عیسوي کلیسا کلیسا

عیسوي کلیسا یوه کلیسايي اصطلاح ده چې هغه څه ته چې د عیسویانو د بېلابېلو ډلو له خوا د عیسویت د اصلي وجود او د عیسی له خوا جوړ شوي اصلي بنسټ یې بولي اشاره کوي.

«عیسوي کلیسا» په علمي برخو کې د عیسویت سره مترادفه کارول کېږي.

کلیسا (عیسوي کلیسا)
کلیسا (عیسوي کلیسا)
کلیسا (عیسوي کلیسا)

د شخص معلومات
عملي ژوند

د ګڼ شمېر پروتستانت عیسویانو لپاره عیسوي کلیسا دوه برخې لري: د کلیسا څرګنده برخه، هغه جوړښت چې په کوم کې د «د خدای کلام یوازې لوستل کېږي او ورته غوږ نیول کېږي. د مسیحیت له بنسټ سره په مطابقت کې سپېڅلي آئینونه پلي کېږي» او هم د کلیسا ناڅرګنده برخه – ټول «هغه کسان چې په رښتیا یې نجات موندلی» (د څرګندې کلیسا د ټولو ژوندیو غړو په ګډون). د ناڅرګندې کلیسا د دغه درک له مخې: «عیسوي کلیسا» (یا کاتولیک کلیسا) یوې ځانګړې عیسوي ډلې ته نه اړوندېږي، بلکې ټول هغه کسان په کې شاملېږي، چې بېرته رغول شوي (بېرته زېږېدلي). د branch theory تیوري له مخې، چې د یو شمېر انګلیکانو له خوا رامنځته شوې، باور په دې دی چې، هغه کلیساوې چې رسولي خلافت یې ساتلی، د واقعي کلیساګانو برخه ده. دا د یوې واقعي کلیسا د اصطلاح پر خلاف ده چې دعیسویت ځانګړي بنسټ ته کارول کېږي. د عیسويت کلیسايي ځایګی د کاتولیکې کلیسا، ختیځو ارتودوکس کلیساګانو، لویدیځې ارتودوکس کلیسا، د ختیځ آشوري کلیسا او د ختیځ د لرغونې کلیسا له خوا ساتل شوی.

د نوي دوران په انګلیسي ژباړو کې په عام ډول د کلیسا د کلیمې کارول، د هغو د لرغونې یوناني کلیمې د ژباړې: ἐκκλησία، لاتین ډول: ecclesia، چې په اصلي یوناني متنونو کې موندل شوې، د «ټولنې» یا «ټولګې» په معنا ده. د لومړي ځل لپاره د مسیحیت له کلیمې (یوناني: Χριστιανισμός)  ثبت شوې کارونه، په ۱۰۰ ز کال کې د ایګناتوس انطاکي له خوا شوې ده.

وېش او اختلافات

نن ورځ د عیسوي ډلو ترمنځ په پراخه کچه توپیرونه، د ګڼ شمېر نظریاتو او دودونو له مخې شتون لري. د عیسویت د مختلفو څانګو ترمنځ دغه اختلافات، په طبیعي ډول د هغوی د کلیساګانو ترمنځ توپیرونو ته اړوندېږي.

عیسوي فرقې/ډلې

په عیسویت کې فرقه، د توپیر لرونکو مذهبي جوړښتونو لپاره یوه عمومي اصطلاح ده چې د یو شمېر ځانګړنو، لکه: مشترک نوم، جوړښت، رهبري او دو کتورینو له مخې مشخص کېږي. په داسې حال کې چې فردي بنسټونه کېدلای شي، د خپل ځان د توصیف په موخه له مترادفو نورو اصطلاحاتو، لکه: «کلیسا» یا «فیلوشیف» نه ګټنه وکړي. د یوې او بلې ډلې ترمنځ وېش د دوی د دوکتورینو او د کلیسا د واک له مخې تعریف کېږي؛ هغه مسایل، لکه د عیسی ماهیت (nature of Jesus)، د رسولانو ځای ناستوب (apostolic succession)، له مرګ وروسته پوهنه (eschatology) او پاپي مخکښ والی (papal primacy) یوه ډله له بلې جلا کوي. د هغو فرقو ډلې چې معمولا مشترک عقاید، چارې او ورته تاریخي اړیکي لري، د عیسویت د څانګو په توګه پېژندل کېږي.

انفرادي عیسوي ډلې د یوبل پېژندنه، د کچې له مخې له یو بل سره ډېر توپیر لري. ګڼ شمېر ډلې ادعا کوي چې په لومړۍ میلادي پېړۍ کې د عیسی له خوا د جوړې شوې یوازنۍ کلیسا مستقیم ځای ناستي دي، په داسې حال کې چې، یو شمېر نور په فرقه پالنې ولاړ دي، چېرې چې څو او یا هم ټولې عیسوي ډلې د هغوی نښانونو، باورونو او عملونو ته له پام پرته د یوې فرقې قانوني کلیساګانو ته ځان اړوند بولي. د دغه مفهوم له امله یو شمېر عیسوي بنسټونه، د خپل ځان د څرګندولو په برخه کې د فرقې د اصطلاح له کارونې ډډه کوي، څو له نورو کلیساګانو او یا هم فرقو سره له معادل کېدو مخه ونیسي.

کاتولیک کلیسا او ختیځه ارتودوکس کلیسا باور لري چې، په نیقیه باور پاڼه کې د یوې اصطلاح نه یوازې له جغرافیايي پلوه په ټوله نړۍ،  بلکې له تاریخي پلوه د تاریخ په اوږدو کې د لید وړ بنسټیز او اعتقادي یووالي سپارښتنه او پر هغو ټینګار کوي. هغوی یووالی یو له هغو څلور نښانو بولي چې دغه باور پاڼه یې اصلي کلیساوو ته اړوند بولي، چې جوهر یې باید د لیدو وړ وي. هغه کلیساګانې چې هویت او بارونه یې له یو هېواد نه تر بل او له یوې دورې تر بلې توپیر کوي، دوی د عقیدې له مخې «یو» نه دي. په دې ترتیب سره هغوی ځان د یوې فرقې په توګه نه، بلکې له فرقې وړاندې فرقې په توګه بولي، نه هم د عقیدوي ټولنو د یوې ډلې په توګه، بلکې د یوې اصلي او رښتینې کلیسا په توګه ځان یادوي.

ګڼ شمېر باپتیست او پروتستانت الهیات پېژندونکي، د کلیسا د اصطلاح سیمه ییزه معنا د هغو د یوازنۍ معنا په توګه مني. دوی په کلکه سره د نړیوالې (کاتولیک) کلیسا مفهوم رد وي. دغه فرقې استدلال کوي چې: په اوسني عصر کې د یوناني ekklesia کلیمې کارونه، د ځانګړې سیمه ییزې ډلې او یا هم د کلیسا د انتزاعي مفهوم استازولي کوي او هېڅکله په نړیواله کچه د یوې واحدې کلیسا څرګندويي نه کوي.

ګڼ شمېر انګلیکان، لوتران، پخواني کاتولیک او خپلواک کاتولیک کسان، یووالی د کاتولیکیت نښانه بولي، خو د کاتولیک کلیساوو بنسټیز یووالی، د مشترکو سقفي تشریفاتو او مراتبو د سلسلې پر ځای، د سقفانو د حواریونو ځایناستو په ټاکلو کې څرګندوي.

اصلاح شوي عیسویان باور لري چې: هرڅوک په انجیل باندې ایمان ولري او عادلو رسولانو ته ژمن وپېژندل شي، د «واحدې، مقدسې، کاتولیک او رسولي کلیسا» غړي دي. د دغه لیدلوري له مخې: د ټولې کلیسا یووالي او سپېڅلتوب چې د رسولانو له خوا جوړ شوی، تر اوسه نه دی څرګند شوی، چې په ورته مهال د کلیسا پراختیا او ارامښت، د ځمکې پر مخ په نیمګړي ډول په یو ډول د لیدو وړ دی.

د لوتري کلیسا – میسوري شورا څرګندوي چې: د سم بیان له مخې، په عیسوي کلیسا کې یوازې هغه کسان شامل دي، چې په انجیل ایمان لري (یعنې د ګناهانو له هغې بښنې نه برخمن وي چې عیسی(ع) د خلکو لپاره ترلاسه کړې) ان که هغه د کلیسا په وجود کې د تېروتنې روزنه ورکوي،مګر نور هغه کسان په کې نه دي شامل، چې دغه ډول ایمان نه لري، ان که د کلیسا غړی وي او هلته د زده کړو ورکولو دفتر هم ولري.

نړیوال عیسویت

یو شمېر تاریخ پوهانو په شلمه پېړۍ کې په عیسویت کې «نړیوال بدلون» ته اشاره کړې ده، هغه دین چې په پراخه کچه په اروپا او امریکا کې یې شتون درلود، په نړیوال سويل کې یې هم نښانې وموندل شوې. دغه اصطلاح، چې د «نړیوال عیسویت» یا «عیسوي نړۍ» په توګه توصیف شوې، هڅه کوي چې، د عیسویت دین نړیوال ماهیت بیان کړي. په داسې حال کې چې دغه اصطلاح، تر ډېره په «غیر لوېدیځ عیسویت» تمرکز لري، هغه چې «معمولا په ’نړیوال سويل‘، آسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د عیسوي عقیدې بېلګې (په معمول ډول عجیبې نمونې) په کې شاملېږي». هم په کې په لوېدیځه اروپا او شمالي امریکا کې ډیاسپوریک یا بومي ډولونه هم شاملېږي.

سرچینې

Tags:

عیسوي کلیسا کلیسا وېش او اختلافاتعیسوي کلیسا کلیسا سرچینېعیسوي کلیسا کلیسا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عمر بن خطابتهرانکاجل اگروالسمندربارانسپين بازکرنهقومي ډلېاسلامي دولت – خراسان ولایتلېزرد کروکس ښار تالار بریدافغانمغولاناپل شرکتويکيخونديځد هند سمندرپښتو ټولنهژر انزالېدلپيشومهرو کلیهانوماند افغانستان اسلامي امارتاحمدزيتصوف۱ ډيسمبربایوګاز تکنالوژيپښتو ويکيپېډياعبدالروف بېنواجاپانطلوع نيوز تلويزيونارواپوهنې تاريختوره غاړهتور زېړیايرانبنګله دېشويکيډېټامحمد نجيب اللهد وړانګو روغتيايي اغيزيد تکامل په اړه اسلامي نظرونهبېلاروسافغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱)لاهورښېوه ولسوالۍد افغانستان لنډ تاريخکيمياوي تعاملونهستر جنراللعاب (لاړې)دپښتو اصل او ريښهجمهوریت غوښتنهپر افغانستان د متحده ايالاتو بريددري ژبهزاهد پښتو پښتو سيندمالايا-پرتګالي نښتېد انسان بدنبودجههندد افغانستان لرغونی تاریخد روغتيا نړيوال سازماند افغانستان امارتياقوتدوتنهزنکغويی (مياشت)ویلزي ژبهمذهب۴۰۰ (عدد)حکومتریمونډ اروناحمد شاه درانی🡆 More