چې غير بېل جنسيتي جنسي تمايل لري چې د دوی له جنسي پېژندنې سره سمون نه لري، ځيني وختونه د تړل شوي په توګه يادېږي. ياده اصطلاح کېدای شي، که څه هم د کلتور يوه معلومه برخه او په ټولنو کې د لېږد ځانګړي پړاو ته غبرګون ورکړي، چې په تدريجي ډول د جنسي لږه کيو له يو ځای کولو سره سروکار لري. د جنسي تمايل اړوند څېړنو کې کله چې د هغې درجې سره سروکار لرو چې د يو شخص جنسي راښکون، سلوکيات او پېژندنه ورسره پرتله کېږي؛ پوهان په عادي ډول د سمون يا مطابقت او مخالفت اصطلاحات کاروي. په دې ډول هغه ښځه چې د نورو ښځو لېواله وي، مګر ځان بېل جنسيتي وايي او له نارينه وو سره يوازې جنسي اړيکې لري؛ د هغې د جنسي تمايل (هم جنس يا هم جنس پرست) او جنسي پېژندنې او سلوکياتو (بېلا بېل جنسي تمايل) تر منځ د مخالفت ازمايښت ورته ويلی شو.

جنسي پېژندنه د جنسي تمايل په پرتله د خپل جنس په اړه د يو شخص د ادراک څرګندولو په موخه هم کارول کېدای شي. د جنسي غوره توب اصطلاح د جنسي تمايل سره ورته معنا لري او دا دواړه اصطلاحګانې زياتره وختونه د يو بل پر ځای کارول کېږي، مګر د امريکايي روانپوهنې ټولنه څرګندوي چې جنسي غوره توب د اختياري ټاکنې يوه درجه وړاندې کوي. ياده اصطلاح د هم جنس او هم جنس پالونکو اندېښنو په اړه د امريکا د روانپوهنې ټولنې د کمېټې له خوا د يوې کليمې په توګه لېست شوې ده، چې د بېل (متضاد) جنسي تمايل تعصب ته وده ورکوي. د جنسي تمايل اصطلاح د جنسپوه John Money له خوا د جنسي غوره توب پر ځای وړاندې شوه، چې د بحث له مخې يې راښکون په اړين ډول د خپلواکې ټاکنې مسله نه ده.

سرچینې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اناگالیس اروېنسیسساپوهنهد اسیایي هیوادونو نوملړکوويډ-۱۹ وباسايبر ځورونېسولگرکعبهتلاسېمیااهل سنت او جماعتشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهلویي آګاسيعيسیابوريحان بيرونيد افغانستان اسلامي امارتبوټپوهنهد منجمنټ اساساتسپېرکۍسینټ پیټرزبورګپيغام ژبهجغرافي کوراډينېټونو سيستمکندزعبدالرحمان باباد نړۍ اووه نوي عجايبپير روښاندروغمصرانګلستانسویلي کوریاقانونفرانسهحجروی ویشکابل ولايتدوبۍ نړيوال هوايي ډګرد مورنیو ونو نیالولوزير فتح خانزنخان ولسوالۍبیاځنګل کولnt2k9د وینې ګروپاحمد شاه درانیژر انزالېدلخواږه مرچنباتي تسلسلکلمپگوډ تېمورکندهارددستار نامې د نثر خصوصياتتېلوګود پښتو ژبې ليکنښېبېکينياسټرالیاد معدې زخممتلد انسان غاښمیاشتنی عادتبلاکي زنځیر (بلاک چین)د ښځو حقوقکیپ ټاوناډولف هټلرد افغانستان لنډ تاريخسيد جمال الدين افغانيدرملفقهعباسي خلافتالله🡆 More