کریمیا

کریمیه (کرایمیا، /kraɪˈmiːə/) (  اورېدل کرای-مي – یا) د ختيځې اروپا یوه ټاپووزمه ده.

دا هېواد د تور سمندرګي د شمالي سیندغاړې په دوام پروت دی. د وګړو شمېر او نفوس يې ۲.۴ میلیونه دی. نږدې ټوله ټاپووزمه په بشپړ ډول د تورې بحیرې او د ازوف د کوچني سیند په واسطه ايساره شوې ده، دا د اوکراین د خرسون ولایت په سویل کې پرته سیمه ده، چې د پېريکوپ د تنګي په واسطه ورسره نښلول شوې او د روسیې په لوېدیځ کې د کراسنودار په سیمه کې د کرچ تنګي په واسطه ورڅخه بېله شوې، که څه هم له ۲۰۱۸ ز کال ر اهیسې د کریمیې د پل په واسطه له یو بل سره نښلول شوي دي. شمال ختیځ ته یې د عربات سپایت، د ځمکې نرۍ تړانګه پرته ده چې د سېوش په نوم د ګرداوونو سیستم له ازوف سیند څخه بېلوي. د تور سمندرګي په اوږدو کې د لوېدیځ لورته رومانیا او د سویل لور ته ترکیه پرته ده.  

(یوکرائني: Крим)
(تتاري لاطینی: Qırım)
(روسي: Крым)
(تتاري سيريلية: Къырым د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کریمیا انځور
د کریمیا انځور
د کریمیا انځور

هيواد اوکراین (۱۲ فبروري ۱۹۹۱–)
روسیه (۲۰۱۴–)
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۲–۱۲ فبروري ۱۹۹۱)
روسي سترواکي (۱۷۸۳–۱۹۱۸)  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کورډېناټونه: ۴۵°شمال ۳۴°ختیځ / 45°شمال 34°ختيځ / 45; 34   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه د کرېميا جمهوريت (۱۸ مارچ ۲۰۱۴–)  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه 27000 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 2340921 (۲۰۱۷)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 703862  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کریمیا  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کریمیه (یا د توریک ټاپووزمه، چې له لرغونې دورې څخه د مډرنې دورې تر لومړیو پورې په دې نوم یادېده) له تاریخي پلوه د کلاسیکې نړۍ او کسپین پوتونیک - ستېپي تر منځ کرښه کې ځای لري. سویلي څنډه يې د یونانیانو له خوا مستعمره شوه او وروسته د ایرانیانو ورپسې د روم سترواکي، بېزانس سترواکي او په پای کې د ځایناستو واکمنیو، لکه: د ترابیزون او شهزاده ټيوډورو د سترواکیو له خوا اداره کېده. د دغې ټولې دورې په بهیر کې ښاري سیمې، يوناني ژبې او په پای کې ختیځې عیسوي (ختيځ ارتودوکس) وې. د بیزانس واکمنۍ د سقوط په بهیر کې يي ځينې سیمې د هغه د داین (د جینوا جمهوریت) لاس ته ورغلې، تر هغه چې ټول د چټکې ودې په حال کې عثماني سترواکي جذب کړل. په دغه ټوله موده کې داخلي فضا د داخلي اشغالګرو کوچیانو او بدلون په حال کې تیت او پرک بېدیايي امپراتوریو، لکه: سمیریانو، سکوثیانو، سرماتیانو، د کریمیې ګوټیانو، الانیانو، بلغاریایانو، هونیانو، خزریانو، کېپچکانو، مغولیانو او طلایی هورډیانو له خوا اشغال شوه. له ۱۵ څخه تر ۱۸ پېړۍ پورې کریمیه او د هغې شاوخوا خاورې د عثماني سترواکي اړوند د کریمیې په خانات کې متحدې شوې او تر ډېره یې د غلامانو په لټه د روسیې پر سویل برید وکړ.   

کریمیه په ۱۷۸۳ ز کال کې د روسیې او ترکیې د جګړې (۱۷۶۸- ۱۷۷۴ز کلونه) له امله د روسیې د سترواکۍ ضمیمه شوه. په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسیې تر انقلاب وروسته، کریمیه د شوروي اتحاد د ننه په یو خپلواک جمهوریت بدله شوه.

کریمیه د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د كريمي ولايت ته را ولوېده او ټول لرغوني کریمايي اوسېدونکي او د کريميې تاتاریان منځنۍ اسیا ته تبعید(وشړل) شول، دا ګام د اوکراین او درېیو نورو هېوداونو له خوا په رسمي ډول د نسل وژنې په نوم وپېژندل شو. کریمیه په ۱۹۵۴ ز کال کې د شوروي روسیې له سوسیالستي فدراتیف جمهوریت (SFSR) څخه د اوکراین شوروي سوسیالت جمهوریت (SSR) ته ولېږدول شوه، اوکراین ته دا لېږد د شوروي اتحاد د مشر نیکیتا خروشچف په واسطه تر سره شو. ۱۹۵۴ ز کال د پریاسلاو تړون (رسمي غونډه چې د روسیې د قزاقانو د وفادارۍ د ژمنې لپاره د مرکزي اوکراین په پریاسلاو ښار کې ترسره شوه) د ۳۰۰یمې کلیزې سره برابر و، چې په ۱۶۵۴ ز کال کې د اوکراین د قزاق هتمانات اود روسیې د  تزار الکسیس له خوا لاسلیک شوی و. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره‌ اوکراین د یو خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو او د ټاپووزمې ډېره برخه د کریمیې د خپلواک جمهوریت په توګه بیا تنظیم شوه او د سواستوپل ښار په اوکراین کې خپل ځانګړی وضعیت خوندي کړ. په ۱۹۹۷ ز کال کې د تورسمندرګي د جنګي بېړیو د شرایطو په اړه د وېش تړون د پخواني شوروي اتحاد د تور سمندرګي جنګي بېړۍ سره ووېشلې او روسیې ته یې اجازه ورکړه چې په کریمیه کې د خپلو جنګي بېړیو ځای پر ځای کولو ته دوام ورکړې: اټکل کېده چې اوکرایني سمندري ځواکونه او د روسیې جنګي بېړۍ دواړه په سواستوپل کې مېشتې شي. اوکراین په ۲۰۱۰ ز کال کې د طبیعي ګاز د لا تخفیف په بدل کې د خارکوف تړون له مخې د روسیې د سمندري تاسیساتو موده اوږده( تمدید) کړه.  

د کریمیې حالت د بحث وړ دی، د ۲۰۱۴ ز کال د فبرورۍ په وروستیو کې د حیثیت د انقلاب په دوام چې د اوکراین ولسمشر ویکتور یانوکوویچ یې له واک څخه لرې کړ، روسي پوځیان کریمیې ته ولېږل شول او دولتي ودانۍ يې اشغال کړې. د کریمیا جمهوریت د مارچ په ۱۶ تر یوې جنجالي ټول‌پوښتنې وروسته چې موضوع یې له روسیې سره د کریمیې بیاځلي يوځای کېدل وو، له اوکراین څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه، چې اوکراین او ګڼو نورو هېوادونو ناقانونه وبلله، رسمي پایلې له۹۰ سلنه څخه زیاتې د بیاځلي یو ځای کېدو په ملاتړ وې، خو د ډېری اوکرایني پلوه هېوادونو پر رایو بندیز ولګول شو. روسیې د مارچ په ۱۸ په رسمي ډول کریمیه د خپلې خاورې ضمیمه کړه او د سواستوپل فدرال ښار يې د روسیې د فدرال د ۸۴م او ۸۵م  واحد په توګه ضمیمه کړ. د ۲۰۱۴ ز کال په مارچ کې کریمه له روسې سره د الحاق کېدو سره سره د ملګرو ملتونو په پرېکړه ‌لیک کې د اوکراین د برخې په توګه پاتې شوه. 

نوم

د کریمیې کلاسیک نوم ټورېس یا تاریکه د لاتیني له Ταυρική (Taurikḗ) او ورسته د تاري ټاپووزمې له اوسېدونکو، سیکیثو – سمیریانو څخه اخیستل شوی دی.

سترابو (جغرافیه، vii/۷، ۴.۳، xi/۱۱، ۲.۵)، پولیبیوس، (تاریخ ۴.۳۹.۴) او بتلیموس (جغرافیه، II/۲، v/۵، ۹.۵) کرچ تنګي ته په بېلابېلو ډولونو، لکه: Κιμμερικὸς Βόσπορος (Kimmeriko Bosporos اشاره کوي چې رومي لیکنه یې  Κιμμερικὸς Βόσπορος (Kimmerikos ده، تر ټولو ختیځه برخه یې د کېمېریون اکرون Κιμμέριον Ἄκρον (Kimmerion Akron, په نوم چې رومي لیکنه یې پرومونتوریم سمېریم (Promontorium Cimmerium) ده، همدارنګه د کریمیام د ښار او له هغه ځایه د بوسپورس سمیریایانو د پاچهۍ Κιμμερικοῦ Βοσπόρου) په نوم یادېږي.   

د کریمیې ټاپووزمې تاتاري نوم قیرم (په تاتاري کریمیه: Къырым رومي لیکنه یې Kirim / Qırım) او د کریم د ښار په نوم چې اوس ورته سټایري کریم ویل کېږي، چې د کریمیا ولایت د طلایي ډلې د پلازمینې په توګه يې خدمت کاوه. له میلاد څخه مخکې د ۱۳۱۵ او ۱۳۲۹ ز کلونو تر منځ عرب لیکوال ابوالفدا له ۱۳۰۰ څخه تر ۱۳۰۱ کلونو پورې سیاسي لانجه رابرسېره کوي چې په پایله کې د رقیب د سر پرې کولو لامل کېږي او سر یې کریمیې ته لېږل کېږي، چې ظاهراً ټاپووزمې ته اشاره وه، ځینې نورې سرچینې په دې باور دي چې د پلازمېنې نوم د عثماني سترواکۍ په دوره کې (۱۴۴۱-۱۷۸۳ز کلونه) ټولې ټاپووزمې ته پراختیا موندلې ده.    

د قیرم کلیمې سرچینه نامشخصه ده، هغه وړاندیزونه چې په بېلابېلو سرچینو کې پرې بحث شوی په لاندې ډول دي:

  1. د سمیریایانو یو فساد/درغلي (په لاتیني Kimmerikon, Κιμμερικόν )کې
  2. د قیرم، چې د کندې(ژورې) یا مورچل په معنا ده او قویري له ترکي اصطلاح څخه اخیستل شوې چې معنا یې ساتنه کول او ژغورل دي.

ګڼ نور وړاندیزونه چې سرچینې يې ملاتړ نه کوي یا ورسره په ټکر کې دي، ظاهراً د غږ د ورته‌والي له امله وړاندیز شوي په لاندې ډول دي:

  1. له یوناني کریموني (Κρημνοί) څخه اخیستل شوې، چې تر کلاسیک وروسته په کویني یوناني ژبه يې تلفظ Crimni/ کریمني دی، یعنې «کړنګونه»، د مایوتېس جهیل (د ازوف سمندر) یو بندر چې د هېرټوډوس له خوا د هغه په کتاب (تاریخ ۴.۲۰.۱ او ۴. ۱۱۰.۲) کې نقل شوی. که څه هم هېرټوډوس دا بندر په کریمیه کې نه بلکې د ازوف سیند په لویديځه غاړه کې مشخصوي. هېڅ داسې شواهد نه‌شته چې ټاپووزمې ته دې د دغه نوم کارول مشخص کړي.  
  2. ترکي اصطلاح (د مثال په ډول په ترکي: کریم/ kerm ) چې کریم/ kerm  له مغولي نوم سره تړاو لري او معنا یې دېوال ده، خو سرچینې ښیي چې د کریمیې ټاپووزمې قرم نوم له غږیز پلوه د مغولي له کریم (kerm/kerem ) سره نه دی جوړ، په دې توګه له بلې اصلي اصطلاح څخه اخیستل شوی.

تاريخ

د کریمیا ټاپو په ۱۹۵۴ کال له اوکرایین سره وروسته تر هغه یوځای شو، چې اوکراییني الاصله کمونیست مشر نیکتا خروچوف خپل اصلي ټاټوبي ته ډالۍ کړ، خو د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال دا پرېکړه جدي او عملي نه شوه.

خو په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد تر ټوټې کېدو وروسته، کریمیا د اوکرایین خو یوه مستقله برخه وګرځېد، چې کورواکه اداره یې لرله.

تتار خلګ او کرېميا

تتار د کریمیا ټاپو د ټول ټال وګړو نژدې ۱۲ سلنه جوړوي، چې شمېر یې نژدې ۲۳۴ زرو ته رسېږي د کریمیا ټاپو د اتلسمې پېړۍ تر وروستیو پورې د عثماني خلافت تر واک لاندې سیمه وه، چې په سیمه کې یې تور سمندر ته هم جغرافیوي رول درلود.

د کریمیا تتار په دې اند وو، چې د اوکرایین او اروپايي ټولنې تر سیوري لاندې ژوند شاید دوی ته ډېرې ازادۍ او حقونه ورکړي وای، خو نه پوهېدل، چې په تېر کې د روسیې تر واکمنۍ لاندې له ډېرو حقونو بې برخې وو.

په زور کډوالول

د کریمیا زیاتره تتار وګړي په ۱۹۴۴ کال د پخواني شوروي اتحاد د مشر جوزیف ستالین د واکمنۍ پرمهال په زور له خپلو سیمو وایستل شول، خو اصلي تور پرې دا و چې ګني له جرمنیانو سره یې په دویمه نړیواله جګړه کې همکاري کړې ده.

ګڼ کریمیايي تتارد منځنۍ اسیا هېوادنو ته کډوال شول، ترکیې ته هم وخوځېدل او هلته یې له خپل هېواد بهر تر ټولو لویه ټولنه جوړه کړه.

همدا وه چې د کریمیايي تتارو د پارلمان مشر رفعت چوباروف ترکیې ته ولاړ او له ترکي لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره یې وکتل او د کریمیا له تتارو سره یې خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ.

سرچینې

Tags:

کریمیا نومکریمیا تاريخکریمیا تتار خلګ او کرېمياکریمیا سرچینېکریمیا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

انور شاه کشميريSiliconملاريافیسبوکماري انتوانېتخوشال خان خټکاکسايدد وینې لوړ فشاراختصاصي مجازي شبکهاروپايي اتحادد دوهم ګروپ عناصرفیودور داستایفسکيتوره تتۍغنمصدیق الله رښتیناسد الله غضنفرغرپښتو پښتو تشريحي قاموسژويد ثور انقلابانګلیسيد انسان جنسي غوښتنېکومي جمهوريتاقلیم پېژندنهمحمد رياض تسنيملندن2012شاتو مچیچاریکاراضطرابد افغانستان جغرافيهد امریکا متحده آیالاتونهمړینهد افغانستان بيرغخالد بن ولیدجگړهنورزيد نړۍ نفوسiz3asد کتاب نړيواله کره شمېرهجنرال عبدالرازقځمکهاموي خلافتدويمه نړېواله جګړهکابل بانکلغمان ولايتپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونسرطاناباسين يوسفزیبټي کوټ ولسوالۍمنځنۍ پېړۍشوروي اتحادويکيپېډياپير باباکندهارژباړهخاورهاقتصادي نظامکيمياويکيميرويس هوتکد اکسيديشن نمبرد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهروغتوند انګليستان د بېوزلۍ قوانينمالیهدعناصرو دوراني جدولدریم جورجروندي ژبهد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچاتڼیوکاریوتامام الدين جمعه دين🡆 More