خپگان

خپگان (په انگرېزي: Depression) د ټيټ مزاج يو حالت او د هغو کړو وړو او چارو نه کرکه ده چې د سړي فکر، سلوک، احساسات او فيزيکي ښه اوسېدنه اغېزمنه کوي.

د خپگان ناروغان اکثراً ځانونه خپه، اندېښمن، تش، ناهيلې، نامرستندويه، بې ارزښته، گرم، گنهگاره، ژر غصه کېدونکي او نارامه احساسوي. دا ډول وگړي په هغو کارونو او مشغولاوو کې ناپزړه پورتيا ښکاره کوي چې يو وخت دوی ترې خوند اخيسته. دوی اکثراً په خپل ژوند کې اکثراً يو ډول بې خوندي ويني. همداراز د دوی اشتها کمېږي او يا هم له حد نه ډېرېږي، دوی د خپل فکري تمرکز کمزورتيا احساسوي او د پېښو جزيات نه شي په ياد ساتلی، همداراز د پرېکړې او فېصلې توان هم نه لري او ډېر احتمال شته چې د دغې روحي ناروغۍ ناروغان د ځانوژنې هڅه وکړي. بې خوبي، له حد نه ډېر خوب، ستړيا، بې اېنرژۍ، دردونه، د هضمي نظام دردونه او ستونزې چې د درملنې په وړاندې مقاومت ښکاره کوي، د خپگان د ناروغۍ په نښو نښانو کې راځي.

خپگان
د البرخت دورر'د مېلېنکوليا انځورېدنه, تقريباً. ۱۵۱۴ ز. کال

د ژوند د ناخوالو او ناوړو پېښو په وړاندې، د طبي حالتونو د يوې نښې په توگه، د ځينو درملنو د جانبي اعراضو په توگه د خپه مزاج لرل يو نورماله غبرگون دی خو خپگان د يو لړ رواني ناروغيو د يوې عامې نښې په توگه هم پېژندل کېږي.

خپگان د ناروغۍ د نښې په توگه

رواني ناروغۍ

داسې يو شمېر رواني ناروغۍ پېژندل شوي چې خپه مزاج يې يوه اهمه علامه گڼل کېږي. د مزاج بې نظمۍ د يو ډله بې نظميو څخه دي چې په عمده توگه مزاجي اختلالونه دي. په دغو کو د خپگان سترې بې نظمۍ، چې په عامه توگه ستر خپگان او يا کلينيکي خپگان راځي، دغه حالت کې يو کس تر دوو اونيو په خپه مزاج کې وي او يا هم د خپل د ژوند په تقريباً ټولو کارونو کې لېوالتيا او پزړه پورتيا له لاسه ورکوي. همدا شان په هغو کسانو کې چې په خپگان اخته وي ډېستېميا يا د اوږدمهاله خپه مزاج يو حالت څرگند ليدل کېږي چې د ستر خپگان د شديد حالت د نښو نښانو سره سر نه خوري. يوه بله مزاجي بې نظمي، بايپولر بې نظمي يا دوه قطبي بې نظمي ده چې د غېرنورماله لوړې کچې اېنرژۍ د څپې، فکر او مزاج په توگه ظاهرېږي خو په دې کې هم د خپگان د څپو د څرک شونتيا شته.

د مزاجي بې نظميو نه سېوا، څېرمه شخصيتي بې نظمي او سازشي بې نظمۍ هغه حالتونه دي چې د يوه پېژندلې پېښې يا اندېښمن ساز په وړاندې د يوه رواني ځواب په توگه، خپه مزاج له ځانه ښکاره کوي. دا يو داسې حالت دی چې اخري احساساتي يا د کړو وړو نښې نښانې پکې د پام وړ دي خو دا هم د ستر خپگان د معيارونو سره سر نه خوري.

غير رواني ناروغۍ

خپه مزاج د يو شمېر انتاني ناروغيو او فيزيولوژيکي ستونزو په پايله کې هم راڅرگندېږي چې په دغو کې اډيسن ناروغي، لايم ناروغي، ملټيپل سکلېروسېز، خوب سابندي او د زړه د رېتم د اختلال ناروغۍ راځي. خپگان اکثراً د هايپوتايرايډيزم له لومړنيو نښو نښانو نه يوه نښه ده. د ځينو ناروغيو درملنه هم د خپه مزاج سبب گرځي لکه د هپيټايټس سي درمل.

سرچينې

Tags:

خپگان د ناروغۍ د نښې په توگهخپگان سرچينېخپگان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

الفرېډ نوبلرحيم شاهسردار علي ټکرپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونپښتانه ټبرونهنثراسلامپالنهچاريکارقانونخير محمد خندانلومړی مخاباسين يوسفزیپاچا گل وفادارمنرالونهعنايت الله عنايتد ویکیپېډیا لړليکپښتو ټولنهمريم نوازهايتيn9fhiنغمهکټرينا کیفتایوانميرويس هوتکزنکد ډبرو د سکرو کان کیندنهد حضرت عمر فاروق رض عدالتدوچکالۍ په وړاندې تدابیرامير دوست محمد خانرسمي ژبهخصوصي کولد پښتو ژبدودجرمنيتکبرنورستان ولايتبانکوالی په افغانستان کېسراج الدين حقانيويکيد کابل کندهار لویه لار24 اپرېلاجارهد افغانستان – تاجکستان پولهدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)Californiumموټرعضوي مادهکابلله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلاستقلابپښتني بانکچهل ستون ماڼۍبرکت الله سليمد منجمنټ اساساتاروپایي ټولنهسردار محمد داود خانSiliconجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)غني خانکونړ ولايتاموي خلافتجودی لین اوکیفولادمیر پوتینمعلوماتي ټیکنالوژيپښتانهد ګنډلو ماشیند انسان جنسي غوښتنې🡆 More