هنسېکا موټواني (هندي: हंसीका मोटवानी)، چې په ۹ اگېسټ، ۱۹۹۱، په ممبيي، انډيا کې زيږېدلې، يوه هندي فلمي او پخوانۍ ماشومه لوبگره ده.
هنسېکا موټواني | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲ اګسټ ۱۹۹۱ ممبيي، هندوستان | (عمر: ۳۲ کاله)
تابعیت | هندوستان |
مذهب | بوديزم |
پلار | پرديپ موټواني |
مور | مونا موټواني |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | لوبګره،ماډل |
مورنۍ ژبه | هندي |
کاروونکي ژبه(ي) | تاميل تېلوګو هندي |
د فعالیت وخت | ۲۰۰۱–۲۰۰۵, ۲۰۰۷–تراوسه |
جايزې | |
فلمفير جايزه سوېل | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
په ممبيي، هندوستان کې زيږيدلې دا لوبگره اوس د ای پړاونو په ۱۲ ټولگي کې په پوډر نړېوال ښوونځي کې زدکړې کوي. هنسېکا په انگريزي، هندي او ماتې ټولو ژبې خبرې کولی شي. د هغې پلار ښاغلی پرديپ موټواني او مور يې ښاغلې مونا موټواني ده. پلار يې سوداگرۍ کې بوخت دی او مور يې يوه نوموتې ډرمېټالوجېسټه ده.
هنسېکا خپل د فلمونو پېل د پوري جگناد د ټېلوگو ژبې فلم، دېسامودورو، نه وکړو، چې په دې فلم کې يې د الو ارجون سره لوبگري کړې ده. دا فلم د جرمونو د يو رېپورټر په اړه دی چې د يوې سنياسۍ، چې هنسېکا يې رول لوبولی، سره يې مينه پېدا کيږي. هنسېکا يو هندي فلم هم لري، چې هي: ده ونلي ون نوميږي. په دې فلم کې به هنسېکا د خپلې کورنۍ د بدلې اخستلو لپاره د يوې وژونکې رول لوبوي.
هنسېکا په باليووډ کې د يوې ارې لوبگرې په توگه خپل پېل هېمېش رېشميا سره د اپ کا سرور: ده ريل لو سټوري نه وکړو. په دې فلم کې هنسېکا د هېمېش رېشميا د ميني، ريا، رول لوبولی دی. دا فلم په ۲۹ جون، ۲۰۰۷ کې خوشې شوی او په هندوستان کې د يو بريالي فلم په توگه څرگند شو. دې فلم د يوې نوې راتلونکې لوبگرې په توگه د هغې لياره هواره کړه.
د کناډا ژبې په فلمونو کې هغې خپل پېل د پونيت راجکومار سره په بنداس فلم کې وکړو. دا فلم په ۱۵ فبروري، ۲۰۰۸ خوشې شو.
هنسېکا په کانټرې فلم کې د ج.ر. ن ټ ر سره جوړه راغلې او دا فلم د ۲۰۰۸ په می مياشت کې خوشې شوی. دا يو منځنی بريالی فلم وو. دا هم وېل کيږي، چې هنسېکا خپل راتلونکي فلم پولي کې د پوون کلين سره لوبگري کوي. اوس اوس هنسېکا د فلمفير غوره پېلوونکې لوبگرې لپاره هم نومول شوی وه. د هنسېکا راتلونکی فلم مني هی تو هني هی دی. په دې فلم کې، هنسېکا د گوېندا سره لوبگري کوي.
فلم | د خوشې کېدو نېټه | ژبه | بل لوبگر | نور يادښتونه |
---|---|---|---|---|
دېسامودورو | ۱۲ جنوري، ۲۰۰۷ | ټېلوگو | الو ارجون | پېليز فلم |
اپ کا سرور | ۲۹ جون، ۲۰۰۷ | هندي | هېمېش رېشميا | د باليووډ پېليز فلم |
بنداس | کناډا | پونيت راجکومار | د کناډا ژبې پېليز فلم | |
کانټرې | ۹ می، ۲۰۰۸ | ټېلوگو | Jr.NTR | |
مني هی تو هني هی | ناڅرگند | هندي | گوېندا | اوس ډکيږي |
پولي | ناڅرگند | ټېلوگو | پوون کلين | اعلان شوی |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article هنسېکا موټواني, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.