د اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنه

د اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنه (EFTA) یو سیمه ییز سوداګریز سازمان او د ازادې سوداګرۍ سیمه ده چې د څلورو اروپایي دولتونو ایسلینډ، لیختن اشتاین، ناروې او سویس له خوا جوړه شوې ده.

دا سازمان له اروپایي اتحادیې (EU) سره موازي فعالیت کوي، او ټول څلور غړي دولتونه یې د اروپا په واحد بازار کې برخه اخلي او د شینګین سیمې برخې دي. په هرحال، دوی د اروپايي اتحادیې د ګمرکونو د اتحادیې پلوي نه دي.

له تاریخي اړخه EFTA د لویدیځې اروپا د دوو غالبو سوداګریزو بلاکونو له ډلې یو و، خو اوس خورا کوچنی دی او د اروپا له اتحادیې سره چې د تاریخي سیالانو له ډلې یې و، نږدې تړاو لري. دا اتحادیه د ۱۹۶۰ کال د مې په ۳ تاسیس شوه، ترڅو د هغو اروپایي دولتونو لپاره د یو بدیل سوداګريز بلاک په توګه خدمت وکړي چې له اروپایي اقتصادي ټولنې (EEC) سره یې د یو ځای کېدو توان نه درلود او یا یې خوښه نه وه چې یوځای شي. د EFTA د تاسیسولو لپاره، د ستاکهولم تړون (۱۹۶۰)، د سویډن په پلازمینه کې د ۱۹۶۰ کال د جنورۍ په ۴ نېټه د اوو هیوادونو (د «اوو بهرینو» په نوم پېژندل شوی: اتریش، ډنمارک، ناروې، پرتګال، سویډن، سویس او انګلستان) له خوا لاسلیک شو. د ودوز تعدیل شوی تړون، د ۲۰۰۱ کال د جون په ۲۱ لاسلیک او د ۲۰۰۲ کال د جون په ۱ نافذ شو.

له ۱۹۹۵ز کال راهیسې، یوازې دوه بنسټ ایښودونکي غړي هېوادونه یعنې ناروې او سویس پاتې دي. نور پنځه هېوادونه: اتریش، ډنمارک، پرتګال، سویډن او انګلستان د ځینو کلونو په اوږدو کې د اروپا له اتحادیې سره یوځای شوي دي. د سټاکهولم د لومړني تړون پرځای د ودوز تړون ځای پر ځای شوی و، چې له دې کار نه موخه دا وه، چې د سازمان د غړو هیوادونو او د نړۍ له نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا او ازادولو لپاره یو بریالی پلان او چوکاټ چمتو او وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې EFTA یوه ګمرکي اتحادیه نه ده او غړي هیوادونه د درېیو یا ثالثو هېوادونو د دوه اړخیزو سوداګریزو ترتیباتو د ګډون بشپړ حق لري، خو یو همغږی سوداګریز سیاست لري. د پایلې په توګه، غړو هیوادونو په ګډه له اروپایي اتحادیې او یو شمیر نورو هیوادونو سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړي دي. د اروپا د اتحادیې په واحد بازار کې د ګډون لپاره، ایسلینډ، لیختن اشتاین، او ناروې د اروپا د اقتصادي سیمې (EEA)، په ګډون د EFTA د څارنې ادارې او د EFTA محکمې د مقرراتو په مراعتولو سره د موافقې خواوې دي. پرځای یې سویس له اروپايي اتحادیې سره دوه اړخیز تړونونه لري.

غړیتوب

تاریخ

د ۱۹۶۰ز کال د جنورۍ په ۱۲ نېټه، د اروپا د ازادې سوداګرۍ د ټولنې تړون د ستاکهولم ښار په طلايي تالار کې پیل شو. دا ددې لامل شو، چې په صنعتي محصولاتو باندې د ګمرکي مالیاتو محصول په تدریجي ډول له منځه یوړل شي، خو په کرهنیزو محصولاتو یا کب نیولو یې اغېز نه درلود.

د لومړني EEC او EFTA ترمنځ اصلي توپیر دا و چې وروستی یا دویم یې د پخوانیو په څیر عامې بهرنۍ ګمرکي تعرفې نه پلي کولې: د EFTA هر غړی ازاد دی او کولای شي چې خپل انفرادي ګمرکي عوارض د غیر EFTA هیوادونو پر وړاندې یا د انفرادي ازاد تجارت تړونونو له لارې تنظیم کړي.

د EFTA بنسټ ایښودونکي غړي: اتریش، ډنمارک، ناروې، پرتګال، سویډن، سویس او انګلستان دي. د ۱۹۶۰ لسیزې په اوږدو کې، دا هیوادونه د اروپا د اقتصادي ټولنې (EEC) د داخلي شپږو هېوادونو پر خلاف، ډېری د «اوو بهرنیو» په نوم یادېدل.

په ۱۹۶۱ کې فنلینډ له غړیتوب سره مل شو او په ۱۹۸۶ کې بشپړ غړی شو او ایسلینډ په ۱۹۷۰ کې ورسره یوځای شو. په 1973 کې انګلستان او ډنمارک له EEC سره یوځای شول، ځکه نو نور د EFTA غړي نه دي. پرتګال هم په ۱۹۸۶ کې EFTA پریښوده او د اروپا له ټولنې سره یوځای شو. په په ۱۹۹۱ کې لیختن اشتاین له EFTA سره یوځای شو. اتریش، سویډن او فنلینډ په ۱۹۹۵ کې له EU یا اروپايي اتحادیې سره یوځای شوو او په دې توګه نور د EFTA غړي نه دي.

په ۱۹۷۲ او ۱۹۹۴ز کلونو کې، د ناروې حکومت دوه ځلې هڅه وکړه چې د اروپا له اتحادیې سره یوځای شي (اوس له EEC سره، په ۱۹۷۳ کې یوځای شو) چې په دې کار سره له EFTA نه ووېستل شو. په هرحال، دواړه ځلې، په ملي ټولپوښتنې کې د اروپايي اتحادیې غړیتوب رد شو، او ناروې په EFTA کې وساتل شو. په ۲۰۰۹ کې ایسلینډ د ۲۰۰۸- ۲۰۱۱ کلونو د ایسلینډ د مالي بحران له امله د EU غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه، خو وروسته یې خپله غوښتنه بېرته رد کړه.

له اروپایي اتحادیې سره اړیکې: د اروپا اقتصادي سیمه

په ۱۹۹۲ کې، د اروپا اتحاديې، د هغې غړو هیوادونو، او د EFTA غړو هیوادونو د پرتګال په اوپورتو کې د اروپا د اقتصادي سیمې تړون لاسلیک کړ. په هرحال، هغه وړاندیز سره چې سویس خپل ګډون تاییدوه د ټولپوښتنې له لارې رد شو. (سره له دې، سویس د اروپا له اتحادیې سره ډیری دوه اړخیز تړونونه لري چې دا اجازه ورکوي چې د اروپا په واحد بازار، د شینګین تړون او نورو پروګرامونو کې برخه واخلي). په دې توګه، له سویس پرته، د EFTA غړي هم د اروپا د اقتصادي سیمې (EEA) غړي دي. په EEA کې د کرواسي په ګډون، د اروپا د ازادې سوداګرۍ اتحادیې (EFTA) درې غړي هیوادونه او د اروپايي اتحادیې(EU)  ۲۷ غړي هیوادونه شامل دي، چې دا تړون د هغوئ په هکله په موقتي ډول پلي کېږي او د ټولو قراردادي اړخونو له خوا یې د تصویبولو تمه کېږي. دا اتحادیه د ۱۹۹۴ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه له اروپايي ټولنې سره د یوې موافقې له مخې (چې دوه میاشتې مخکې یې په اروپايي اتحادیې بدله شوې وه) رامنځته شوه.

د EEA موسسې

یوه ګډه کمیټه چې د EEA-EFTA ایالتونو او د اروپا کمیسیون (د اروپایي اتحادیې په استازیتوب) له خوا په ګډه جوړه شوې ده، دنده لري چې د اروپا د اتحادیې اړوند قوانین د اروپايي اتحادیې غیر غړو ته وړاندې کړي. د EEA شورا په کال کې دوه ځله غونډه کوي ترڅو د EEA غړو ترمنځ عمومي اړیکې اداره او کنټرول کړي.

د اروپا د اقتصادي سیمې یا pan-EEA ادارو د جوړولو پر ځای، د EEA فعالیتونه د EFTA د څارنې ادارې او د EFTA محکمې له خوا تنظیمیږي. د EFTA د څارنې اداره او د EFTA محکمه د اروپا په اقتصادي سیمې (EEA) کې د دوی د مکلفیتونو په اړه د EFTA غړو فعالیتونه تنظیموي. څنګه چې سویس د EEA غړی نه دی، نو په دې موسساتو کې برخه نه اخلي.

د EFTA د څارنې اداره د EFTA غړو لپاره داسې یو رول یا دنده ترسره کوي څرنګه یې چې د اروپايي اتحادیې لپاره یې  اروپایي کمیسیون ترسره کوي، د «تړونونو د ساتونکي» په توګه او د EFTA محکمه د اروپا له قضایی محکمې مساوي یا ورته دنده ترسره کوي.

د EEA او ناروې مالي مرستې

د EEA او ناروې مالي مرستې د ایسلنډ، لیختن اشتاین او ناروې مالي مرستې دي چې موخه یې په اروپا کې د ټولنیزو او اقتصادي توپیرونو کمول دي. هغوئ په  ۲۰۰۴ کال کې د اروپا د اقتصادي سیمې یا (EEA) د پراخوالي لپاره په ګډه رامنځته شوي دي، ترڅو په داخلي بازار کې د اروپا اتحادیه، ایسلینډ، لیختن اشتاین او ناروې سره یوځای کړي. د ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ کلونو په بهیر کې، د پروژې له بودیجې نه ۱،۳ میلیارد یورو د مرکزي او سویلي اروپا په ۱۵ ګټه اخیستونکو هیوادونو کې د پروژې د تمویل لپاره چمتو شوي. د EEA او ناروې مرستې د مالي میکانیزم د دفتر له خوا، چې په بروکسل کې د EFTA سکرتریت یا دارلانشا پورې تړاو لري، اداره کیږي.

سرچينې

Tags:

د اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنه غړیتوبد اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنه له اروپایي اتحادیې سره اړیکې: د اروپا اقتصادي سیمهد اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنه سرچينېد اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اقتصادي نظامپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهسردار محمد يوسف خاناتڼروغتيامحمد موسى شفيقد یونان د خپلواکۍ جګړهيوټيوبپښتو ويکيپېډياامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )د وینې لوړ فشارمحمدبانکوالی په افغانستان کېیوکاریوتهیوادوزهپرمخ (جنسي عمل)ویاناپکتيا ولايتپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونامير حمزه شينوارینغمهبانکتاج بېګ ماڼۍبیل کلینټنډونالډ ټرامپد حضرت عمر فاروق رض عدالتابن سينا بلخيفدرالي قبايلي سيمېايراند افغانستان باندنۍ اړيکېپښتانهميرويس هوتکد افغانستان اسلامي امارتسیډنيمحمد عثمان نژندکومي جمهوريتمحمد حسن کاکړسردار محمد يحيا خاناوبړۍد امریکا متحده آیالاتونهسوريخوشال خان خټکد افغانستان – تاجکستان پولهد المان هیواد آیالاتونهد اوبو آسعبدالله مقریسلووانيااضطرابد بشري منابعو مديريتد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادپېښوراردو ژبهمالېزيالړمسولهاډمنډ برکد ډيورنډ کرښهاندونيزياد انسان جنسي غوښتنېهندي هنرآنتونیو د الیویرا سالازارزکاتسپوږميز لېږديز کالهندارهژويد افغانستان لنډ تاريخiz3asپښتوفیودور داستایفسکي🡆 More